تاند: (پنجشنبه، د وږي ۹ مه ) بحران نړیوالې ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې پر افغانستان د امریکا بندیزونو د دغه هېواد سوداګري ننګولې ده.
دغې ډلې ویلي، چې د یادو بندیزونو له امله ډېرو بنسټونو له افغانستان څخه خپل فعالیتونه لېږدولي.
په راپور کې ټینګار شوی، چې امریکا باید پر خپلو بندیزونو بیا کتنه وکړي او د افغانستان اړتیاوې او شرایط په پام کې ونیسي.
امریکایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم بیا- بیا له امریکا غوښتي، چې پر افغانستان لګولي بندیزونه واخلي.
طالبان یاد شوي بندیزونه د افغانستان د اقتصادي ناورین یو لوی دلیل بولي او دا د افغانانو په حق کې ظلم بولي.
امریکا بیا ټینګار لري، چې طالبان خپل دریځونه را نرم او په خاص ډول د ښځو او بشري حقونو د تامین لپاره عملي ګامونه واخلي، څو ورسره د اړیکو په برخه کې پرمختګ ممکن شي.
پاکستان په وړاندې ورته ګام ولی امریکا نه اخلی کچیری دوی د پاکستان ۴۵ کلن تاریخ کې چې د افغانانو ، هندیانو او نورو سیمه ایزو هیوادونو په وړاندي لوبولی دوه مخیز دي ځکه هم نړیوالو ته وایی چې له طالبانو سره مثبت تعامل وکړی بیا وایی چې طالبانو ترهګرو ډلو ته پناه ورکوی مګر تر اوسه داسې نر پیدا نه شو چې پاکستانه یا پنجابه ته ووایي چې تا له پښتنو، بلوڅو او سیندیانو سره څه لوبه شروع کړی؟
آیا دا دحقوق بشر یا بښنی سازمان یا امنیت شورا ، ملګری ملتونو سازمان تنها افغانستان ویني مګر نورو هیوادونه نه وینی
دوی دې لومړی له پاکستان سره پدې ۴۵ کلن تاریخ کې د کړو جرایمو څیړنه وکړی بیا به ووایو چې رښتیا نړیوال د بشرحقوق رښتنی مدافعین مګر پاکستان هم دا دوه مخي توب له غربیانو زده کړی په سر کې برتانیه (پاکستان پلار یعنی د پاکستان بسټګر)
ځکه کوم جرمونه چې برتانیی په افغانستان کې له ۱۸۳۹ څخه تر نن پوری روان کړی یا پخپله یا دپاکستان یا د ځینو ډلو (داعش) یا مقاومت جمعیت حزب په وسیله روان کړی، هیڅ نړیوال سازمان یاد جرایمو ته کتنه هم نکوی لکه شهزاده هیری چې هلمند کې عام افغانان ووژل، د جرایمو جنګي محکمه هم بی طرفه نده ځکه څه چې برتانیه ، جرمنی فرانسه امریکا ورته وایی هغه شان نڅا کوی
لکه پاکستان (پنجاب)