پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهیو نړیوال بنسټ: د طالبانو له واکمنۍ راهیسې هم داعش فعال او...

یو نړیوال بنسټ: د طالبانو له واکمنۍ راهیسې هم داعش فعال او ۳۷۷۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند: (پنجشنبه، د وږي ۹ مه )  په داسې حال کې، چې د طالبانو چارواکي په پرله پسې ډول د داعش ډلې د ځپلو ادعا کوي، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون ځينې نړیوال مراجع په افغانستان کې د دغې ډلې د فعالیتونو د دوام او خطر د موجودیت خبر ورکوي.

په یوه تازه راپور کې، چې د خوندیتوب لپاره د مسولیت نړیوال مرکز خپور کړی، ادعا شوې ده چې د ۲۰۲۱ د اګسټ له ۱۵ راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د داعش د خراسان څانګې د بریدونو له امله په افغانستان کې ۳۷۷۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه مرکز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو  شورا د  ۵۴مې غونډې په مناسبت د دغې  شورا غړو ته په لېږلي لیک کې لیکلي، په افغانستان کې دیرۍ قومي او مذهبي اقلیتونه لکه هزاره ګان، شیعه ګان، صوفیان او سیک د داعش ډلې په لاس د جوړو شویو بمونو هدف ګرځېدلي دي.

د خوندیتوب  لپاره د مسؤلیت نړیوال مرکز زیاته کړې، له هغه وخت راهیسې چې طالبانو د دغه مرکز په خبره “په زور سره افغانستان نیولی” په مذهبي ځایونو د داعش بریدونه ډیر شوي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي راپور په غبرګون چې په افغانستان کې یې د داعش ډلې فعالیت او ګواښونه د اندېښنې وړبللې وه، ویلي یې وه چې  د داعش عملیاتي فعالیت صفر ته نږدې شوی دی.

مخکې د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په یوه خبري ناسته کې له نوم اخیستو پرته ادعا کړې وه، چې ځینې استخباراتي سازمانونه په افغانستان کې د داعش ډلې په نوم بریدونه او شخړې کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت څه موده مخکې وویل، چې یوشمېر پاکستاني ځانمرګي یې د واکمنۍ له پيل راهیسې نیولي.

یو شمېر شنونکي باور لري، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته پاکستان په افغانستان کې د بې ثباتۍ د دوام لپاره د داعش په نوم فعالیتونه تنظیموي او په دې ډول د افغانستان خاوره نا امنه او خطرناکه ښودل غواړي.

د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو هم په خپلو وروستیو ویناوو کې پرته له دې، چې د پاکستان نوم واخلي، ویلي ځينې هېوادونه په افغانستان کې د وسله والو ډلو د موجودیت له ادعاوو سره غواړي د طالبانو رژیم نړیوالو سره د کړو ژمنو په عملي کولو کې پاتې وښيي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې د پاکستان پوځي او ملکي چارواکي وخت په وخت ادعا کوي، چې د افغانستان له خاورې ورته امنیتي ګواښونه پېښ دي او مخالف وسله وال یې دلته پټنځایونه لري، خو د طالبانو رژیم یې دا ادعاوې بې اساسه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب