Homeخبرونهد ایران پارلماني پلاوي په کابل کې له امیرخان متقي سره ولیدل

د ایران پارلماني پلاوي په کابل کې له امیرخان متقي سره ولیدل

 (یکشنبه، د سنیلې ۵ مه) د ایران د اسلامي شورا د استازو اووه کسیز پلاوي په کابل کې د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره وکتل.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران پارلماني پلاوي له ښاغلي متقي سره د امنیت، له مخدرو موادو سره د مبارزې، د چاقاق د مخنیوي، د پولو د خوندیتوب او سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې.

امیرخان متقي پلاوي ته وویل چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې «داعشي ترهګر» له منځه یوسي او د فغانستان په ټوله خاوره کې دا امنیت نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ د هیوادونو په ګټه هم دی.

د بهرنیوچارو وزیر همداراز وویل:«د افغانستان اسلامي امارت له مخدرو موادو سره د مبارزې په لاره کې کوټلي ګامونه اخیستي او د کوکنارو کښت یې تقریباً صفر ته رسولی دی. د طالبانو په تېره دوره کې د معتادانو شمېر زرګونو ته رسیده، خو د اشغال په ۲۰ کلونو کې میلیونونو ته زیات شو، اسلامي امارت د هغو درملنه پیل کړې او په وروستیو میاشتو کې لسګونه زره معتادان تداوي شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل، د سیمې او ګاونډ له هیوادونو سره سوداګري او ترانزیت دوام لري او افغانستان د سیمې د هیوادونو ترمنځ د اتصال په مرکز د بدلېدو په حال کې دی.

متقي افغانستان د ایران د صنایعو لپاره ښه بازار وباله او ویې ویل چې پکار ده افغانستان او ایران د سوداګري او ترانزیت په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې راولي او له دې فرصته ښه ګټه واخلي.

ایران تراوسه پورې د خپل پارلماني پلاوي د سفر د هدف او له طالب چارواکو سره د هغه د خبرو ډېر جزییات نه دي اعلان کړي خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران د اسلامي شورا پلاوي له امیرخان متقي سره د قاچاق د مخنیوي، د پولو د ستونزو د ګډ مدیریت، او د غیرقانوني تګ راتګ د مخنیوي په اړه خبرې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...