جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ولسمشرانو د قوش تیپې کانال په اړه...

د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ولسمشرانو د قوش تیپې کانال په اړه خبرې وکړې

تاند (جمعه، د اسد ۲۰مه) د افغانستان د درو شمالي هیوادونو، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ولسمشرانو په یوه بیړنۍ غونډه کې په افغانستان کې د قوش تیپې کانال د جوړېدو د عواقبو په اړه خبرې وکړې.

په دې بې سارې غونډه کې، چې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې وشوه، د سیمې له دې خورا مهمې سرچینې یعني اوبو څخه د استفادې په اړه بحث وشو.

د درو هیوادونو د ولسمشرانو د خبرو موضوع د دوی له کتنې څو ورځې وروسته ځرګنده شوې ده.

افغانستان د امو دریا په جنوب او تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان یې په شمال کې موقعیت لري. د منځنۍ اسیا دا درې هیوادونه له پیړیو راهیسې د امو دریا له اوبو په کرنه کې ګټه اخلي خو افغانستان، چې د دې سین د اوبو یوه لویه برخه یې له خاورې سرچینه اخلي، د امو سین له اوبو تقریباً هیڅ استفاده نه کوي.

افغانستان په لومړي ځل د قوش تیپې کانال په جوړولو غواړي چې له امو سین څخه په کرنه کې کار واخلي او دې مسلې د منځنۍ اسیا درې هیوادونه اندېښمن کړي دي.

د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د ولسمشرانو د خبرو په پایزه اعلامیه کې ویل شوي چې په نژدې راتلونکې کې د اوبو په اړه اندېښنه د دوی درې واړو د خبرو موضوع وه.

که څه هم په دې اعلامیه کې د افغانستان نوم نه دی یاد شوی خو په اعلامیه کې له ورایه ښکاري چې د قوش تیپې کانال حوړېدا د دوی لپاره اندېښنې پیدا کړي دي.

دوی په ځانګړي ډول دې ته اشاره کړې چې په راتلونکې کې اوبه کمیږي او باید په داسې لارو چارو پسې وګرځي چې دا ستونزه پراخه نه شي.

د افغانستان د طالبانو حکومت د تېر ۲۰۲۱ په پسرلي کې د قوس تیپې پر کانال د کار پیلولو اعلان وکړ.

دا پروژه د محمد داوود خان د حکومت په مهال پلان شوه خو د ثور د کودتا له کبله وځنډېده. وروسته د اشرف غني حکومت ورته بودجه برابره او له جوړوونکي شرکت سره یې قرارداد لاسلیک کړ. د طالبانو له واک ته رسیدو سره دا پروژه وځنډېده خو یو کال وروسته یې بیرته پیل کړه.

دا کانال به ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د هیواد د شمال په درو ولایتونو، بلخ، جوزجان او فاریاب کې به ۵۵۰ زره هکتاره مځکه خړوبه کړي.

د قوش تیپې کانال د جوړېدو په صورت کې به ازبکستان او ترکمنستان د امو دریا ۱۵ سلنه اوبه له لاسه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب