Homeخبرونهملابرادر د ترکیې له بهرنیو چارو وزیره د هوايي دهلیز د جوړیدو...

ملابرادر د ترکیې له بهرنیو چارو وزیره د هوايي دهلیز د جوړیدو غوښتنه وکړه

تاند (جمعه، د اسد ۲۰مه) د افغانستان د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر، چې د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته تللی، پرون د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره وکتل.

د ريیس الوزرا د مرستیال دفتر ویلي چې ده د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د هوايي دهلیز او د سوداګرۍ د ګډې خونې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تراوسه پورې د ښاغلیو ملابرادر او فیدان د کتنې په اړه څه نه دي ویلي.

دواړو خواوو په ترکیه کې د افغان کډوالو د وضعیت او ځنیو نورو مسلو په اړه هم خبرې کړي دي.

ملا عبدالغني برادر د سې شنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیه ته لاړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...