Home+په هند سمندر کې تر ټولو ژور ځای کشف شو

په هند سمندر کې تر ټولو ژور ځای کشف شو

تاند- په سمندرونو کې څو داسې مرموز او ژور ځایونه شته چې خطرناک ګڼل کېږي او په ځلونو بیړۍ او حتي له پاسه ورباندې تیریدونکې الوتکې ترۍ تمې شوي دي.

ساینسپوهان د دې علت په دې سیمه کې د جاذبې قوه بولي.

یو له دغو ځایونو چې ډیر مشهور دی د امریکا فلوریدا ته نژدې په اطلس سمندر کې د برمودا مثلت دی.

د دې سیمې مساحت د یو میلیون او ۳ لکه کیلومتره تر ۳ میلیونه او ۹۰۰ زره کیلومتر مربع پورې اټکلیږي.

د برمودا مثلث په اړه ډیر څه ویل شوي او خپاره شوي خو تازه ساینسپوهانو د هند په سمندر کې یو ژور ځای کشف کړی خو د دې ژور ځای په اړه ویل شوي چې د جاذبې قوه یې تر نورو ځایونو کمه ده.

تر ډیرو کلونو پورې ساینسپوهان نه پوهېدل چې په هند سمندر کې دا سیمه، چې نژدې ۳ میلیون کیلومتره پراخه ده، ولې تر شاوخوا سیمې ډېره ژوره ده.

دا سیمه تر نورو سمندرونو ۱۰۶ متره ژوره ده.

ساینسپوهان وايي چې د دې سیمې د جاذبې قوه کمه ده او له همدې کبله ژوره ده.

ساینسپوهانو د دې سیمې د لوړو ژورو نقشه اخیستې او اوس د هند د ساینس انستیتیوت دوو څېړونکو د دې ژور ځای په اړه څېړنه کړې ده.

د دوی په څېړنه په جیوفزیکل ریسرچ لیټرز مجله کې خپره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...