پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان سفیر: افغان بندیان به ژر خوشې کړو

د پاکستان سفیر: افغان بندیان به ژر خوشې کړو

تاند: ( شنبه، د زمري ۷ مه )  د  طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليل الرحمن حقانی د افغانستان لپاره د پاکستان له سرپرست سفير عبيد الرحمن نظاماني سره په کتنه کې په یاد هېواد کې د بندي افغانانو د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د نوموړي دفتر ویلي:په دغه کتنه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان حاجيانو، پاکستان هېواد ته د بیت الله شریف نه د راغلو افغان حاجيانو د بېرته تګ او د هغو افغانانو پر ستونزو، چې د وړو جرمونو او يا د اسنادو د نه لرلوله امله د پاکستان په زندانونو کې بنديان دي خبرې وشوې.

حقاني وویل چې غواړي په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي او د افغان کډوالو له پنډغالو څخه د هغوی د ستونزو اورېدو په موخه لیدنه وکړي.

نوموړي همدارنګه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د کوربه توب له کبله مننه وکړه او د هغو افغانانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه يې وکړه، چې د کوچنیو جرمونو او یا د اسنادو د نه لرولو له امله نیول شوي دي.

په ورته وخت کې په کابل کې د پاکستان سفیر په دغه کتنه کې ژمنه وکړه، چې له بیت الله شریف څخه راستنېدونکو حاجیانو ته به ویزې ورکوي او افغان بندیان به خوشې کړي.

 طالبانو نه دي ویلي، چې څومره افغانان ورسره په زندانونو کې بندیان دي او څومره به یې خوشې شي؟

په وروستیو کې بیا له افغان کډوالو سره د پاکستان، ایران او ترکیې د ناوړه چلند خبرونه زیات شوي.

3 COMMENTS

  1. دا چي پنجابی اداره د افغانانو د ځورولو ، بند کی بلا موجبه ساتنی او حتی وژنی ، رشوت او د افغانانو
    حق تلفی او قصدی مالی زیانونه وراړول او نور ناولی مقاصد او د افغان انسانی ، اسلامی او ګاونډیتوب کی څومره رذیلانه سابقه لری ؛ملت ،امت او بشریت ته اظهر من الشمس ده ،خو مستقل او مومن طالبان باید له پنجابی اداری وپوښتی چي ملا عبدالغنی برادر یی تقریباََ لس کاله ولی زندان ته واچوو ؟ جُرم یی څه وو ؟ پنجاب مقصر وو که برادر ؟
    همداسی استاد یاسر او نور کوم چي په مرموز طور لکه ملا عمر وژل شوی او ورک دی ؟ دا خو د پنجاب اتباع نه وو او نه د پنجاب په وړاندی یی کوم تقصیر درلود ۰
    آیا پنجابی منډه یی بی له پښتون او بلوچ وژنی او پنځوس ډالری معاملی ؛ د امریکایی سناتور په حواله په میدان د انسانیت او سړیتوب کی کوم مثالی کردار لری؟ که ټول شر او رذایل تولیدول دی ؟
    څوک کولی شی دپنجاب په تاریخ کی د آدمیت او میړانی کوم مثال ورکړی ؟
    که ټول خُبث د خبیثانو په برخه دی ؟
    الله عزیز ذو انتقام ذات دِ ظالمان او شر اچوونکی تباه او نابود کړی ؛ دا د انسانیت او اسلام شرم ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب