تاند: ( شنبه، د زمري ۷ مه ) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي له نوم اخېستو پرته د افغانستان ګاونډي هېوادونه د دغه هېواد د هوایي حریم په نقض تورن کړي.
نوموړي پرون په کابل کې د عاشورا ورځې په یوه غونډه کې وویل، چې د امریکا ترڅنګ ګاونډي هېوادونه هم د افغانستان هوایي حریم ته په خپل ډرون یا بې پيلوټه الوتکې استوي.
سرچینې د دغو هېوادونو نومونه نه دي اخیستي.
مخکې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب ویلي وو، چې پاکستان امریکایي الوتکو ته له خپلې خاورې اجازه ورکوي، څو د افغانستان هوایي حریم ته ننوځي.
پاکستان لومړی دغه ادعا رد کړې وه، خو وروسته یې د افغانستان لپاره ځانګړي استازي وویل، چې امریکا او پاکستان حق لري له افغان خاورې د ځان خلاف د ګواښونو د مهارولو لپاره د افغانستان فضا وڅاري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دا هم ویلي، چې دوی سمدستي د هوایي فضا د اشغال د مخنیوي وس نه لري.
په افغانانو خومو شل کاله ځان مرګي وکړل او ومو وژل ګاونډیانو ته ولی ځان مرګي نه لیږي ؟ که یوازی پر مظلومو افغانانو داړونکي زمر یان واست ګاونډیانو ته چغالان یاست