جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهیونیسف: د عاجلو مرستو د اړمنو افغانانو شمېر له ۲۹ میلیونو اوښتی

یونیسف: د عاجلو مرستو د اړمنو افغانانو شمېر له ۲۹ میلیونو اوښتی

تاند: ( شنبه، د زمري ۷ مه )  د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف ویلي، چې په افغانستان کې تر مني پورې د عاجلو اړمنو شمېر له ۲۹ میلیون کسانو اوښتی.

دغې ادارې ویلي، چې دغو اړمنو سره عاجلې بشري مرستې اړینې دي.

یاد شوي سازمان یو ځل بیا له نړیوالو غوښتي، چې افغانستان ته د بشري مرستو په برابرولو کې همکاري زیاته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د رژيم چارواکي د فقر زیاتیدو خبرونه کله ردوي او کله یې له تایید سره د مرستو زیاتیدو غوښتنه کوي.

د طالبانو منتقدان باور لري، چې د فقر او بشري ناورین یو اصلي دلیل د حاکم رژيم افراطي کړنې، د واک انحصار او افغانانو او نړیوالو سره نه تعامل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...