Home+د خولې وتلو عوامل او درملنه یې

د خولې وتلو عوامل او درملنه یې

  • ډاکتره مفضیه راضیه

د دې ناروغۍ له امله د خولې داخلي غشا پړسیږي او کله کله په خوله کې ټپ هم جوړیږي له دې امله دا ناروغي په درې ډوله وېشل سوې ده.

1_د خولې التهاب Catarhal stamatitis د ناروغۍ د دې ډول له امله د خولې داخلي غشا، ورۍ او شونډۍ دننه اړخ ته پړسوب کوي، غشاء سره ښکاري او لاړې زیاتې بهیږي.

درملنه: 

د خولې صفایي وکړئ بورو ګلسیرین ولګوئ او د پنسلین لوشن هم ګټه کوي.

2_ په خوله کې د سپین رطوبت را ټولیدا دا رنځ د ګندګۍ یا ماشومانو ته د بوتل په ذریعه د شودو له ورکولو، د خېټې د خرابۍ او د ماشومانو د اسهالاتو له امله منځ ته راځي.

درملنه: 

 په خوله کې د بورو ګلسیرین او sol. Gention

کارول د دې ناروغۍ لپاره ګټور دي او Tab. Micostaxin

ګولۍ هم ورته ګټورې دي.

ماشومانو ته syp Drop. Nilstal د ورځې درې ځلې ولګوئ د ډېرو نویو زېږېدلو ماشومانو په خوله کې یې مه لګوئ.

3_په خوله کې بدبویه ټپ Ulcerative Stomatitis په ټوله خوله کې په ځانګړې توګه په وریو کې زخم یا ټپ پیدا کېږي، تبه ورسره وي، کمزوري زیاته وي دا ناروغي د خوړو د خرابۍ، د وینې کموالي او د ویټامین له کموالي څخه پیدا کېږي او ډېر مهال په کولمو کې هم خرابۍ لیدل کېږي او په ژور پیچش کې دا رنځ زیات لېدل کېږي.

درملنه: 

د هایدروجن پراکسایډ د محلول په ذریعه خوله پاکه کړئ ناروغ تهTab Nicotinic او Tab.B. Complex

د ورځې درې وخته ورکړئ. که چېرې نوموړي ګولۍ ګټورې تابتې نه سي نو. Tab. Flagyl دوه ګولۍ د ورځې درځې وخته درې ورځو پورې ورکړئ.

که چیرې په خوله کې زخم یا ټپ وي او نه ښه کېږي د دې ګولیو په واسطه ښه کېږي.

سپارېښتنې:

 ⑴ د خولې او غاښونو پاکولو ته یاید ډېره پاملرنه وسي.

⑵ د ډوډۍ خوړلو په مینځ کې نشویات او سکري یا خواږه مه خورئ.

⑶ تازه میوې او ترکارۍ باید تر ډوډۍ خوړلو وروسته وخوړل سي.

⑷ د شنو شیو څو پاڼې په خوله کې ونیسي د ورۍ الهاب سموي او میکروبونه وژني.

⑸ یوه کوچني کاشوغه میده ملخوزي په اوبو کې وایشوئ تر ایشولو 15 دقیقې وروسته یې په خوله ولغړوي د ورۍ التهاب سموي.

⑹ ناروغ ته مالټې، لیمو، رومیان، پالک، پلۍ او ترکارۍ ډېره فایده کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...