شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهیوناما: د م.م سرمنشي د دوحې د تېرې ناستې په شان د...

یوناما: د م.م سرمنشي د دوحې د تېرې ناستې په شان د طالبانو په ګډون غونډه کوي

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۱۵ مه)  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازولۍ دفتر(یوناما)   سیاسي مشر سکاټ سمیټ د طالبانو د سرپرست رئیس الوزرا د دفتر مشر ملا ذاکر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو په ګډون د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي.

سرچینې زیاته کړې: په پام کې ده، چې دا غونډه د ۲۰۲۳ کال تر پای مخکې د دوحې د غونډې په څېر ترسره شي.

  طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې د یوناما د سیاسي څانګې مشر له خولې ویلي، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په تېرو ناستو کې د افغانستان پر پرمختګونو خبرې وشوې او د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق په برخو کې د کابل د پام وړ مبارزې ستاینه وشوه.

طالبان وایي، چې نوموړي دغه راز له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي، چې په افغانستان کې امنيت تامين او د اقتصاد د پياوړتيا لپاره ارزښتناک کارونه شوي دي.

سمېت د افغانستان او نړۍ تر منځ د تفاهم د ژبې پر رامنځته کولو باندې په ټینګار سره ویلي، چې یوناما د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تفاهم د رامنځته کولو او د واټن د کمولو لپاره کار کوي او په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

طالب استازي مولوي ذاکر له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د ستاینې پرمهال ویلي: د اسلامي امارت په جوړېدو سره په افغانستان کې مثبت بدلونونه راغلي، نشه یي توکي له منځه تللي، اداري فساد ختم شوی، ملي امنیت تامین شوی او  د اقتصاد لپاره اساسي کارونه روان دي.

نوموړي له ټولنې سره د تفاهم او تعامل په برخه کې د کابل پر لېوالتیا د ټینګار ترڅنګ، د افغانستان پر بانکي سیستم د محدودیتونو د لیرې کولو او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د نیمه بشپړو شویو پروژو د بشپړېدو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د سرپرست رئیس الوزرا د دفتر رييس پر دې خبرې له ټينګار سره چې بشري مسايل بايد په سياسي مسايلو پورې ونه تړل شي او يا په افغانستان کې شوي پرمختګونه له پامه ونه غورځول شي، له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د زيربنايي او پراختيايي پروژو په تطبيق کې ونډه واخلي.

1 COMMENT

  1. که هر ډول غونډه جوړه شي نو بیابه هم ولس نادار او بیچاره وی او شي. ځکه هر ډول نظام چې دې هیواد ته راغلي خپل نږدی ملګری او طرفداران یي په مهمو څوکیو ګمارلی او بیا هغه ډول فرمانونه او احکام صادر کړی چې د خپل نظام او پالیسی یی مطابق وی.
    مګر بیا هم ملګری ملتونو داسې سیاسی غوښتنی ترینه کړي چې راتلوونکی ولس ته په ناسور اوښتی ځکه هر غوښتنه چې نړیوال کوي د ولس غوښتنی نه بلکه د غربی هیوادونو د خپلو شومو پلانونو مطابق کیږی ځکه په هر کار کې دوی کار لری. لازمه ده چې راتلوونکی غونډی کې ۴۵ کلن جګړه باندې نړیواله څیړنه وشی چې غرب هیوادونه، ناټو آیساف او ګاونډی او سیمه ایز هیوادونه څومره ښکیل وو؟
    باید لومړی نړیوال پدی باندې اعتراف وکړی چې موږ افغانان وژلی او افغانستان یی وران کړی دی نو باید لومړی غربی هیوادونه بیا روسیه او نورو ګاونډی هیوادونه تاوان او غرامت راکړی او له دوی سره د نړیوال جنګی جرایمو محکمی له لوری حساب او کتاب وشي او داسې تړون وشی چې له نن څخه وروسته هیڅ هیواد نشی کولای دافغانستان په داخلی چارو کې لاسوهنه وکړی په ځانګړی ډول پاکستان، ایران، تاجکستان، سعودی عربستان ځکه افغانان پوهیږی او کورنۍ ستونزو حل یی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب