Homeخبرونهد ویسا نامعلوم برخلیک؛ د زنداني کیدو ۱۰۰ ورځې یې په پوره...

د ویسا نامعلوم برخلیک؛ د زنداني کیدو ۱۰۰ ورځې یې په پوره کیدو دي

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۱۵ مه)  د طالبانو له لوري د قلم لار تعلیمي بنسټ د مشر مطیع الله ویسا د زنداني کیدو سل ورځې په پوره کیدو دي، خو لا هم د نوموړي برخلیک نه دی معلوم.

ښاغلی ویسا پوره ۹۷ ورځې مخکې طالبانو له کابله ونیو او بیا یې د دوی د رژیم پر ضد د فعالیتونو تور ور پورې کړ.

د نوموړي خپلوان او د تعلیمي بنسټ همکاران وایي، چې لا هم د ویسا برخلیک نه دی معلوم او نه پوهیږي، چې طالبان به له نوموړي سره آخر څه کوي؟

د بشري حقونو د څار سازمان (هیومان رایټس واچ) د ښځو د حقونو د برخې مشره هیدربار د ویسا د بندي ساتل کیدو په غبرګون کې طالبان له زده کړو سره پر جګړې تورن کړي او ویلي، چې د دغې جګړې اغېزې به پر څو افغان نسلونه وځپي.

طالبانو د ویسا د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو مشرانو له بیا واکمنیدو مخکې یې افغان او بهرنیو لوریو ته ډاډ ورکړی و، چې له سولې وروسته به نرم دریځ خپلوي او د ښځو په ګډون د ټولو قشرونو حقونو ته به ژمن وي، خو د دوی له بیا واکمنیدو سره د میلیونونه نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې تړل شوي، د دې پریکړې او نورو طالب قیوداتو منتقدان بندیان شوي او ان هېواد پریښودو ته اړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...