جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامربالمعروف د ښځینه سینګارتونونو د تړلو په اړه خپل دلایل اعلان کړل

امربالمعروف د ښځینه سینګارتونونو د تړلو په اړه خپل دلایل اعلان کړل

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۱۵ مه)  د طالبانو د امربالعمروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاطف مهاجر د ښځینه سینګارتونونه د تړلو د پریکړې په اړه د دوی د رژیم دلایل په ډاګه کړل.

نوموړي ادعا وکړه، چې په دغو سینګارتونونو کې د شریعت خلاف اعمال ترسره کېدل او په لګښتونو کې یې اسراف کېده.

عاکف مهاجر زیاتوي، چې په ښځینه سینګارتونونو کې ښځو ته د نورو انسانانو (مصنوعي) وېښته کېنول کېدل چې دا کار په شریعت کې اجازه نه لري.

د هغه په وینا، په یادو سینګارتونونو کې د ښځو د وروځو وېښته اصلاح کېدل او ویستل کېدل چې دا هم د شریعت خلاف عمل دی.

مهاجر زیاتوي د ښځینه سینګارتونونو د بندېدو بل عامل اسراف دی چې په ودونو او ښادیو کې د زوم له کورنۍ ډېره اندازه پيسې اخیستل کېدې.

 د طالبانو د امربالمعروف په یوه مکتوب کې مخکې ویل شوي وو، چې یاده پریکړه د دوی عمومي مشر ملا هبت الله کړې ده.

د ښځینه سینګارتونونو په اړه د طالبانو پریکړه په پراخه کچه غندل شوې ده.

سینګارکوونکې وایي چې له مجبورۍ او د کورنۍ د سرپرستۍ لپاره یې دغه کار ته مخه کړې وه.

د ښځو د حقونو نړیوالو بنسټونو د ښځو په اړه د طالبانو پرله پسې قیودات له ټولنې د ښځو د حذفولو هڅې ګڼلي دي.

5 COMMENTS

  1. ستا ښځه چی پنجاب کی د هیرامندی ډمانو ته ځي او حتا د تخرګه ویښتان ورته خریې هغه شریعت که حلال دی که حرام ستاسو بیناموسان چی څلور او پنځه ښځی کوی او هغو سر لکه دخرو چلن کویې هغه شریعت که حرام دی که حلال تاسو بیغیرته اول دا شپیته زره کوندو ته چی له همدی درکه اولاد ته حلاله نفقه پیدا کوی معاش تعین کړی بیا کار پری بند کړی هغوی خو نشې کولی چی ستاسو ښځو غوندی زنا وکړی او پیسی پیدا کړی تاسو خو خپلی ښځی پاکستان کی خوشی کړی د همسایه زامن تر مزی اخلی او تاسو لکه د خینزیر اولاد افغانستان کی ظلم شروع کړی ډیر زر به نابود شې انشالله

  2. دا رزیلان وحشیان خو اولیه انسانان دي په داسې شریعت د نالت شي چې د ښځو له ځورولو څخه خوند اخلي!
    تف لانت پر دې مازو خیستانو ( Ma·so·chisten ) نو دادی د شریعت بله نسخه !
    انسانان علم زدکوي زمونږ دوؤسان وحشیان طالبان د ښځو له ځورولو ځخه خوند اخلي !! تف لانت پر داسې نبوغ او اسلام چې دخپل وحشت لپاره کار ترې اخیستل کیږي !!

  3. وایی د کابل د کورنیو جګړو په وخت کې له خلیفه برهان الدین رباني نه د بي بي سي خبریال وپوښتل ، چې خلیفه تاسو څو فیصده اسلام په افغانستان کې پیاده کړی دی.
    خلیفه ورته وفرمایل چې خلیفه بلایته بګیره ، 85 فیصد دین اسلام عملي شده است یعني 85 درصد مسلمانان پای پیاده ګشت و ګزار مي کنند و صرف 15 درصد هنوز هم یګان بایسکل والا اینطرف و آنطرف میګردند که عنقریب بایسکل های شان جمع آوري و به تول آهن بیکاره یا کباړ به جمهوري اسلامي پاکستان صادر خواهد شد.
    اوس ملا غیبت الله هم د داسې وحشي او اسلام ضد کسانو په لاس غواړي په افغانستان کې د اسلام ټغر ورټول کړي او د خلکو په زړونو کې له اسلام سره مینه او عقیده ضعیف او له خپل مبارک دینه داسې تور کړي چې بیا هېڅ مخ ورته را وا نه ړوي . تعصب ، افراطیت او وحشت هم حد او اندازه لري .

  4. دوی په سومبۍ ورکولو او سومبۍ وهلو روګدي دي دوی د ښځو مخونو ته نه ګوري نو سینګارخونې ځکه بندوي.
    خرو خلکو ته کار پیدا کړئ، د فقر غم وخورئ، د سواد غم وخورئ د وطن ابادۍ کې ذهن وکاروئ پریږدئ دا وړې خبرې چې ږیره ده ویښته دي او ښځې دي. افغانان شکر ټول صحیح مسلمانان دي ستاسو ناقصې مسلمانۍ پورې خاندي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب