Homeخبرونهد ښځینه سینګارتونونو په اړه د ملا هبت الله پریکړه توندو غبرګونونو...

د ښځینه سینګارتونونو په اړه د ملا هبت الله پریکړه توندو غبرګونونو سره مخ شوې

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۱۵ مه)  په کابل او ولایتونو کې د ښځینه سینګارتونونو د تړلو په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله پریکړه توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د بښنې نړیوال سازمان دا پریکړه جنسیتي تبعیض او جنایت ته ورته بللې او د ژر لغوه کیدو غوښتنه یې کړې ده.

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې طالبان په داسې پریکړو افغانستان په یوې ډېرې بې رحمې او منزوي سیمې بدلوي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت، چې دغه پریکړه عملي کوي، وایي د پریکړې دلیل به له عملي کیدو وروسته یې روښانه کړي.

یو شمېر ښځینه سینګار کوونکو ویلي، چې دا کار یې د کورنۍ د نفقې یوازینۍ وسیله وه او نه پوهیږي د کورنۍ د سرپرستۍ مسوولیت به له دې وروسته څنګه ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...