شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد م.م سرمنشي: طالبان او مخالفان یې لا هم ماشومان د جګړو...

د م.م سرمنشي: طالبان او مخالفان یې لا هم ماشومان د جګړو لپاره کاروي

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۱۵ مه)  د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې، چې د دغه سازمان د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش نقل قول هم پکې کارول شوی، د طالبانو رژیم او د دوی یوه وسله واله مخالفه ډله( مقاومت جبهه) په جګړه کې له ماشومانو په استفادې تورن شوي.

په دغه راپور کې، ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون په د نړۍ په ځینو برخو کې د ماشومانو وضعیت مخ په خرابېدو ښودل شوی او اندیښنه پرې څرګنده شوې ده.

سرچینه زیاتوي:(( په کانګو جمهوریت، اسراییل او فلسطین، سومالیا، سوریه، اوکرایین، افغانستان او یمن کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او په دغو هېوادونو کې یې د وسله والو شخړو پر مهال د ماشومانو پر ګمارنې او له هغوی سره د تاوتریخوالي پېښې ثبت کړې دي.))

  په دې راپور کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش له قوله ویل شوي: “په افغانستان کې د ماشومانو د ګمارنې او له هغوی سره د تاوتریخجن چلند ۱۷۹۷ پېښې ثبت شوي.”

  د راپور له مخې، طالبانو په تېرو کلونو کې ۴۹۴ ماشومان د جګرې لپاره ګمارلي او په ۲۰۲۲م کال کې یې ۶۹ هلکان له ملي مقاومت جبهې سره د تړاو په تور نیولي. له دغو کسانو، تراوسه ۲۹ تنه بېرته خوشې شوي او ۲ نور یې د طالبانو په توقیف کې مړه شوي.

ملګرو ملتونو راپور همدارنګه ملي مقاومت جبهه هم په جګړه کې د ۱۵ ماشومانو په استخدام تورنه کړې ده.

طالبانو او مقاومت جبهې د ملګرو ملتونو دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو مخکې داسې راپورونه تل رد کړي، خو مقاومت جبهې له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو بیا- بیا غوښتي، چې د افغانستان د بشري وضعیت او د طالبانو د ادعا شویو بشري سرغړونو د ښې څارنې لپاره له نیږدې کار وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب