شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهحقاني: افغانستان له پوځي یرغل خلاص شوی، خو نور لا هم یرغمل...

حقاني: افغانستان له پوځي یرغل خلاص شوی، خو نور لا هم یرغمل دی

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۱۵ مه)  د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ادعا لري، چې افغانستان د لویدیز له پوځي یرغله خلاص شوی، خو له نورو خواوو لا هم یرغمل دی.

هغه په پکتیا کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي، چې نړیوال پر دوی خپل فرمایشات غواړي ومني، خو دوی ورته غاړه نه ږدي او له همدې امله یې رژیم په رسمیت نه پېژندل کیږي.

حقاني ویلي:«زموږ هېواد یې یرغمل کړی دی، یوازې نظامي یرغل نه دی، دلته فکري یرغل دی، اقتصادي یرغل دی، زموږ په کلتور یرغل دی، په هر قوم او ملت کې یې داسې خلک پيدا کړي دي چې څوک حقه خبره نه شي کولای.»

طالب وزیر په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د دوی ډېر چارواکي تورن دي، چې یوازې خپله خبره او دریځ ورته په حقه ښکاري او نور ټول ناحقه بولي.

حقاني نه دي ویلي، چې نړۍ څه غوښتنې ورڅخه لري او دوی یې په کومو دلایلو نه مني.

په وروستیو ورځو کې د طالبانو یو شمېر منتقدانو په مشخص ډول د سراج الدین حقاني په نوم په یوه لویدیزه رسنۍ کې د دوی تر واکمنۍ مخکې، یوه خپره شوې مقاله بیا- بیا خپره کړې، چې هغه پکې د ښځو د حقونو د تامین ترڅنګ د بشري حقونو او ټولو افغانانو سره د ګډ نظام جوړولو ژمنې کړي دي.

شنونکي باور لري، چې طالبان نړیوالو او افغانانو سره د خپلو وعدو د نه پوره کولوله امله په رسمیت نه پېژندل کیږي، کنه نړیوالو او افغانانو ترې پټې غوښتنې نه دي کړي.

4 COMMENTS

  1. داخو دی حقیقت ویلې تاسو او بلکه ستاسو ناموس هم پاکستان یرغمل کړی ده او تاسو دپاکستان ناروا پلانونه په افغانستان که عملی کوی څوک چی ملت سره دشمنی کوی ډیر زر تباه کیږی د پاکستان د دفاع وزیر خبرو ته دی پام شته کنه او که ته صرف د مسجد له کونجه ورته ګوری

  2. هرکه پاکج مي ګذارد ، خون دل میخوریم ما
    شیشه ای ناموس عالم در بغل داریم ما
    اگر بینی که نابینا و چاه است اگر خاموش بنشینی گناه است
    که څوک وویني چې یو نفر له زهرو ډک جام د اوبو پرځای وڅښي او دی پوه نه شي چې په دې کې زهر دي او یو بل څوک هغه ووینې چې په دې جام کې زهر دي ، د دغه انسان د مرګ په جرم کې ورسره شریک دی.
    مونږ افغانان پوهېږو ، چې تاسې ټالبان په غلطه لار روان یاستئ ، افغانستان چې زمونږ د ټولو افغانانو ګډ کور دی ، په لوی لاس د پنجاب په مرداره خېټه کې وراچوئ . بنا د افغانستان د روشنفکرانو دا دین او دنده ده چې تاسو له دغه جهالته راوګرځوي .
    والسلام علی من اتبع الهدی

  3. دغه حقانیان به قوم مصلیان یا ډمان دي. اوس خبره دغې ته راغله چې ډمان د افغانستان سرنوشت ټاکي، ډیر د خواشیني ځاې دي

  4. پښتانه او د اسیايي افغانان بېدار شئ، دروند خوب بس دی، دا طالبان لکه پخواني له ۴۰ و کالونو راهيسې او د اسنادو او تحقیقاتو پر بڼسټ له ۳۲۰۰ کلونو راهيسې د غربیانو خصوصاً د غربي اروپا نانځکې دي؛«په ژبه راته په ۱۹۹۷ کال کې *لو میچل* د افغانستان د سفارت مشاور په واشنګتن کې راته وویل چه دا ټول نانځکې رواوړل کېږي او له مینځه وړل کېږي۰ د اسیا پلانونه پټ پراته دي او تاسې به وګورئ چه سخت اور به ولګېږي، بیدار شئ! یوې سولهیځې لارې نه د وطن او د خلکو چاره وکړئ! هغه یو دؤس د سویس جنرال*شتاهل* په ۱۹۹۰ کال کې راته یې وویل چه دوی یعنې غرب پښتانه له مینځه وړي، زما خبرې د اسنادو او د شاهدانو خبرو پر بڼسټ دي! دا په پاکستان کې د غرب تربیه شوي نانځکې افغانستان هغه ځای ته وړي چه آخر يې ټولهنیزه تباهي ده. دا طالبان په کوم خوب کې دي؟ اسناد:https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749
    https://www.amazon.com/1177-B-C-Civilization-Collapsed-Turning/dp/0691168385

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب