شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمتقي: نړیوال دې زموږ په اړه رسنیز راپورونه د قضاوت معیار نه...

متقي: نړیوال دې زموږ په اړه رسنیز راپورونه د قضاوت معیار نه ټاکي

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۱۵ مه)  طالبان وایي، چې د افغانستان لپاره د برتانیې د سفارت شارژدافیر رابرټ چترټن ډیکسن یې د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیدلي.

د دوی په وینا، نوموړي ویلي چې په افغانستان کې له لسیزو وروسته د امنیت او ثبات په ټینګښت سره د پرمختګ لپاره زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو د ادعا له مخې، برتانوي شارژدافیر دا هم ویلي، چې د سوداګرۍ، روغتیا او پوهنې په برخو کې ښه والی راغلی او هیله من دی چې د لندن او کابل ترمنځ اړیکي به ښه شي.

ډیکسن زیاته کړه چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې د کابل ژمنې د پوهیدو وړ دي او د نشه یي توکو د بندولو لپاره پورته شوي ګامونه هم اغیزمن دي.

متقي د دوی له وسله والو مخالفينو د نه ملاتړ په برخه کې د بريتانيا د دريځ قدرداني کړې او ټينګار يې کړی چې لندن بايد په ډاډ او حوصلې سره د دوی د پياوړتيا لپاره اقدام وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: اسلامي امارت یو ولسی حرکت دی او د تعامل پالیسي او د دولت مسؤلانه واک لري. له همدې امله دوی سره چلند باید د رسنیو د راپورونو پر بنسټ نه وي، بلکې د حقیقي او واقعي متقابل احترام په نظر کې نیولو سره وي.

ملا متقي په انګلستان کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته هم اشاره وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې په لندن کې به قونسلګري خدمات پيل شي، څو افغانان وکولای شي خپل حقوق ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب