شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د افغانستان د فرهنګ او هنر درې ورځني فیستوال ته لنډه کتنه

د افغانستان د فرهنګ او هنر درې ورځني فیستوال ته لنډه کتنه

ګویته انستیتوت په جلا وطنۍ کې:

لیکنه: محبوب الله خان

 سریزه:

ګویته انستیتوت هغه فرهنګي موسسه ده چې په تېرو دوه لسیزو کې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د الماني او افغاني فرهنګ او هنر د غوړیدا او ودې په برخه کې فعاله او ژمنه وه. کابو دوه کاله کېږي چې افغانستان د سیاسي او جمهوري سقوط تر څنګ له فرهنګي او هنري سقوط سره مخ شوی دی او افغان فرهنګیان او هنرمندان په ټوله نړۍ کې خواره واره شول. د همدې فرهنګي او هنري زیان د جبران په خاطر د ګویته انستیتوت ادارې د جرمني په برلین ښار کې د افغانستان د جلا وطنه فرهنګیانو او هنرمندانو د راغونډولو په پار د یوه درې ورځني فرهنګي او هنري فیستوال تابیا وکړه. دغه درې ورځنی فرهنګي او هنري فیستوال د ۲۰۲۳ میلادي کال د جون پر ۳۰ نېټه په برلین ښار کې پیل شواو د جولای پر ۲ نېټه د لسګونو افغان فرهنګیانو، لیکوالانو، شاعرانو او هنرمندانو په ګډون سره د افغاني فرهنګ، ادبیاتواو سینما په اړوند بحثونو، تیاتر، خطاطۍ، رسامۍ، هنری نندارو، کارتوني فلمونو، مشاعرو، افغاني موسیقۍ او اتڼ سره پای ته ورسید.

د فیستوال لومړۍ ورځ، پرانیستونکي مراسم ( د جون ۳۰ نېټه):

ګویته انستیوت په جلا وطنۍ کې، د افغانستان فرهنګي او هنري فیستوال په برلین ښار کې د اکوفرهنګي موسسې د غونډو په تالار کې د سلګونو اروپایي مېشتواو جرمن مېشتو فرهنګیانو او هنرمندانو په حضور سره د مازیګر په شپږ نیمو بجو د افغاني موسیقۍ، رباب او تبلې په غږولو سره پیل شو چې رباب یې اغلې فضیله ضمیر او تبله یې ښاغلي فریدون میا زاده وغږوله. د پرانېستونکو مراسمو چلونکې  دافغانستان نامتو نطاقه اغلې سهیلا حسرت وه. د پرانیستونکو مراسمو په پیل کې د افغانستان دوه وتلیو ښځینه شاعرانو اغلې اسیه محرابي او اغلې مژګان ساغر خپل خواږه شعرونه وړاندې کړل. د ګویته انستیتوت عمومي ریسې اغلې کرولا لینتز د خپلې پرانسیتونکې وینا  په ترڅ کې د تېرو دوه لسیزو په موده کې په افغانستان کې د ګویته انستیتوت د فعالیتونو لنډه یادونه وکړه، د یو شمېرښځینه شاعرانو نمانځنه یې وکړه او همدارنګه یې د جلا وطنه افغان فرهنګیانو او هنرمندانو د راغونډولو او په راتلونکې کې د ورته فرهنګي اوهنري پروګرامونو د جوړولو ژمنه وکړه. د پرانېستونکو مراسمو په پای کې په کابل کې د ګویته انستیتوت پخواني ریس او د همدې فیستوال مسوول ښاغلي ابراهيم هوتک په خپل تېر یو کلن زیار، تخنیکي ستونزو او د راتلونکو دوه ورځنیو فرهنګي او هنري پروګرامونو په اړه مالومات وړاندې کړل، د سلګونو افغان فرهنګیانو او هنر مندانو را غونډول یې یو ښه فرصت او ستره لاسته راوړنه وبلله. ښاغلي هوتک د خپلو خبرو په پای کې د ګویته انستیتوت له مشرانو، اداري او تنخیکي همکارانو، چمتو کوونکو او همدارنګه له لرې هېوادونو او ښارونو څخه راغلیو فرهنګیانو، لیکوالانو، شاعرانو او هنرمندانو له رتګ اوګډون مننه وکړه. په همدې ډول د فیستوال  دلومړۍ ورځې د پرانستې  مراسم د رباب او تبلې په خوندورونغمو سره پای ته ورسیدل. د یادونې وړده چې د لومړۍ ورځې په ماښام د لندن مېشتې افغان سندر غاړې اغلې الاهه سرور خودنورو سندریز کنسرت هم وړاندې شو.

د فیستوال دویمه ورځ ( دجولای لومړۍ نېټه) :

د ګویته ایستیتوت د فرهنګي او هنري فیستوال پر دویمه ورځ د افغانستان د دودیز او معاصر فرهنګ په ځانګړتیاو او د جلا وطنه یا دیاسپورا فرهنګیانو او هنرمندانو د رول تر سرلیک لاندې په تاوده بحث سره پیل شوه، د پنل یا بحث مېلمانه د افغانستان د تیاتر او سینما نامتو لوبفاړې اغلې ملالۍ زکریا او د هنر سالار ګروپ غړی ښاغلی کبیر مکمیل وو، د بحث یا پنل چلوونکی په کابل کې د ګویته انستیتوت پخوانی مشر ښاغلی ابراهیم هوتک و. په دغه بحث کې وینا والو او ګډونوالو دافغاانستان د معاصر فرهنګ او هنرد ودې او ژوندي ساتلو په اړه د لارو چارو او فرهنګي هڅو د پیوستون په اړه ګټور بحثونه وکړل.

د فیستوال د دویمې ورځې دویمه ناسته د کوچنیو کتابونو او مجلو د لیکلو په یوه روزنیز ورکشاپ و چې د اغلې ارمغان طاهري له خوا وړاندې شو. د ورکشاپ په پای کې د مارتین روټ ابتکار فرهنګي موسسې مشر ښاغلي مایک مولر وینا وکړه او افغان هنرمندانو ته د سکالرشیپونو د پروسې په اړه یې ګډونوالو ته مالومات وړاندې کړل.

ترغرمني وروسته د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونود پوهنځي استاد او نامتو خطاط ښاغلي عبد الوهاب مومند د اسلامي خط او خطاطۍ په اړه یو روزنیز ورکشاپ وړاندې کړ چې یو شمېر لیکوالو هم خپل د خطاطۍ هنر نندارې ته وړاندې کړ.

د فیستوال د دویمې ورځې په ترڅ کې د نانځکو تیاتر د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي استاد عبد الحق حقجواو ښاغلي احمد ناصر فرمولي د وتلي هنرمند لوټس ګروسمن ژباړل شوې ډرامه ( د حسن هيله ) نندارې ته وړاندې کړه. دغه د نانځکو ننداره په افغانستان کې د پرواز تیاتر ګروپ  په نوښت د وتلي ډایرکترویلند یادوژنسکی له خوا تاسیس شوی و او عبدالحق حقجو، شیرخان احمدزی او ومان ویسا یې همکاران وو.

د فیستوال د دویمې ورځې په مازیګر یوه مشاعره تر سره شوه چې رسمي برخه یې هندوستان په نوي ډیلې کې دګویته انستیتوت په څانګه کې د سیمرغ فرهنګي مرکز په همکارۍ پر مخ یوړل شوه چې اغلې نعیمه غني، مژګان ساغر، تمنا توانګر، اسیه محرابی، مریم مترا وهاب مجیر، سید محمد رضا پروا، شفیقه احمدي مریم او استاد علم ګل سحر په کې خپل خواږه شعرونه له جرمني ژباړې سره واورول او په نوي ډیلي کې استاد قاسم يې د رباب په غږولو سره شعرونو ته خوند ور وبخښه. د مشاعرې دویمه برخه ازاده وه چې د اغلې سهیلا حسرت او اغلې نسرین حمیدي له خوا پر مخ یوړل شوه. د ازادې مشاعرې په برخه کې ښاغلي سعید شینواري، عظیم نور بخش، ډاکتر محمد داوود وفا او محبوب الله خان په کې خپل شعرونه وړاندې کړل.

د فیستوال د دویمې ورځې په ترڅ کې نوښت او جلا وطنۍ کې د افغانستان د فرهنګ ساتلو په اړه یو بل بحث او پنل جوړ شو چې کوربنه یې اغلې زینب فرهمند اود بحث مېلمانه نامتو لارښود او سینماګر ښاغلی صدیق برمک،وتلې هنرمنده اغلې محبوبه مقصودي، ښاغلی محسن ساپی او اغلې شمایل شالیزۍ وو.

دفیستوال د دویمې ورځې په پای کې د اوا تیاتر ګروپ له خوا د( ډاراو هيله) تر سرلیک لاندې یوه ډرامه وړاندې شوه چې فرشتې سعادتي یې لارښوده وه او عاطفه کردي، معصومي حیدري، معصومي محمدي،میثم حبیبي، محمد رضا وکیلي، محسن احمدي، ریحانه کردي، زهرا کردي او زهرا موسوي یې تمثیل کوونکي لوبغاړي وو.

دفیستوال د دویمې ورځې په ماښام د ځوانې افغان سندرغاړې اغلې مشعل اندړ یو خوندور کنسرت له خوندورې افغاني موسیقۍ او اتڼ سره ترسره شو.

 د فیستوال درېیمه ورځ (د جولای دویمه نېټه) :

ګویته انستیتوت په جلا وطنۍ کې، دافغانستان د فرهنګي او هنري فیستوال په درېیمه ورځ تر غرمې مخکې د ماشومانو لپاره د کاغذي تیاتر ورکشاپ د وتلي ډایرکتر محمد کریم اسیر او شیر خان احمدزي په مشرۍ جوړ شو. د دې ترڅنګ د ماشومانو لپاره یو هنري سرکس د شیر خان احمدزي  او محمد کریم اسیر له خوا وړاندې شو. تر دې وروسته د افغانستان د ښځود ادبیاتو پر وړاندې ننګونې تر سرلیک لاندې یو بحث او پنل تر سره شو چې مېلمانه یې اغلې نعیمه غني او اغلې مرینا محمدي وې او کوربه یې ښاغلي ابراهیم هوتک و. د بحث ګډونوالو د خپلو کیسو او ستونزو په اړه بحث وکړ.

تر غرمې وروسته په جرمني کې د افغانستان د جلا وطنه لیکوالو او ادبیاتو په اړه یو ګټور بحث او پنل جوړ شو چې مېلمانه یې تقي  اخلاقي، هادیه ارمغان، دوکتور محمد داوود وفا او اغلې سور اصرافيل وو، د دې پنل او بحث کوربه وتلی کیسه لیکوال ډاکتر محب زغم و. په دې بحث کې دافغانستان دجلا وطنه لیکوالو په ادبیاتو فرصتونو او ننګونو باندې خبرې وشوې.

د فیستوال په په دریمه ورځ په تېرو شلو کلونو کې دافغانستان د کارتوني فلمونو یو بحث و شو چې و تلی ژورنالېست ښاغلی عظیم نور بخش او وینا وال یې محسن حسیني، لاجورد حقیقي او محمد ناصر هاشمي وو، د بحث په پای کې د بیلا بېلو هنرمندانو یو شمېر کارتوني یا انیمیشن فلمونه د سینما په پرده وښودل شول.

د فیستوال د درېیمې ورځې په مازیګر یو بل ادبي پنل او بحث په تېرو شلو کلونو کې د افغاني فرهنګ په وده د نړیوالو فرهنګي موسسو په ونډه باندې جوړ شو. د دې بحث او پنل وینا وال په کابل کې د ګویته انستیتوت پخوانی مسوول ډاکتر نوربرت شیپفتس، د کابل پوهنتون استاد راهرو عمرزاد، د هنر سالار ګروپ مشر ښاغلی امید شریفي، نامتو سینماګره اغلې ملالۍ زکریا او مدني فعاله اغلې وګمه توخي وه. د بحث کوربه د تلوع  تلویزیون نامتو بحث چلوونکی ښاغلی سعید شینواری و.

د دې ترڅنګ د فیستوال د درېیمې ورځې په پای کې د اغلې سحرا کریمي او زمرین وحدت فلمونه نندارې ته وړاندې شول او همدارنګه د تیاتر یوه ننداره (د برلین شهر نو) چې د اغلې مینا جواد، ترکان عمري، شمایل شالیزۍ او او هېواد لاروي له خوا په هنري تمثیل سره وړاندې شوه. د یادونې وړ ده چې درې ورځني فیستوال په ترڅ کې د (بوخ بکس) خپرندویه موسسې د کتابونو نندارتون هم جوړ شوی و چې د یو شمېر افغان او بهرنیو لیکوالو کتابونه نندارې اېښودل شوي وو، همدا رنګه د افغانستان د انځورګرانو نامتوهنري ډلې (هنر سالار ګروپ) د انځورګرۍ د هنر ننداره د دې ډلې د مشر امید شریفي اوغړي کبیر مکمل انځورګري د دې فرهنګي او هنري فیستوال یوه مهمه برخه وه، د هنر سالار ډلې د برلین پر دیوالونو دافغان نجونو او مېرمنو اوسنی حالت په ژوندۍ بڼه ترسیم کړ.

د یادونې وړ ده چې د فیستوال ټولې ویناوې د افغانستان په ملي ژبو پښتو او دري باندې ترسره شوې چې د ژباړونکي ماشین په وسیله جرمني ته هم ژباړل کېدلې.

 همدارنګه په برلین کې د (کابل نايټس) رستورانت ټولو افغان ګډونوالو ته خوندور افغاني خواړه چمتو کړي وو او د دې ترڅنګ د ګویته انستیتوت ادارې د افغاني چای د څښونکو لپاره ښه ترتیب په پام کې نیولی و.

دفیستوال د درېیمې ورځې په ماښام د رپ سندرغاړو د هنري ډلې ( اې کې ۱۳ ) یو مست کنسرت اجرا کړ او د کنسرت په پای جرمني او افغان ځوانانو یو ګډ افغاني اتڼ د فیستوال پای ته ښکلا وبخښله.

1 COMMENT

  1. ښاغلی محبوب الله خان صاحب السلام علیکم. ډیر په زړه بورې راپور مو لیکلی. کورمو ودان. دا راپور نه، بلکې یو غوره زیری و. دا چی افغانان دپردیسی په سختو شرایطو کی بیاهم د خپل کلتور او فرهنګ دځلولو او معرفی چاری نه هیروی، د قدر وړ ګام او ښه زیری دی. غواړم په درناوی سره یوه یادونه وکړم چی دغه انستیتوت تیرو شلو کلونو کی د یادونی وړ کارونه کړی، مګر دا ددی معنا نلری چی دا انسیتوت فقط تیرو شلوکلونو کی افغانستان کی وو، بلکی دا مخکی هم و، خو د نویمو کلونو د تنظیمی جګړو له امله یی چاری په ټپه دریدلی وی، شل کاله مخکی دوباره پیل شوی. نه پوهیږم میرمن ک. لینتز ولی د پخوانی وخت یادونه نه ده کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب