شنبه, اکتوبر 5, 2024
Home+نامحدوده خوشالي | ژباړه او زیاتونه: رحمت شاه فراز

نامحدوده خوشالي | ژباړه او زیاتونه: رحمت شاه فراز

د روڼتیا په لور

له شیواني ورما سره د ټلویزوني مرکو لړۍ

لومړۍ مرکه

مرکچي:  خوشالي څه معنا لري؟

شیواني: هغه یوازینی شی چې موږ ټول يې په لټه کې یو او توپیر نه کوي، چې څه کوو، څه ډول اړیکې جوړوو، کوم څه لاسته راوړو، د ټولو تر شا یوازینی هدف دا دی، موږ ټول د خوشالۍ په لټه کې یو.

مرکچي: او د څه شي په واسطه غواړو، دغه خوشالي لاسته راوړو؟

شیواني: له مختلفو لارو یې غواړو، هغه که دارايي وي، توکي، جایداد، خلک او یا یوه لاسته راوړنه وي. له ځانه وپوښته، چې دا ټول ولې غواړې؟ له بل چا پوښتنه وکړه، چې څه شی غواړې؟ ځواب به درکړي، چې بریالیتوب غواړم. بله پوښتنه ترې وکړه، چې ولې بریالیتوب غواړې؟ ځکه چې د خوشالي احساس راکوي. ولې غواړې پلانکی شی خریداري کړې؟ ځکه چې ما او زما کورنۍ ته خوشالي را کوي. له پلانکۍ اړیکې څه غواړې؟ خوشالي غواړم. نو ګورو، چې بلاخره هر څوک د هماغه یوه لفظ په لټه کې دي: خوشالي.

مرکچي: نو خوشالي نامحدوده کله ده، دلته خو داسې ښکاري، چې خوشالي محدوده ده، دغسې نه ده؟

شیواني: بالکل دغسې ده. آن په دې هم نه پوهېږو، چې خوشالي شته هم او که نه.

مرکچي: سمه ده، خو که د مؤقت وخت لپاره هم وي، شته خو. مثلاً یو ماشوم له لوبتوکي سره لوبې کوي، خوشاله وي، خو چې مات شي، ماشوم نوی لوبتوکی غواړي، بیا بل او بیا بل. نو اصلاً موږ د څه شي په لټه کې یو؟ که خوشالي غواړو، نو خوشالي خو باید د لمس وړ وي یا که نور نه وي، دایمي او تلپاتې خو دې وي؟

شیواني: بالکل باید دایمي وي او همدا تر ټوله مهمه هم ده. خو که خوشالي یو داسې شی وي، چې زه يې خوښوم، زه يې هیله لرم، یا زما لپاره طبیعي وي، نو باید په یوه خارجي توکي يې تکیه نه وي، ځکه که تکیه يې پر یو بل څه وي، نو بیا هغه شی تلپاتې او ثابت نه شي کېدلی.

مرکچي: څنګه کېدلی شي، چې ته د یو شي هیله ولرې، خو هغه دې په یوه بل شي پورې تړلی نه وي؟

شیواني: ځکه چې که موږ هغه شی له خپل ځان نه دباندې لټوو، نو بیا مو په یوه بل شي تکیه کړې ده. د مثال په ډول، زه هغه وخت ښه احساس کوم، چې موسم ښه وي، نو په دې ځای کې زما احساس په موسم پورې تړلی.

مرکچي: سمه ده، خو څنګه کېدلی شي، چې ته له یوې هیلې او په یوه شي له تکیې پرته خوشاله شې؟

شیواني: بالکل؛ دا یو له پخوانیو اعتقادي سیسټمونو څخه ده، چې موږ له ډېرو لرغونو وختونو راهیسې ژوند ورسره کوو. موږ په دې فکر یو، چې خوشالي باید له دباندې څخه ترلاسه کړو. هغه که له یوې لاسته راوړنې څخه وي، له خلکو څخه او یا بل هر کار چې کوو. موږ وایو، چې که دا کار وکړم، نو د خوشالۍ احساس به وکړم.

دغه معادله تل په همدې ډول وه، چې کله یو کار سرته ورسېږي او په سم ډول سرته ورسېږي، هله به د خوشالۍ احساس کوو او زموږ خوشالۍ په دې پورې تړلې وه، چې یو کار په سم ډول ترسره شي. دا کیسه له ډېر پخوا څخه په همدې ډول را روانه ده. مور او پلار خپل ماشوم ان له ماشومتوبه همداسې تربیه کوي، چې که دې ښې نمرې واخیستې.

مرکچي: نو موږ به د خوشالۍ احساس وکړو؟

شیواني: بالکل؛ د خوشالۍ احساس به وکړو او یا که هغه پلانکی کار سرته ورسوې، نو د خوشالۍ احساس به ولرو یا چې ښایسته ښکاره شې، نو موږ به خوشاله شو.

مرکچي: آیا په دې ډول په ماشوم ډېر بار نه ور اچوو؟ چې د خپل پلار د خوشالي لپاره باید پلانکی کار وکړم او د مور لپاره بیستانکی کار وکړم؟

شیواني: همداسې ده او ورو، ورو دغه شی په دې پورې شرطي شي، چې کله مې مور او پلار د خوشالۍ احساس وکړي، نو هله به زه خوشاله کېږم.

مرکچي: اوه زما خدایه! په دې معنا چې زه باید ډېر زیات کارونه سرته ورسوم. درس باید ووایم، مطالعه وکړم، په ټولګي کې ښې نمرې واخلم، بیا به مې پلار خوشاله کېږي، استاذ به مې خوشاله کېږي…

شیواني: او دا شرط هم ورپورې غوټه شوی، چې هر کله دوی خوشاله شول، نو بیا به زه خوشاله کېږم.

مرکچي: او که دوی خوشاله نه شول؛ یعنې له دې ټولو کارونو سره سره، زما مور او پلار هېڅ خوشاله نه شول؟

شیواني: نو که مې مور او پلار هېڅ خوشاله نه شول، نو زه څنګه خوشاله کېدلی شم؟

مرکچي: دا موضوع بیخي پېچلې ده. داسې نېغ او اسانه لاره نه لرو، چې خپلو لوستونکو ته د خوشالۍ معنا تشریح کړو او دا چې خوشالي په څه ډول لاسته راوړلی شو، بې له دې چې پر دومره ډېرو شیانو تکیه وکړو؟

شیواني: لومړی باید دا وګورو، چې زموږ خوشالي په کوم ځای کې پر یوه بل شي تکیه ده. د خوشالۍ تر ټولو ژورې اتکاوې دا دي، چې مثلاً په لاسته راوړنو یا خلکو پورې زموږ خوشالي تړلې وي. خو د خوشالۍ تر ټولو ساده تکیه چې موږ يې هره ورځ تجربه کوو، په شیانو پورې ده. د مثال په ډول، زه به هغه وخت خوشاله شم، چې نوی موټر واخلم یا نوی کور واخلم یا دا چې که خریداري ته ولاړه شم، نو د خوشالي احساس به وکړم.

مرکچي: سمه ده، په دې کې څه ستونزه ده، ان زه هم په دې کارونو خوشالېږم، ولې دا طبیعي نه ده؟

شیواني: مهمه خبره دا ده، چې حقیقت هم همداسې دی، چې موږ فکر کوو؟

مرکچي: په دې کې خو شک نشته، چې که نوی موټر واخلم، د خوشالۍ احساس به کوم؟

شیواني: سمه ده، چې که موټر واخلې، خوشاله به شې. خو مهمه دا ده، چې آیا دغه خوشالي موټر درکوي؟

مرکچي: هممم. په دې نو غور پکار دی.

شیواني: زه په دې خوشالېږم، چې نوی موټر واخلم. دا په دې معنا چې که نوی موټر نه وي، نو بیا؟ اصلي پوښتنه همدلته پیدا کېږي. بله دا چې دا په دې معنا هم ده، چې که لس ورځې وروسته موټر لږ خراب شي یا زیان وویني، نو خوشالي به مې بېرته اغېزمنه شي، ځکه ما ځان په دې باور پورې شرطي کړی، چې دا موټر دی، چې ماته خوشالي را کوي. مګر حقیقت خو دغسې نه دی!

مرکچي: نو بیا حقیقت څه دی، هغه څه دي چې ماته خوشالي راکوي؟

شیواني: موږ په لوړه بیه نوی موټر اخلو یا ان د نړۍ تر ټولو ګرانبیه موټر رانیسو. په موټر کې کېنو. موټر ډېر زیات اراموونکی دی. څوک د دې ارامتیا احساس کوي؟ زما بدن. موټر ډېر ښه سیټونه لري، د موسیقي مجهز سیسټم لري، قوي ماشین او پیاوړی اې سي لري. په دې معنا، چې د فزیکي ارامتیا ټول توکي لري. زه په موټر کې ځان ارامه احساسوم او ځانته وایم، چې ډېر ښه احساس کوم. خو په همدې شېبه کې زنګ راځي او خبرېږم، چې په کور کې ناوړه پېښه رامنځته شوې. ایا خوشالي به مې اوس هم پاتې شي؟

مرکچي: نه.

شیواني: خو زه اوس هم ارامه یم.

مرکچي: اوه، ډېر ښه ځواب.

شیواني: زه لا هم ارامه یم. موټر لا هم په خپل ځای دی. زه لا هم په موټر کې یم. بله دا چې موټر د دې لپاره ډیزاین شوی وو، چې ماته فزیکي ارامتیا راکړي او دغه فزیکي ارامتیا به بې له دې چې دباندې څه پېښېږي، په هر حالت کې رابښي.

مرکچي: اوه، نو ارامتیا او خوشالي دوه بېل شیان دي؟

شیواني: بالکل؛ دواړه یو تر بله سره بېل دي.

مرکچي: څومره ښه!

شیواني: هر هغه شی چې فزیکي دی، د دې لپاره ډیزاین شوی، چې ماته فزیکي ارامتیا راکړي. په کومه څوکۍ چې زه ناسته یم، فزیکي توکی دی او ماته فزیکي ارامتیا راکوي، خو زه ځانته وایم، چې څوکۍ ماته خوشالي رابښي.

مرکچي: نو دغه ستونزه له کوم ځایه را پیل شوه؟ هدف مې دا دی، چې غلطي مو په مفکوره کې ده او که په کوم غلط باور اخته شوي یو؟

شیواني: خبره دا ده، چې موږ له ماشومتوبه همداسې شرطي شوي او ورسره را لوی شوي یو، خو اوس د دې اړتیا ده، چې د خپلو باورونو سیسټم وننګوو او نقد يې کړو.

مرکچي: ممکن په ماشومتوب کې به چې مور او پلار یو شی راته اخیستل، چې مثلاً ماشوم ته به پلانکی شی واخلو، ماشوم به مو خوشاله شي. چکر ته به يې بوځو، خوشاله به شي. مېلې ته به يې یوسو، خوشاله به شي. آیا په همدې ډول شرطي شوي یو؟

شیواني: بالکل؛ خو اوس باید په دې ځان پوه کړو، چې زه تر ټولو ښه کور، تر ټولو ښه موټر، په کور کې هر ډول توکي او سامان، د خپلې خوښې هره ټکنالوژي لرم؛ نو که همدې شیانو ماته خوشالي راکولی، نو زه بیا په خوشالي پسې ولې ګرځم؟ یا لږ تر لږه د خوشالي لټون خو باید ختم شوی وای. په کور کې هر څه شته‎، یوازې نوم یې واخله او هغه توکی به موجود وي، خو زه لا هم د هغه احساس یا خوشالي په لټه کې یم. نو دا په دې معنا ده، چې توکي ماته هغه احساس نه شي رابښلی. توکو یوازې ماته ارامتیا راکړه، هغه که کمپیوټر وي، انټرنټ، موبایل، یا بل هر څه چې وي، دې ټولو زما ژوند ارامه او هوسا کړ…

مرکچي: هغسې چې تا وویل، وبښه چې ستا خبره مې ونیوله، دغه ارامتیا هم هغه وخت نوره نه پاتې کېږي، چې کله په موبایل یو څوک خبر در کړي، چې مثلاً یوه ناوړه پېښه رامنځته شوې. نو اوس دغه ارامتیا څه شوه؟

شیواني: فزیکي ارامتیا لا هم شته.

مرکچي: خو نور دغه فزیکي ارامتیا نه احساسوې، ځکه کوم خبر دې چې واورېده، هغه مهم دی او دردوونکی دی. آیا درد په ارامتیا برلاسه کېږي؟

شیواني: نه! وګوره، ته په موټر کې ناست یې، ملا دې سیده ده، ارامه یې، پښې دې ارامه دي، هر څه په خپل حال ارامه دي. خو ستا ذهن د دغو نویو معلوماتو له امله ناڅاپي یو درد ایجاد کړ. اوس چې ذهن نارامه دی، نو خبره د ذهن او مادې شوه. او ذهن چې په درد کې وي، فزیکي ارامتیا نه محسوسوو. دلته په اصل کې (زه) نارامه دی. (زه) څوک دی؟ (زه) هغه څوک دی، چې نارامه دی. سمه ده، چې بدن مې ارامه دی، خو په همدې شېبه کې (زه) نارامه دی.

مرکچي: دغه (زه) بیا څوک دی؟

شیواني: (زه) هغه څوک دی، چې د خوشالي په لټه کې دی. دمګړۍ فزیکي ارامتیا هېڅ اهمیت نه مومي یا د دې برعکس هم کېدلی شي، چې له فزیکي اړخه به نارامه یم، مثلاً په کلکه ځمکه به مې پرلت وهلی وي، خو په درون کې به ډېر زیات خوښ او ارامه یم.

مرکچي: همدې حالت ته څنګه رسېدلی شو؟

شیواني: داسې چې په دې ځان پوه کړو، چې فزیکي ارامتیا له ذهني ارامتیا څخه بېله ده او دواړه باید سره ګډ نه شي.  د فزیکي ارامتیا په نشتون کې مو چې کله دروني ارامتیا او دروني ثبات، چې خوشالي يې بولو، تجربه نه شو کړای، نو فکر مو وکړ چې که فزیکي ارامتیا نه وه، نو په دې معنا ده، چې خوشالي هم نشته. همدا سبب دی، چې موږ خوشالي په پیسو اخیستل پیل کړه. موږ ټول هڅه کوو، چې خوشالي په پیسو واخلو. که زه پلانکی او پلانکی توکی وپېرم، چې دغه لیست هېڅ پای نه لري، نو خوشاله به شم. سمه ده، د دې شیانو اخیستل سم کار دی، خو یوازې دا ټکی مه ورسره اضافه کوئ، چې که هغه پلانکی شی را ونیسم، نو خوشالي به مې په برخه شي. بس همدا جمله باید ترې وباسو. زه یو شی په پیسو رانیسم، ولې؟ ځکه چې ګټور دی، ارامتیا بښونکی دی او مفید دی. خو ایا خوشالي هم پکې شته ؟ نه! په دې ډول به لږ تر لږه په دې پوهېدلې یم، چې هغه توکی ولې رانیسم.

مرکچي: او په دې ډول هر څه درته واضح کېږي؟

شیواني: بالکل؛ هر څه واضح دي. که نور نه وي، خپل ذهن ته دا خبره نه کوم، چې که هغه پلانکی شی واخلم، نو بیا به خوشاله شم، ځکه په دې ډول زما خوشالي لا زیاته ځنډېږي.

مرکچي: او وار په وار شرطي کېږي.

شیواني: همداسې ده. مثلاً زه یو نوی کور جوړوم. ځان سره وایم، چې کله دا کور جوړ شي او کله چې دې کور ته ور کډه شم، هله به خوشاله شم، او دغه موده یو کال هم کېدلی شي، دوه کاله هم او…

مرکچي: خو کله چې هلته ور کډه کېږې، نو بیا وایې، چې کله مې د خوب تخت وپېره، چې کله مې ونې پکې کېنولې، چې کله دا او دا شی ولرم…

شیواني: او په دې ډول زه یو ځل بیا خپله خوشالي تر راتلونکي نامعلوم مهاله پورې ځنډوم او هر ځل دا کار کوم. ان له ماشومتوبه يې را ونیسه. مثلاً یو ماشوم په ښوونځي کې ده، موږ د ښوونځي ماشوم ته ګورو او وایو چې د شاګردي ژوند بهترین ژوند دی. خو ماشوم خپلو لویانو ته ګوري او وايي، لویان ډېر نېکمرغه دي، نه کورنۍ دنده کوي، نه امتحانونه لري، څومره خوشبخته دي، کاش چې زه هم د دوی په ځای وی.

 خو ماشوم خپله خوشالي له ښوونځي دباندې ویني. وايي چې، که پوهنتون ته ولاړ شم، ډېر زیات به خوشاله شم. بیا پوهنتون ته هم ورسېږي، خو بیا وايي چې یو ځل دنده واخلم، واده وکړم او یوه کورنۍ ولرم، هله به ډېر زیات خوشاله شم، چې یو ځل مې د ماشومانو ژوند برابر شي، هله به مې اصلي خوشالي په برخه شي. بیا ګوري، چې د اولادونو ژوند یې هم جوړ دی، خو بیا وايي، چې یو ځل تقاعد واخلم، بیا به ډېر زیات د خوشالۍ احساس وکړم. خو پوښتنه دا ده، چې اصلاً څه وخت به خوشاله کېږم؟ ځکه چې موږ خو تل خپله خوشالي تر هغه وخته ځنډوو، چې کله … بیا وایو، چې موږ به هغه وخت خوشاله شو، چې کله …  چې په دې ډول هر ځل یو نوی تش ځای موجود وي او موږ هر ځل ځانته همدا خبره کوو، چې کله دا کار وشي، هله به خوشاله شم.

مرکچي: آه، څومره غمجنوونکی داستان دی!

شیواني: همدا وجه ده، چې خوشاله نه یو، ځکه چې غمجنوونکی دی! ههه

مرکچي: همدا لامل دی، چې ډېری کسان وینو، چې شتمن دي، چورلکې لري، خپلې شخصي الوتکې لري، خپلې کښتۍ لري، او بیا هم له یوه مندره بل مندر ته ځي، له یوه ګرو نه بل ګرو ته ور روان وي. دلته لاړ شه، هلته لاړ شه؛ او تېر اخر دوی غواړي څه؟ خوشالي! چې لا هم ورته رسېدلي نه دي.

شیواني: هو. دا زموږ د ټولو مشترکه کیسه ده.

مرکچي: او دا کیسه ان له ماشومتوبه پیل شوې؟ ځکه چې زما پلار هم همداسې کړي، د هغه پلار (زما نیکه) هم همداسې کړي وو…

شیواني: او دا همداسې دوام کوي.

مرکچي: څنګه دې لټون ته د پای ټکی ایښودلی شو یا يې بدلولی شو؟

شیواني: لومړی، باید په دې ځان پوه کړو، چې ارامتیا او خوشالي دوه جلا شیان دي، او دوهم دا چې په دې باید ځان پوه کړو، چې دا زما خپل دروني ایجاد دی او زه دغه دروني حالت بې له دې چې دباندې څه پېښېږي، پخپله ایجادولی شم.

مرکچي: دلته نو خبره لږ مغلقه شوه. زما داخلي ایجاد؟ او…

شیواني: وګوره، ما موټر واخیسته او بیا مې وویل، چې زه خوشاله یم. موټر فزیکي دی او هېڅ احساسات او عواطف نه لري، نو ښکاره ده چې موټر ماته خوشاله نه راکوي. نو په اصل کې څه شی ماته خوشالي راکوي؟ زه په خپل ذهن کې یو فکر جوړوم، چې (واه، موټر مې واخیست! بلاخره مې هغه څه واخیستل، چې هیله مې يې لرله.) دا ټول ډېر ښه فکرونه دي، همداسې نه ده؟

مرکچي: بالکل؛ ښکاره ده، هېڅ ضرورت نشته، چې ته یو ماشوم ته وګورې، چې یو ماشوم له خپلو لوبتوکو سره خوشاله دی یا له خوشالۍ په کالو کې نه ځایېږي. یا یو سړی له خپل موټر نه خوند اخلي یا همداسې یوه ښځه د خپلې غاړې له امېل سره خوشاله ده. آیا همدا خوشالي نه ده؟

شیواني: هو. خو آیا د غاړې امېل دا خوشالي وربښي او که هغه ښځه پخپله دا فکر کوي، چې دا چې زه د غاړې امېل لرم، ځکه خوشاله یم.

مرکچي: خو دغه فکر له امېل پرته نه شي راسره پیدا کېدلی، که یا؟

شیواني: هو. دا په دې معنا ده، چې زه یوه شي ته د انګېزې په ډول ضرورت لرم، چې یو غبرګون وزېږوي. نو دا په اصل کې توکی دی، چې غبرګون زېږوي.

مرکچي: سمه ده.

شیواني: هغه شی هر څه کېدلی شي. مثلاً تا وویل، د غاړې امېل. د غاړې امېل یو توکی دی. زه دې توکي ته ګورم، او یو فکر ایجادوم.

مرکچي: دغه فکر ایجادېږي او که يې زه پخپله ایجادوم؟ ځکه چې زه د غاړې امېل ته ګورم…

شیواني: هو. امېل ته له کتلو وروسته، څوک دغه فکر کوي؟ زما په لاس کې یو ډېر ښایسته امېل دی.

مرکچي: په ما ګران دی، ډېر زیات ورته خوشاله یم…

شیواني: هو. خو دا فکر څوک کوي، چې څومره ښایسته امېل دی؟

مرکچي: دا یوه پېچلې پوښتنه ده؟ آیا زه دا فکر کوم، او که دا فکر له دې امله پیدا کېږي، چې زه د غاړې امېل لرم؟

شیواني: د غاړې یو فزیکي امېل! هېڅ فکر او احساسات نه لري. فزیکي توکی دی. زه دې امېل ته ګورم او زه یو فکر جوړوم، «څومره ښایسته امېل یې راته ډالۍ کړ، یا مې واخیسته!»

خو که لس دقیقې وروسته یو څوک اطاق ته راننوځي او راته وايي، دا امېل تاسره ښه نه ښکاري.

مرکچي: یا جعلي امېل دی!

شیواني: ههه! سمه ده، جعلي دی! نو اوس دغه غبرګون څوک ایجادوي: «رښتیا؟ امېل ښایسته نه دی؟ څنګه يې جرأت وکړ، چې ماته يې دا خبره وکړه… او همداسې نور…»

هماغه امېل دی. خو دوه مختلف فکرونه. نو که چېرته هغه محرک، د غبرګون سبب وو؛ نو هغه محرک به بې له دې چې دباندې څه پېښېږي، یو شان غبرګونونه زېږول. هماغه یو امېل زه لسو کسانو ته ښیم، نو آیا د هغه امېل له لیدو وروسته به له ټولو سره یو ډول فکر پیدا کېږي؟

مرکچي: نه!

شیواني: ممکن یو به وايي، چې اوه، دا ډېر دروند دی، زه يې نه شم په غاړه کولی، هېڅ مې خوښ نه شو. ممکن بل به وايي، چې زما ګاڼه هېڅ نه خوښېږي. بل به وايي، چې ما همدا امېل له خدایه غوښته. یو بل به وايي، اوه خدایه! څومره ګرانبیه دی، زه يې وس نه لرم. امېل هماغه یو دی. آیا دغه فزیکي توکي هغه افکار پیدا کړل؟

مرکچي: نو د امېل په مقابل کې زما غبرګون هغه فکرونه ایجاد کړل؟

شیواني: همدا غبرګون پخپله زما فکر دی.

مرکچي: نو دا چې غبرګون زه ښیم، نو په اصل کې فکر هم زه ایجادوم؟

شیواني: هو. زه يې ایجادوم…

مرکچي: نو زه یا خفګان ایجادوم او یا خوشالي؟ مثلاً زه يې پېرلی نه شم، نو وایم، «اوه، خفه یم» یا وایم، «امېل ښکلی نه دی یا جعلي دی.» یعنې ته غواړې ووایې، چې همدا موږ یو، چې فکر ایجادوو؟

شیواني: بالکل همدا موږ یې کوو. موږ کولی شو، چې یا د خوشالي فکر وکړو، یا د حسد فکر وکړو؛ د هماغه یوه امېل په غبرګون کې! او یا د دردمن کېدو فکر وکړو، لنډه دا چې هر ډول فکر کېدلی شي. خو محرک هماغه یو دی. توکی هماغه یو دی. دا خبره باید واضح وي، چې که چېرته توکي فکر ایجادولی، نو بیا يې باید د هر چا په ذهن کې یو شان فکر ایجاد کړی وای، ځکه چې توکی نه دی بدل شوی.

مرکچي: اوه څومره ښکلې خبره دې وکړه… یو ځل يې بیا تکرارولی شې… که چېرته توکي …

شیواني:  دغه توکی، هغه که موټر، ګاڼه او یا دغه ښکلی بڼ وي؛ که چېرته دغه توکی فکر زېږوي، نو بیا به په هر لیدونکي کې یو شان فکر ایجادوي. دغو شنو ونو ته وګوره. ممکن یو کس ووايي، چې واه، څومره ښکلی بڼ دی، له طبیعت سره نږدېوالی خپل خوند لري. ممکن یو بل کس بې تفاوته له بڼ څخه تېر شي او هېڅ شي ته يې توجه ونه کړي.

مرکچي: ممکن ووايي، چې ولې یې دومره ډېره ځمکه په ونو ضایع کړې. ما به پکې څو ودانۍ او اپارتمانونه جوړ کړي وو، څومره ساده خلک دي.

شیواني: په دې معنا چې هماغه یوه محرک ته بېلا بېل غبرګونونه! محرک یو دی، خو غبرګونو ګڼ! او غبرګون د ایجادوونکي انتخاب دی! او ایجادوونکی زه یم.

مرکچي: زه، چې د غبرګون ایجادوونکی یم، خوشالي یا خفګان یا بل هر څه چې وي، پخپله ایجادوم. دا ډېر ښه ځواب دی، شیواني خورې! او ګڼې پوښتنې مې ورسره ځواب شوې. خو له محرک پرته به یو څوک څه کوي؟

شیواني: یو ځل چې زه پوه شم، چې فکر زه پخپله جوړوم. تر دې دمه موږ په دې نه پوهېدلو، چې د فکر ایجادوونکي موږ یو. موږ په دې فکر وو، چې فکرونه د کوم شي له امله پیدا کېږي! مثلاً د یوه توکي له امله! یا مثلاً د چا د یوې خبرې له امله! مثلاً ته یوه داسې خبره وکړې، چې زما په نظر هغه بده خبره وي، نو زه خفه شم. دا چې زه هېڅ نه پوهېدلم، چې دغه فکر ما پخپله ایجاد کړی، نو ځکه لنډ تاته وایم، چې خفه دې کړم.

مرکچي: په څه شي؟

شیواني: په خپلو خبرو! تا هر څه چې وویل، زه دې خفه کړم. زه په دې فکر وم، چې دا هر څه له دباندې راځي، نو اوس درته وایم، ته باید له ماسره په احترام خبرې وکړې، تر څو ښه احساس وکړم.

مرکچي: باید بښنه وغواړم؟

شیواني: بالکل؛ ته باید بښنه وغواړې؛ په دې چې تا کله بښنه وغوښته، نو زه به ښه احساس وکړم. همدا تکیه او انحصار دی.

مرکچي: مثلاً زه به درته وایم، چې زما هغه مطلب نه وو، زما هدف بل څه وو…

شیواني: هر څه چې وي. خو زه خفه یم او تا خفه کړې یم. وګوره، دغه سلسله په همدې ډول دوام کوي. زه ستا له امله خفه یم، زه ستا له امله غوسه یم، ستا له لاسه مې اعصاب خراب دي، ستا له امله کینه کوم او ان ستا له امله خوشاله یم.

مرکچي: اوه زما خدایه! نو که هر شی زما د شاوخوا خلکو له لاسه وي، نو زه څه شی کوم؟ زه د خپل ځان هېڅ مسؤلیت نه لرم؟

شیواني: نه مسؤلیت لرم او نه هم کنټرول لرم. که موږ تل په خارجي شیانو پورې تړلي یو، نو څومره بې وسه یو!

مرکچي: آیا دا یوه کمزوري نه ده؟

شیواني: خو آیا نن ورځ موږ په همدې ډول ژوند نه تېروو؟

مرکچي: نه، هدف مې دا دی، چې آیا موږ کمزوري نه یو، چې له پلانکي کس پرته څه نه شم کولی یا له پلانکي توکي پرته څه نه شم کولی، نو یو ډول تړلي نه یو؟ او که دې موضوع ته ژور نظر وکړو، نو آیا ډېر د کمزوري احساس نه کوو؟ او څومره غمجنوونکې ده، چې موږ دومره ډېر تړلي او پر نورو شیانو مو تکیه ده.

شیواني: همدا وجه ده، چې موږ خوشاله نه یو، ځکه چې غمجنوونکې ده. همدا سبب ده، چې موږ خوشاله نه یو. خو چې پوه شم، چې دا ټول یو وهم دی. هغوی ما نه کنټرولوي، زه په هغوی پورې تړلې نه یم، زه د فکر په جوړولو کې انتخاب او واک لرم، مستقل یم؛ چې همدا وجه ده، روحانیت یا تصوف تر ټولو ړومبی خپلواکي درکوي او نور ته خپلواک کېږې،  او له ټولو هغو انحصارونو راوځې، چې فکر دې کاوه، ته ورپورې تړلی یې. او دا چې دغه فکر دې غلط وو. کاملا غلط. موږ په پټو سترګو خپله خوشالي ځنډوله او ځنډوله او ځانته مو ویل، چې زه څنګه خوشاله کېدلی شم، تر څو چې هغه پلانکی توکی ونه لرم.

مرکچي: دغه ټکی لږ پېچلی دی، یعنې زه له هغه شي پرته څنګه خوشاله کېدلی شم؟

شیواني: سمه ده. توکي به پرېږدو. خو لاسته راوړنې څنګه؟ مثلاً یوازې هماغه خلک به خوشالي وي، چې لاسته راوړنې لري. زه غواړم، چې دغه پلانکي هدف ته ورسېږم او باید ورته ورسېږم، خو زه هغه ځای ته نه یم رسېدلی، نو زه څنګه خوشاله کېدلی شم؟ خوشاله به هغه خلک وي، چې هغه څه ته ورسېږي، چې غواړي يې. موږ تل په همدې فکر وو او ان له ماشومتوبه همدا را ښودل شوي دي.

مرکچي: زه تل په دې فکر وم، چې دا هر څه ډېر طبیعي او عادي دي. مثلاً که زه له درې ځله هڅو وروسته هم د یوې دندې په ترلاسي کې پاتې راځم، نو له خفګان سره به مخ کېږم. او ما فکر کاوه، چې دا یوه عادي خبره ده.

شیواني: ځکه چې موږ په دې فکر وو، چې زما خوشالي د دندې په ترلاسي پورې تړلې ده او دا ډېره عادي ده. موږ په همدې فکر وو، چې دا نورمال حالت دی. همدا سبب دی، چې موږ فکر کوو، چې خفګان عادي خبره ده، د سټریس احساس عادي خبره ده، اندېښنه کول عادي خبره ده، وېره عادي ده، غمجن کېدل عادي خبره ده. او په ژوند کې یو نیم ځل خوشاله کېدل هم عادي خبره ده. ههه!

مرکچي: خو که زه دا خبره یو چاته وکړم، نو په مخ به څپېړه رانه کړي، چې ځه هسې چټیات مه سره غږوه. له ماسره دغه کار شوی، پلانکی کار را سره شوی، او دغه ټولې ستونزې چې وینې. خو ته وایې، چې دا هر څه شرطي شوي دي، او دغه فکر غلط دی، او یا غلط باور دی؟

شیواني: ستونزې، سمه ده؛ ننګونې، سمه ده؛ حالات، سمه ده؛ دا یو هم زموږ په لاس کې نه دي، خو د خفګان احساس پیدا کول زموږ خپل انتخاب دی.

مرکچي: ستونزې، سمه ده؛ ننګونې، سمه ده؛ حالات، سمه ده؛ ناکامي، سمه ده؛ خو یوازې خفګان زما خپل انتخاب دی؟

شیواني: بالکل همداسې ده، ځکه چې نور هر څه دباندې دي.

مرکچي: خو همدا خارجي دنیا زما حالت را خرابوي، پرېشانه کوي مې، که داسې نه ده؟

شیواني: دا زموږ خپل انتخاب دی. آیا دغه خارجي دنیا ټول کسان په یوه اندازه پرېشانه کوي؟ مثلاً یوه ناکامي ده، خو ممکن یو نفر يې له امله په ژور خفګان اخته شي؛ یو بل ممکن ځانوژنه وکړي؛ خو یو بل ممکن ووايي، چې سمه ده، زه یو ځل بیا هڅه کوم. یو بل يې ممکن هېڅ په کیسه کې نه شي. ناکامي هماغه یوه ناکامي ده. خو غبرګونونه ورته مختلف دي.

مرکچي: ناکامي یوه ده، توکی یو دی…

شیواني: خلک هم هماغه دي…

مرکچي: حالات یو ډول دي…

شیواني: نړۍ هم یوه ده…

مرکچي: خو د هر کس غبرګون مختلف دی او دا غبرګون زما په خپل واک کې دی؟

شیواني: بالکل؛ همدا وجه ده، چې زما خیالات او احساسات زما په خپل واک کې دي او همدا یو میکانیزم زما د ژوند په طرز کې بدلون راوستلی شي.

مرکچي: خو آیا دغه د غبرګون ښودلو عمل ډېر چټک نه وي؟ مثلاً یو څه پېښېږي او ته سمدستي غبرګون ښيې او د دې دواړو ترمنځ د فکر کولو هېڅ وخت نه وي، چې ته دا فکر وکړې، چې دا یو خارجي توکی دی او دروني شی نه دی او دا کومې نورې خبرې چې تا وکړې. په دې ټول جریان کې د یو شي د پېښېدو او زما د غبرګون د جوړېدو ترمنځ هغه فرصت چېرته دی؟

شیواني: د فرصت د نشتون وجه دا ده، چې موږ په اتومات حالت کې ژوند کوو. اوسمهال موږ ټول په ډېر زیات اتومات شوي حالت کې ژوند کوو او د یوه ماشین په څېر چلند کوو. د یوه ماشین او انسان ترمنځ څه توپیر دی؟

مرکچي: څه توپیر دی؟

شیواني: ماشین د انتخاب واک نه لري. بټنه يې ټینګه کړه، ماشین بند؛ بټنه يې ټینګه کړه، ماشین روښانه.

مرکچي: او ټوله تکیه يې په برېښنا ده.

شیواني: تکیه يې په هغه سړي ده، چې له هغه ماشین نه استفاده کوي. ماشین هېڅ انتخاب نه لري. د ماشین او انسان ترمنځ څه توپیر دی؟ ماشین هېڅ انتخاب نه لري. بټن کېکاږه، ماشین روښانه؛ بټن کېکاږه، ماشین به بند شي. خو انسان؛ انسان د انتخاب صلاحیت لري. یو څوک راځي او ماته یو څه وايي. دوی زما بټنه کېکاږي. نو که زه ماشین یم، نو وبه وایم، چې ښکاره ده، چې باید غوسه شم. خو پوښتنه دا ده، چې په دې ځای کې ښکاره څه شی دي؟ ښکاره یوازې د ماشین لپاره ده، چې ماشین باید روښانه شي، ځکه چې یو چا یې بټنه کېکاږلې.

مرکچي: ان ملګري به دې هم درته وايي، چې بالکل شیواني خورې، خبره دې سمه ده. که زه هم ستا په ځای وای، نو غوسه شوی به وم.

شیواني: دا ځکه چې موږ ټول په اتومات حالت کې اوسو.

مرکچي: خو موږ ټول په دې اتومات حالت کې ژوند کوو، نو څه؟ پرته له راهب او صوفي نه…

شیواني: نه، راهب او صوفي نه؛ یوازې باید په دې پوه شو، چې موږ انسانان یو او خلک بټنونه کېکاږي، خو موږ د انتخاب واک لرو.

مرکچي: په دې ځای کې وخت هم زموږ بټنه کېکاږي او ما دې ته مجبوره کوي، چې له تاسو سره مخه ښه وکړم. خو مخکې له دې چې زه له تاسو سره خدای پاماني وکړم. شیواني خورې، د خپلې مراقبې په اړه راته ووایه، چې ته یې هره ورځ کوې او شاید د همدې مراقبې له امله به په دې فرق پوه شوې یې، چې کوم څه چې په خارج کې پېښېږي او کوم څه چې زه په درون کې ایجادوم، هغه حتماً په دې معنا نه ده، چې زه باید هماغه ډول غبرګون وښیم او دا چې موږ غلط باورونه لرو، او دا او دا… شیواني خورې! راته ویلی شئ، چې څنګه دغه ډول مراقبه کولی شو، ځکه چې خلک عموماً فکر کوي، چې مراقبه دا ده، چې په کونج کې کېنې او هېڅ فکر به نه کوې او خلک وايي، چې فکر نه کول زموږ لپاره ډېر زیات مشکل کار دی، نو که مهرباني وکړې، هغسې چې نور مسایل دې راته اسانه کړل، دغه مسله هم لږ راته اسانه کړه.

شیواني: په مراقبه به موږ تفصیلي خبرې هم ولرو، خو لنډه خبره دا ده، چې مراقبه د فکر مخه نیول نه ده، بلکې مراقبه یوازې په دې اګاه اوسېدل دي، چې زه څه فکر کوم او دا انتخابول مراقبه ده، چې زه به کوم فکرونه کوم.

مرکچي: په دې اګاه اوسېدل، چې زه څه فکر کوم…؟

شیواني: بالکل؛ مثلاً هغسې چې موږ په دې اګاه یو، چې څه وایو…

مرکچي: زه نه یم خبر، چې زه څه وایم ههه…!

شیواني: خو ته په اتومات حالت کې خبرې نه کوې… ته دا انتخابوې، چې څه باید ووايې. ته خپل الفاظ پخپله غوره کوې.

مرکچي: ښايي په بله برخه کې به په دې هم خبرې کوو.

شیواني: ته خپل کارونه پخپله انتخابوې، څه وخت باید کېنې، څه وخت باید پاڅېږې، څه وخت باید خوب وکړې، موږ ټول خپل کارونه پخپله انتخابوو. موږ خپل الفاظ پخپله انتخابوو. سمه ده، چې موږ فکر کوو، چې زموږ افکار اتومات حالت لري، او الفاظ مو دومره په تېزۍ له خولې وځي، چې موږ فکر کوو، چې آن الفاظ به هم اتومات حالت لري او ځکه وایو، چې اوه، زما هدف دا نه وو، چې دا خبره درته وکړم، بس په غلطي مې دا خبره له خولې ووتله. خو موږ یوه خبره هم بې هدفه نه کوو او د هغه هدف لپاره یې کوو، چې هدف مو وي. خو بس موږ اګاه نه یو.

تر دې یو ګام وړاندې مقام دا دی، چې ته په دې اګاه اوسې، چې ته څه فکر کوې او همدا به د دې خپرونو سفر هم وي، چې خپل فکرونه انتخاب کړو او د همدې له مخې خبل غبرګونونه وټاکو.

مراقبه یو ډېر ساده تمرین دی، چې هر سهار او د ورځې په جریان کې يې هر وخت کولی شو. یوازې باید له خپلو افکارو مراقبت وکړو. زه همدا اوس څه فکر کوم؟ دغه فکر د کار په اړه کېدلی شي، د کورنۍ په اړه کېدلی شي، د ملګرو په اړه کېدلی شي، زما د ځان په اړه کېدلی شي.

یوازې خپل افکار باید وڅارم او په خپله ټوله ورځ نظر را تېر کړم. د کار په لور روان یم، د خپل کار مېز ته ور ورسېدلم، له خلکو سره مخ کېږم، حالاتو سره، ځینې کارونه باید وکړم. خو هر کار چې کوم، انتخاب يې هم پخپله کوم، چې څه وکړم. او زه پخپله دا انتخابوم، چې د دې کارونو د ترسره کولو په وخت کې باید څنګه واوسېږم. زه د دې انتخاب لرم، هر هغه څه چې زه یې ترسره کوم، د هغو په جریان کې باید څنګه احساس وکړم. حالات بدلېږي، موخې، اهداف او خلک خارجي دي؛ خو زه خپل ځان څارم، څنګه فکر کوم، څنګه احساس کوم، او بیا څنګه غبرګون ښیم، دا ټول زما خپل انتخاب دی. زه د خپل غبرګون ایجادوونکی یم؛ ټوله ورځ باید یوازې د همدې خبرې شعور راسره وي.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب