شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+مهاجرت | شکور رادمنش

مهاجرت | شکور رادمنش

سخته لار
د مهاجرت په لړۍ کې، د اروپايي اتحاديې له غړو هېوادونو څخه بلغاريه لومړنى هېواد دى چې مسافر ورننوزي، دا چې په دې هېواد کې کوم چلنجونه د مسافرو لپاره شته د دې لپاره مو  تر يو سرليک لاندې بيل ليکل کړي.
هغه مهاجرين چې د ترکيې له لارې اروپايي اتحاديې غړو هېوادونو ته داخليږي، د دوى لپاره يو لوى چلنج د بلغاريه هېواد دى. پوليس يې ډېر ځېرک دي، له پوليسو سره مله سپي تر دوى هم څو واره مخکې دي، د بلغار ځنګلونه دومره ګڼ دي چې  د ځان لپاره به په ونو کې لار وباسې، که له خپلې ډلې لس متره شاته پاتې شوې بيا يې نه شې پيدا کولى، ځنګلي ونې يې يو رکم اغزي لري چې په بدن يې معمولي سر ولګيږي بيا زخم ترې جوړيږي، ولس يې له دولت سره د مهاجرينو په کنترول کې همکاره دى، د دې هېواد په ځنګل کې که پېشو هم ولېدې بيا پوليس درباندې خبريږي، ځنګل کې يې يو ډول برقي تارونه نصب کړي چې مسافر پرې ورشي د برق شارټۍ سره مخ کېږي(نيسي يې).
دا لاره لنډه او د مصارفو له پلوه ارزانه تماميږي ځکه خو د مهاجرينو زيات شمېر په بلغاريه راځي. د مسافرو لپاره يې ځانګړې نقطې ټاکلي وي، نقطې دوى هغه ځاى ته وايي چې کله مسافر هدف ته ورسيږي نو له هغه ځايه يې بيا په موټرو کې د بلغار مرکز صوفيا ته وړي. ډېرې نېږدې نقطې ته يې په درو شپو کې رسېږي، د شپې لخوا ځکه دوى مزلونه کوي چې د پوليسو پټې نصب شوې کېمرې او له لېرې ځايه يې کوم کلېوال ونه ګوري. په دې لاره به له ماښامه تر سهار رڼايۍ پورې پياده ځې او د ورځې لخوا به بيا خوب ورته پوره کوې.
پوليس يې عموم کې کله دومره بې رحمه شي چې تر مرګه وهل درکوي، امکان دې ولري لاس، پښه او يا دې سر مات شي. په خپلو سپيو دې خوري او کله کله له مسافرو لباس هم وباسي. له مسافرو سره د غاړې له کاليو پرته نور هيڅ نه پرېږدي. موبايل، پيسې او د جېب نور سامان درنه اخلي اول خو له مخکې غاړه درباندې خلاصوي چې پيسې او موبايل راکړى خو چې ور دې نه کړل او درسره ګېر يې کړل بيا دې تر مرګه وهى.
د مسافرو ډلې چې کله نېول کېږي يو يا دوه پوليس مخې ته راوزي بس خبره خلاصه وي، ترې تښتېدى نه شې، لس ورځې وروسته دې هم پيدا کوي. له بل خوا بيا راه بلدان له پوليسو او ان د دوى له ځېرکو سپيو څو ځلې مخکې دي او مسافر ترې تېروي. له بلغار مخکې صربستان دى چې دوى د مهاجرينو کوربتوب کوي، په بلغار او صربستان کې که پوليسو مهاجرين ونېول نو د اروژايي اتحاديې د غړو هېوادونو له لورې ځانګړې کومکې بستې ورکول کېږي بلغاري پوليس مهاجرين بېرته ترکيې ته ډېپورټ کوي خـو د صربستان پوليس يې چې ونيسي کمپونو ته يې وړي، ېعنې د يوه هېواد پوليسو د دوى په بېرته لېږلو پيسې ورکوي او د بل هېواد پوليسو ته چې مهاجرين کمپونو ته يوسي پيسې ورکوي او ازاد يې پرېښي وي. زه چې په کومه ورځ د صربستان د ګډوالو له کمپ راوتم بيک راسره وو، پوليس يې په پښتو کې راته وايي، انشاالله چې په خېر جرمني ته ورسېږې. ما هم مننه ترې وکړه.
https://taand.net/?p=226519

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب