شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبرتانیه: افغانستان کې د خپلو ځواکونو د جنګي جرمونو ادعاوې څېړو

برتانیه: افغانستان کې د خپلو ځواکونو د جنګي جرمونو ادعاوې څېړو

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۱۵ مه)  د بریتانیا دفاع وزارت د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې د دغه هېواد له ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د جنګي جرمونو د تورونو په اړه څېړنې روانې دي.

د دغه هېواد د دفاع وزارت ویلي، چې تورنو سرتېرو نه د نه څېړنې قیودات لغوه شوي.

بریتانوي ځواکونه وخت په وخت په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن شوي، خو چارواکو یې مخکې دغه تورونه رد کړي وو.

د طالبانو رژیم، چې د بریتانیا په ګډون د امریکا په مشرۍ د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د شل کلن حضور پر مهال په جنګي جرمونو تورنوي، په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر کابل ته په سفر تللی او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ورسره د لیدنې پر مهال په لندن کې د دوی د کونسلي خدمتونو د فعالیدو غوښتنه کړې ده.

1 COMMENT

  1. اوس به معلوم شي چې نړیوال د جنګې جرمونو محکمه خپل فعالیت شروع کړی هغه هیوادونه چې د ناټو، آیساف او بلک واټر کې شامل وو باید د افغان ولس د وژلو اود افغانستان پدی ۴۵ کالو کې د ورانولو تاوان او غرامت ورکړی ترڅو نړی پوه شي چې افغانانو نه بلکه نړی په افغانستان کې ظلمونه کړی او افغانانو ته به دا فرصت په لاس ورشی چې له روسیی، فرانسی، پاکستان سره حساب او پخپله برتانیی یا اوسنی انګلستان سره د هغو دریو (۳) جګړو چې ۱۰۵ کاله پخوا یی کړی وی حساب او کتاب وکړو.
    یاد نړیواله محکمه (ICC) باید لومړی د افغانانو حساب د پاکستان سره وکړی ترڅو د افغانان پوه شی چې پاکستان سره حساب کتاب وشو ځکه څومره افغانان چې مستقیم یا غیرمستقیم د پاکستان پوځ او استخبارتو وژلی هیڅ بل یرغلګر هیواد (انګریز، روسان او امریکا + ناټو+ آیساف) ندې وژلی او کچیرې دا لړۍ دوام وکړی نو موږ به له روسیی ، ایران او فرانسی او تاجکستان سره حساب کتاب کولی شو ځکه په داخلی (کورنۍ) جګړو همدا هیوادونه برخه لرله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب