شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني پر طالب مشرانو او جنګسالارانو د نيوکو تر څنګ د...

ولسمشر غني پر طالب مشرانو او جنګسالارانو د نيوکو تر څنګ د هېواد د ثبات فرصتونه بيان کړل

تاند: ( دوشنبه، د سرطان پینځمه) ‏‏‏‏د افغانستان وروستني ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په مناسبت پيغام کې پر طالب مشرانو او جنګسالارانو د توندو نیوکو تر څنګ ټينګار وکړ، چې افغانستان د ملي ثبات ته رسیدو لپاره غوره فرصتونه لري او بايد ګټه ترې واخيستل شي.

هغه په دغه پيغام کې ويلي، چې که طالب مشران یې د تیرو دوو کلونو په شان ضايع نه کړي، افغانستان د ملي ثبات ته د رسېدو او نیمې پېړۍ تاوتریخوالي د ختمولو غوره فرصتونه لري.

ښاغلي غني طالب مشران« د نه منم» سياستونو د پر مخ بېولو له لارې افغانستان د فرصتونو له ضايع کيدو او نورو ناورينونو سره مخامخ کړی بللی.

د هغه په وينا، طالبانو له همدې امله مشروعيت تر لاسه نه کړی شو او نه به یې تر لاسه کړی شي.

ولسمشر غني وايي طالبان له ځان، اسلام او ملت سره په جګړه بوخت دي، د سولې پر ځای ېې جبري امنيت ته مخه کړې، د غچ اخيستو سياست کوي، پر کانونو یې ليلام پورې کړی او له دې او نورو اړخونو یې تاريخي مسووليت هېر شوی.

اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې اکثریت طالبان هم د دوی له کړنو ناراضه ګڼلي او پر جنګسالارانو له توندو نیوکو سره ېې ویلي، چې هغوی د افغانستان له فرصتونو د شخصي جیبونو لپاره استفاده کړې، د بانکونو څښتنان شوي او دی ورسره يو ګام هم نه اخلي.

محمد اشرف غني طالب مشران او نور په سياسي ناتوانۍ تورن کړي او ويلي، چې د ثبات راوستو لپاره بايد طالبانو سره تېر شل کلن چلند بحث او په تېروتنو اعتراف وشي.

نوموړي دغه راز، له هېواده د ميليونونو کسانو وتو ته انديښنه ښودلې او د افغانستان د غږ ژوندي ساتلو لپاره ېې د بهر مېشتو افغان کادرونو هڅې ستايلي دي.

هغه د خپل پيغام په پای کې زياته کړې، چې له کومې شخصي تمې پرته د افغانستان د وضعیت ښه کيدو لپاره د خپلو طرحو شريکولو ته چمتو دی.

طالبانو او د ښاغلي غني له لوري نقد شويو سياسي څېرو د نوموړي پيغام ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

7 COMMENTS

  1. الله پاک دی خير در کړي چې بيا هم د وطن ابادي، سوله، د ناورين تلپاتې حل فرصت او د لنډغرو او ځورواکو په ضد غږ پورته کوی، واقعا چې د نه منم سیاست اوسني طالبان هم له مشروعيت او نړيوالو اړيکو څخه منځوي کړي دي، او په دې کار افغانان، ډيری طالبان او نړيواله ټولنه په يو دريځ کې قرار لري. ولسمشره الله پاک دې تاته، کړيدلي ملت ته او دې جنګ ځپلي هيواد ته خير پېښ کړي. مننه چې مونږ دې د يوکراين په شان جګړې او ناورين څخه وساتلو، او د امریکې د تمې خلاف دې افغانستان د خونړۍ جګړې، کورنۍ جګړې او هيواد ويجاړولو څخه وژغورلو او مخنيوی دې وکړي.
    تاسې ته سلام، نیکی هیلی او اختر مبارکي وړاندې کوم.

  2. minerals is our natural property/
    pakistan&china want to stolen our minerals.
    TALIBS ARE RESPONSIBALE IN YAUMOLHASHER FOR AFGHANS RIGHTS & NATURALE MINERALS.
    I HOPE TO TALIBS KEEP AFGHAN MINERALS SAFE&SECURE FROM PAKISTAN&CHINA
    THANK YOU

  3. دپنجابیانو ناروا لمسیانو باندی د داکتر صاحب غنی. خبری لکه مرمی لګی . لوی خینزیر په غار کښی پټ ده هغه ته ابادی او نه ابادی دواړه یو دی

  4. ژوندی دی وی ولسمشر غنی
    د افغانستان ریښتینی وګړی به تل هغه او د هغه په څیر هوښیارو او مسلکی هیوادوالو ته درناوی کوی او په ارزښت یی پوهیږی.

  5. مونږ تل خپل سرونه وهلي او د پردیو ګوډاګیانو په تبلیغاتو بازي خوړلې ده . هغوی چې غوښتل یې وطن ته خدمت وکړي ، اقتصاد مو په پښو ودروي ، له سیالانو سره مو سیال کړي . تکفیر کړیدي . پرځای یې دیوید جونز او ملا پیرکرم شاه لارنس ، ګوډ ملا او سقاو ، مسعود او رباني ته ارزښت ورکړی دی .
    اشرف غني غوښتل د کمال خان بند په شان یوه لویه اقتصادي پروژه تکمیله کړي . د سلما بند ، د لوګر نړیوال هوایی ډګر جوړ کړي ، د ننګرهار د ګمبیري دښتې تر اوبرو لاندې راولي او د پنجاب پرځای منځنۍ آسیا ته مخه کړه ، چې الحمدالله تر نن پورې د هېواد په بازارونو کې پرېماني او ارزاني ده . هوایی دهلیزونه پرانیستل شول .
    خو په مقابل کې ګلمرجان او کلمرغ جان ورته ودرېدل چې نه یې منو. حتی ګلبی چې په شمشتو کې پټ وو ، د هغه حیثیت یې اعاده کړ او د یو مشر په توګه یې هېواد ته راوغوښت ، خو عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود ، ګرچه با آدمي بزرګ شود .
    اوس د دوی په دغه اختریز پیغام پورې د آی اس آی او ګلببو بړیڅي هزیان ووایی . کاروان تېر شو ،خو د سپیو غپا لا دوام لري .

  6. اشرف غنی د اول دهغو پنخه څلويښت زره عسکرو چی دده په دوره کی وژل شوی دی ځواب ووایی دهغوی کوڼډی او یتیمان اوس در په دره ګرځی

  7. د پنجاب پرکټیو هیبتې او حقاني ځناورو ته د افغانستان په تسلیمولو کې د غني بې کفایتی او عدم د درایت تر سترګو نسو اچولي. د غنی مفسده اداره د دغو ځناورو د تقویه انرژی ګنړل کیږي. که واقعیت وویل سي دا لیوني خو د دغه مقام لیاقت او ظرفیت نه درلود. او د زیږیز ٢٠٢١ د اګست ١٥ نیټه تحرکات یې کره ثبوت دي. زه خو وایم چې غنی، رولا غني ،ورور یې حشمت، فیضی، نورزی، اجمل غني او د کابینې نور وزیران باید تر محاکمه وروسته په عام محضر کې اعدام سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب