جمعه, فبروري 6, 2026
Home+د نړیوال پنځوس اوره جام د ټرافۍ سفر پیل شو

د نړیوال پنځوس اوره جام د ټرافۍ سفر پیل شو

د کرکټ د نړیوال یو ورځیني جام ټرافي یا کپ نن (سې شنبه) به بیلابیلو هېوادونو ته د دې ټرافۍ سفر پيل شي اوبه نن ۱۸ هېوادونو ته ولیږدول شي.

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي اعلان وکړ چې د پنځوس اوره نړیوال جام د ټرافي (کپ) سفر یې پیل کړی او له ځمکې څخه ۱۲۰ زره فوټه پورته فضا ته وړل شوی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا پرون (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې دا ټرافي یې سټراټوسفي» طبقې ته خېژولې او له هغه ځایه به یې په یوې ځانګړې وسیلې کې د هندوستان نریندر مودي لوبغالي ته ښکته کړي.

په دې هېوادونو کې کویټ، بحرین، مالیزیا، د امریکا متحده ایالات، نایجیریا، یوګاندا، فرانسه، ایټالیا، نیوزیلینډ، اسټرالیا، پاپو نیوګیني، پاکستان، ویسټ اینډیز، سریلانکا، بنګله دیش، انګلستان، جنوبي افریقا او کوربه هندوستان شامل دي.

د ۲۰۲۳ پنځوس اوریز نړیوال جام یوازینی ګډونوال هېواد افغانستان دی چې دا ټرافي به ورته سفر ونه کړي.
په ۲۰۱۹ م کال د نړیوال جام ټرافي افغانستان ته هم راوړل شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...