شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېد ملت د بقا راز | فیروز پوپل

د ملت د بقا راز | فیروز پوپل

ملتونه هلته د تباهي په لور ځي، چي کله پکښې ملی احساس له منځه ولاړ سي، دوست او دښمن تفکیک ورته ګران سي.

اسلام موږ ته امر کوي، چي خپلې خاورې او خلکو ته وفادار پاته سو، پر مځکه د الله تعالی نظام حاکم کړو، اسلام موږ ته امر کوي چې له حالاتو باخبره واوسو معاصر علوم زده کړو، ځکه په دې کې د ملت بقا او عزت وي،

وطن تش هویت نه دی، بلکې خاوره او ناموس دی، څوک چې ورسره خیانت کوي بې ناموسه دي، ځوانان د وطن د عزت او وقار ساتونکي وي، ځکه د ځوانانو سره انرژي وي، د تحقیقاتو، څیړنو، مطالعاتو، علمي پرمختګونو لپاره او په صنعت او ټیکنالوژی کي د پوره برلاسی لپاره، د عبدالروف بینوا رحمه الله خبره چي اوس پخوانی وختونه تللی چي زندان ته یو کس د زولنو سره اچول کیدی، اوس یو لوي قوم او ملت زندان ته اچول کیږي، هغوي د علم، تمدن، پرمختګ، ټیکنالوژي او نړیوال سیاست نه لری کیږي او په لوی لاس انزوا ته لویږی، د ملت ځوانان چي باید د ملت د ابادي، پرمختګ او سرلوړي لپاره لاس په کار سی، د پردیو استخباراتي ادارو، سازمانونو او هیوادونو د شومو موخو قرباني کیږي، او د خپل هیواد او اولس په مقابل کي دریږی.

باشعوره ملتونه تل خپل تیر حال او راتلونکي ته فکر کوي بیا عمل کوي، موږ باید خپل نوي نسل په اسلامي او ملي روحیه سمبال کړو، د دښمن شوم فکري او عسکري اهداف ورته ښکاره کړو، د معاصرو علومو سره یی اشنا کړو، نړیوال سیاست، شرق او غرب تاریخ سره یی اشنا کړو، د خپل اولس د تاریخ، ارزښتونو، کلتور، تمدن او فرهنګ سره یی بلد کړو، ملي وقار او دبدبه پکښي قوي کړو، دوست او دښمن ورپیژنو، د هیواد د پرمختګ او ابادي تلوسه پکښي غښتلي کړو، داسي یی وروزو چي د خپل وطن او اولس سره خیانت ورته کفر معلوم سي.

2 COMMENTS

  1. دا ټول هغه څه دي ، چې د اسلام مبارک او مقدس دین یې هم غواړي . اسلام غواړي ټول مسلمانان باسواده ، متحد ، په اتفاق ، غښتلي او هوښیار اوسي .
    مګر ملا آی اس آی ، ملا جنرال باطل ، ملا باجوه ، ملا کرنیل امام ، ملا جنرال اختر ، ملا هبټ ، ملا حمیدګل ، ملا ډیزل او … یې نه غواړی .
    دوی پوهیږي که مسلمانان سره یو شول ، سبا به د جعلي هېواد د جوړښت فلسفه هم ختمه وي . نیم به بېرته د افغانستان په اصلي هېواد پورې تړل کیږي اونیم نور به هندوستان ته ورسپارل کیږي.

  2. پوپل صاحب په قلمی جهاد دِ برکت او الله رب العزت دی کامل اجر درکړی هغه ذات چي تر ټولو ښه
    اجر ورکوونکی دی ۰
    دملت د بقا، قوت او عزت رازونو ته مو ښې اشاری کړی یعنی ملت څنګه او کله قوی کیدای شی ؟
    هغه عوامل او عناصرو تشخیص چي پردی پال او د نورو اجنبیانو په خدمت کی دی او د جاهلی تعصباتو په واسطه د یو موټی کیدو یا د قرآن کریم په اصطلاح د صف مرصوص د جوړیدو مخنیوی کوی هغه څوک دی؟ ؛ جاهلی تعصبات لکه قوم ، ژبه ، سمت،ګوندونه د انحصار او غصب لپاره او نور کوم چي اسلام نا روا بللی او موږ لږ تر لږه نیمه پیړۍ تجربه کړی او په منفی نتایجو کی یی ملت تر ڼنه سوځی ۰
    دریم پړاو یی هم بنیادی تعمیر د ملت دی چي دا د مومنو علما او متخصصینو کار دی نه د فراری جانیانو ، غلو ، قومی ټیکه دارانو کوم چی د ملت ، وطن او انسانیت پر ځای یی خیټی ، حرامزاده ګانو
    او شخصی نجس او خبیثو روابطو ته ترجیح ورکړه او ملت ، وطن او ناموس په بدله کی متاع قلیل سره ،ځانونه سپیان د دنیا او آخرت کړل ۰
    ملت جوړونه یا د ملت تعمیر هغه حیاتی او د ملی نوامیسو د ساتنی لپاره تر ټولو غوره لار ده کوم چي انبیاء علیهم السلام او بیا بالاخص معلم بشریت صلی الله علیه و سلم راښودلی او دا مجربه نسخه ده د تعمیر امت او د بشریت د نجات لپاره۰
    اسلام بی له تعمیر ملت او امت څخه نشی کولی کامل او د اجتماعی او نړیوال قضایاوو د حل جوګه شی ؛ وړې ملکۍ ، انحصاری شرکتونه دی د اسلام تر نامه لاندی د ګروپیک معاملو لپاره او ملی او امتی ګټو د تحصیل او ساتنی ظرفیت هیڅکله هم نلری ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب