یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان: له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو لپاره د اورګاډي...

پاکستان: له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو لپاره د اورګاډي پټلۍ جوړوو

تاند: ( دوشنبه، د سرطان پينځمه)   پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې دوی به د کوهاټ او خرلاچي د پولې په اوږدو کې د کرمې قبایلي سیمې تر منځ د ۱۵۸ کیلومترو په اوږدوالي د اورګاډي پټلۍ جوړوي چې له افغانستان څخه وارد شوي د ډبرو سکاره د پاکستان نورو سیمو ته ولېږدوي.

د دوی په وینا، د اورګاډي پټلۍ به په اوږد مهال کې د دواړو هیوادونو اقتصاد ته وده ورکړي او ترې به افغانستان او د منځنۍ آسیا جمهوریتونو ته د سمنټو، غوښو، وچې او تازه میوې، فرنیچر، مالدارۍ، ټوکر او نورو توکیو صادرات هم وشي.

د “ډان نیوز” د راپور له مخې، دا پټلۍ به په ځانګړې توګه له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو لپاره جوړه شي، خو په تدریج سره به یې د وارداتو او صادراتو لپاره هم کار واخیستل شي او د افغانستان د ډبرو سکرو له بډایه ولایتونو، بدخشان، تخار سره به وصل شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف  تېر کال د دغه هېواد اړوندو چارواکو ته امر وکړ چې د ارزانه برېښنا د تولید په خاطر له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو بهیر چټک کړي، څو د پاکستان له مصرفوونکو او کورنیو صنعت کارانو سره مرسته وشي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، پاکستان ته په پراخه، ارزانه او ان ناقانونه توګه د افغانستان د ډبرو سکرو د وړلو خبرونه ورکړل شوي.

د طالبانو رژیم تورن شوی، چې پاکستان سره د ډبرو سکرو په معاملاتو کې د دغه هېواد د مخکینیو احسانونو د ادا کولو هڅه کوي، خو طالبان دا تورونه بې بنسټه بولي.

5 COMMENTS

  1. وایي پشو د خدای لپاره موږک نه نیسي .
    خپله مستعمره یې ده ، چې څه ډول غواړي ، هغسې به کوي . دا څلوېښت کاله یې منډې رامنډې د همدې لپاره وکړي . ګلبدین ، ملا برهان الدین ، ملا سیاف ، ملا مسعود ، ملا محسني ، ملا نبی ، ملا ټالب او … یې د کومې ورځې لپاره روزلي وو؟

  2. ربانی او پدرام پاکستان ته په غلامی کې د بدخشانیانو صداقت په عمل کی ثابت کړ، نو ځکه یی اوس ډیره توجه بدخشان ته ده، طالبانو او داعش کی هم تر هر ولایت زیات بدخشانیان دی. پاکستان ګلبدین هم دشمال والا شمیری یعنی کندز د بدخشان ګاونډی دی ( البته استثنا شته دبدخشان او کندز ډیر خلک ډیر شریف او وطندوست خلک دی). پاکستان به نه یواځی د بدخشان زیرمی تشی کړی بلکی له پامیر به ارزانه ، اسانه او لنډه لار منځنی اسیا ته وکاږی چی افغانستان ته به یی د ترانزیت ګټه صفر وی، له بلی خوا دخپلو یوشمیر استخباراتی مامورینو کډې او کورونه هم هلته وړی په دی ډول به وروسته تر طاهر بدخشی، دا آفت د افغانستان د تجزیی لپاره دوهم عامل وګرځي، خدای دی نه کړی چی دا پروژې یی عملی شی.

  3. NOW IS GOOD TIME AND CHANCE FOR PAKISTAN/
    EVERY THINGS ARE FREE
    HOW MUCH THEY CAN STOLEN THAT.
    AFGHANISTAN IS IN THE HANDS OF ISI.

  4. طالب حرامي د شمشتو په کمپ کې زیږیدلئ د جناح فرنګي لمسئ ده . دریغا د هغه چا په حال سي ځان ته افغان وائي او دطالب سوډر ملاتړ کوي. له طالبه پنجابي اورتې یرغمل کړې نو د هیواد شتمني خبیث سوډرطالب ته څه ارزښت لري بې له توره طاغوتي اسلامه.

  5. پرون ما خپل اند لیکلئ وه زما په اند د انترنت له وجې نه وي خپور سوئ او که د تاند خاوندانو نه وي خپور کړئ نو داسي څرګندیږي سي تاندیان هم اوس د طالب نره تکبیر ته الله اکبر وائي ☹️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب