یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د کانګو تبې ناروغان زیات شوي

افغانستان کې د کانګو تبې ناروغان زیات شوي

تاند: ( دوشنبه، د سرطان پينځمه)  د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د کانګو تبې ۳۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه راپور له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه په ټولیزه توګه ۳۵۹ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې له دې جملې څخه ۱۱۴ پېښې (۳۱.۸٪) د دغې ناروغۍ د خپرېدو له امله وې او پاتې نورې یې بې ځایه وې.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې، چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ راهیسې ۱۱ تنه مړه شوي، چې ۳ په بلخ، ۲ په کندهار، ۲ په جوزجان، ۲ په کابل او ۱ په تخار او سمنګان ولایتونو کې دي.

په تېرو دوو میاشتو کې د کانګو تبې تر ټولو مثبتې پېښې د افغانستان په سوېل کې د کندهار او هلمند په ولایتونو او د افغانستان په شمال کې د بلخ او همدارنګه په کابل کې لیدل شوې او ثبت شوې دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، په یوه کال کې په ټوله نړۍ کې د کانګو تبې ۱۵ زره پېښې ثبتېږي.

د کانګو تبه یو ډول ویروس دی چې له ځانه سره وینه بهېدنه هم کوي او معمولاً له ۱۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې کسان په دې ویروس اخته کېږي.

په افغانستان کې د نظام له سقوط سره، د نړیوالو روغتیایي مرستې هم په پراخه کچه کمې شوي، چې د خلکو ورځینی ژوند یې سخت اغېزمن کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب