شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد باغ زنانه هټۍ والې ښځې: امر بالمعروف ادارې د ويستو خبرداری...

د باغ زنانه هټۍ والې ښځې: امر بالمعروف ادارې د ويستو خبرداری راکړی

تاند: ( دوشنبه، د سرطان پینځمه) ‏‏‏‏د کابل په باغ زنانه کې ښځينه هټۍ والې شکايت کوي، چې د طالبانو امر بالمعروف دستګاه ېې د هټيو د تړلو خبرداری ورکړی.

يو شمېر دغو هټۍ لرونکو ویلي، چې د طالبانو د یادې پریکړې په دليل نه پوهېږي.

د طالبانو د رژيم د امر بالمعروف دستګاه وياند عاکف مهاجر بیا دا څرګندونې ردوي او وايي، چې دوی ښځينه هټۍ والو ته د ويستو خبرداری نه دی ورکړی، بلکې ورته ويلي، چې دغه هټۍ د دوی اړوندې دي او له دې وروسته به ېې کرايه زياته شي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، د دولتي ملکیتونو، هټيو او تجارتي سیمو کرايې او په ټوله کې د ماليې او ټکسونه زيات شوي، چې خلک ډېر شکایت ورڅخه لري.

د کابل باغ زنانه د جمهوري نظام د ښځو چارو وزارت اړوند وه، خو د طالبانو لخوا ياد شوی وزارت لغوه او پر ځای یې د امر بالمعروف دستګاه جوړه شوه، چې د ياد شوي وزارت ټول تاسيسات او دفترونه ورسره اړوند

شول.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب