دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان وايي، افغانستان د سکرو بیه په هر ټن کې ۲۰ ډالره...

پاکستان وايي، افغانستان د سکرو بیه په هر ټن کې ۲۰ ډالره کمه کړې

تاند (شنبه، د جوزا ۲۷مه) پاکستاني رسنۍ د افغانستان د کانونو او پیترولیم وزارت په قول وايي چې پاکستان ته یې د سکرو بیه او پر صادراتو ګمرکي محصول کم کړی دی.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې نن په دې اړه په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو د حکومت دا پرېکړه د پاکستان په شمالي سیمو کې د سمینټو د فابریکو لپاره ښه زېری دی او تمه کېږي چې له دې کبله به د سمینټو پر صنعت فشار کم شي.

ورځپاڼې د افغانستان د کانونو او پیترولیم وزارت پر اساس ویلي چې په نړۍ کې د سکرو د بیې د کمېدو له کبله د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چې د هر ټن سکرو بیه ۵ ډالره او د هر ټن سکرو ګمرکي محصول ۱۵ ډالره کم کړي.

پاکستاني شنونکي وايي چې دا پرېکړه به د دغه هیواد د شمالي سیمو د سیمنټو پر کمپنیو مثبت اغېز ولري.

خو یو شمېر افغان کتونکي بیا ادعا کوي چې تر دې وړاندې هم افغانستان سکاره تر نړیوالې بیې په ټیټ قیمت پاکستان ته صادرول.

ځینې نور وايي، افغانستان باید ډیر زیات سکاره هم صادر نه کړي ځکه چې که افغانستان غواړي د وسپنې او پولادو صنتعت پیل کړي، سکرو ته به زیاته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب