د مشر ټولې ځانګړتیاوې مساوي وي د خلکو له ملاتړ سره دغه ځانګړتیاوې لا پیاوړې کېږي او د خلکو ملاتړ هغه وخت تر لاسه کېدای شي، چې مشر د انصاف، انسانیت، زړورتیا او جدیت خاوند وي.
که مشر همدغه صفتونه ولري، تل به خلک خپل مشر ښاغلی بولي.
که مشر هوښیار او ځیرک وي، دی به تل د دې وړتیا ولري، چې د حالاتو او وضعیت په بدلون ژر وپوهېږي او پر خپل وخت به پرې عمل کوي.
مشر باید هېڅ وخت هغه ور ونه ډبوي، چې نه پوهېږي تر شا يې څه تېرېږي.
که مشر عادل وي، دی به د مکافاتو او مجازاتو پر مهال تل له عدل او انصاف څخه کار اخلي. خلک به هرو مرو د ده د عدالت او انصاف په هکله ډاډمن وي.
مشر که د ښه خوی او انسانیت خاوند وي، خپل خلک به پرې ګران وي، تل به د خپلو خلکو په هکله خپل احساسات ښکاره کوي او د خلکو په درد او رنځ به ښه پوهېږي.
که مشر زړور وي، تل به بری د ده په برخه وي، ځکه ټینګ عزم، زړورتیا او پوهه له ستونزو څخه ډک سنګرونه ماتوي او ځان بري ته رسوي.
مشري زړورتیا او د زړورتیا جوهر ته اړتیا لري. څوک چې مشرۍ ته ملا تړي، اړینه ده چې د بریا او ستونزو په مقابل کې بشپړه حوصله، متانت او مقاومت ولري.
د مشر لپاره زغم هم ستر صفت دی. که مشر زغم ولري، هغه بيا د لویو کارونو د ترسره کولو وړتیا هم لري. د مشر بل اړین صفت د بریا لپاره مقاومت دی. د ستونزو په مقابل کې مقاومت ستره وسله ګڼل کېږي. خپل ولس هم باید په سختو حالاتو کې ډاډ، یووالي او مقاومت ته راوبولي.
مشري کله نا کله د جوارۍ په څېر وي، ډیر وتلي مشران هم په کې ماتېږي. همغه دی چې په مشرۍ کې غورځېدل او ماتې خوړل ناکامي نه ګڼل کېږي، بلکې نه پاڅېدل ناکامي ده.
ناپليون به ویل:
“هر بریالیتوب بریا نه وي او هره ماتې، ماتې نه ګڼل کېږي.”
ناپليون په ټینګار سره ویل:
” له ماتې څخه وېره ماتې راولي.”
روسان وایي:
“ماتې خوړل له بریا څخه زیات انسان ته سبق ورکوي.”
وایي: که مشر غواړي چې د بریا په پوهنتون کې سبق ووایي، اړینه ده چې د ناکامۍ له ښوونځي څخه فارغ شوی وي.
ناپليون وایي:
“د بریا او ماتې تر منځ له یوه ګام څخه لږ واټن دی، همغه دی چې مشر د ماتې له وېرې ماته خوري.”
پایله دا چې، هغه مشر تل بريالی وي، چې بریا ته هیله من او پر خپله بریا بشپړ باور ولري.