یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ایران سفیر وايي، طالبانو د کجکي بند ته د ایراني متخصصانو...

د ایران سفیر وايي، طالبانو د کجکي بند ته د ایراني متخصصانو له سفر سره موافقه کړې

تاند (شنبه، د جوزا ۲۷مه) د ایران مهر خبري اژانس په کابل کې د ایران د سفیر حسن کاظمي قمي په قول وايي چې د افغانستان د طالبانو حکومت موافقه کړې چې د ایران د متخصصانو پلاوی د کجکي بند اوبه له نژدې وګوري.

قمي همداراز له طالب چارواکو وغوښتل چې د هلمند سیند د اوبو په اړه د ۱۳۵۱ لمریز کال موافقه عملي کړي.

ده په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل، د ایران د اوبو حق باید د دوو هیوادونو د موافقې په رڼا کې تامین شي.

مهر د ایران د کورنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي چې که په کجکي بند کې اوبه وي، باید د ایران برخه ورکړل شي. خو دا مسله باید ایران ته واضح شي.

ایراني متخصصان باور لري چې په کجکي بند کې کافي اوبه شته او که پرېښودل شي د ایران د اوبو ستونزه حل کېږي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي چې د کجکي بند اوبه کمې دي او د دغه بند تل له خټو ډک شوی دی.

د امیرخان متقي په وینا که دا اوبه پرېښودل شي تر ایران پورې نه رسیږي.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي چې د کجکي بند د لیدلو لپاره یې د ایراني پلاوي له سفر سره موافقه کړې او که نه ده.

طالبانو پخوا ویلي و چې ایراني پلاوي ته به اجازه ورنه کړي چې بند له نژدې وګوري.

2 COMMENTS

  1. افغانستان دیګ بی سرپوش شو هر سړی خپله چمچه پکی ننباسی که موژ کوم ګاونډی ته ووایو چی زه راځم او ستا دسیند او اوبو راستی ازمایی کوم ولا خوله به راباندی ماته کړی چی ته زما د اوبو د کنترول او اندازه کول لپاره راځې؟
    د موسی شفیق قرارداد کی ندی لیکل شوی چی ایرانیان به دننه راځی او سیند به معاینه کوی پښتون بی غیرته لا خوشحاله دی چی غیرت لرم

  2. ملا حسنه چيرته يې؟
    خوله دې له نسوارو ډکه ده او که چا درباندې تړلې ده چې څه به نه وايی؟
    تا خو ويل چې ((موږ اشغال ختم کړ او موږ تاسې ته خپأواکي راوړې ده.))، خو د ګاونډي استازی چې راځي او د هېواد دننه دې اوبه ګوري او اندازه کوي يی او تاسې هم ورسره منلې ده، نو د يو څو تنو قوماندانانو په ساتلو لکه صدر ابرهايم، زاکر او داسې نور نو په کار دی چې هر څه ور پرېږدو او بس.
    دا خو هغوی درباندې خپل حق دمکلفيت په توګه مني چې سبا ته حقوقي ارزښت پيدا کوي.
    ايا ايران وترکمنستان به دواړه پخپأو کې داسې کاروکړي او حال دا چې هغه هم زموږ د خاورې اوبه دي.
    د ايران و ترکمنستان د دوستۍ بند
    https://en.wikipedia.org/wiki/Iran%E2%80%93Turkmenistan_Friendship_Dam

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب