شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبنګله دېش د ۴۶ منډو په توپیر ټیستلوبه له افغانستانه وګټله

بنګله دېش د ۴۶ منډو په توپیر ټیستلوبه له افغانستانه وګټله

تاند (شنبه، د جوزا ۲۷مه) د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې په ټسټ لوبه کې د څلور ورځو په ترڅ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله ماته کړه.

په دې پنځه ورځنۍ لوبه کې چې د جون په څوارلسمه پیل شوې وه لومړی بیټنګ بنګله دیش پيل کړ او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د درې سوه دوه اتیا منډو له جوړیدو سره ټول لوبغاړي وسوځیدل.

د بنګله دیش له لورې ناظم الحسین یوسل او شپږ څلویښت منډې وکړې او د افغانستان له لورې په باولرانو کې نجات مسعود چې په لومړي ځل یې په ټسټ لوبه کې برخه اخیستې وه پنځه ویکټې واخیستې.

د دې په ځواب کې افغانستان خپل ټول لوبغاړي د یوسل او شپږ څلویښت منډو په ترلاسه کولو له لاسه ورکړل.

په دوهمه پاڼۍ کې بنګله دیش  څلور سوه پنځه ویشت منډې وکړې او څلور لوبغاړي یې وسوځیدل. په دې وخت کې د بنګله دیش کپتان لیټن ډاس پریکړه وکړه چې لوبه افغان ټیم ته پریږدي ځکه چې د شپږ سوه اوولس منډو پوره کول په دوهمه پاڼۍ کې ډير سخت څه چې ناممکنه ښکارې.

افغان لوبغاړي ونه توانیدل چې د بنګله دیش په وړاندې سمه لوبه وکړي نو نهه لوبغاړي یې  د یوسل او پنځلس منډو په ترلاسه کولو وسوځیدل او کپتان حشمت اله شهیدي چې د لوبې په ترڅ کې خوږ شوی د لوبې له ډګره بهر شو.

په دې ډول بنګله دیش د پنځه سوه شپږ څلویښت منډو په توپیر افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

تر دې مخکې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه په دوه زره نولسم کال کې شوې وه چې هغه افغان لوبډلې د دوه سوه څلرویشت منډو په توپیر ګټلې وه.

دا ځل د افغانستان کرکټ بورډ ځیني نوي لوبغاړي په ټسټ لوبه کې داخل کړي و او یوشمیر تجربه لرونکي لوبغاړي په دې لوبډله کې نه و، راشد خان د دې لپاره نه و چې خوږ شوی، محمد نبي ځکه نه و چې له ټسټ لوبې څخه یې تقاعد اخیستی.

په ستر توپیر د دې ټسټ لوبې د بایللو یو علت دا هم دی چې افغانستان په کور دننه ټسټ لوبې نه کوي، د ټسټ لوبو ټورنمنټونه هم نه لري نو لوبغاړي ورسره روږدي نه دي.

د ټسټ لوبو، یو ورځنیو لوبو او شل اوروه لوبو ترمنځ ډیر توپیر دی. په تسټ لوبه کې صبر پکار دی، کپتاني مهمه ده چې د کچ کولو لپاره چیرته لوبغاړي باید ودریږي او د کوم مخالف بیټسمن لپاره چیرته خلک ځای پرځای کړي، همداراز دا مهمه ده چې کوم بیټسمن له څه ډول بالر سره سمه لوبه نه شي کولی او په کومو شرایطو سمه لوبه نه شي کولی. دا او دې ته ورته د ټسټ لوبو تجربې پکار دي چې افغانان پکې وځلیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب