یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپاکستان د افغانستان په غیاب کې، ترکمنستان سره د ټاپي د چټکتیا...

پاکستان د افغانستان په غیاب کې، ترکمنستان سره د ټاپي د چټکتیا تړون وکړ

تاند:( شنبه ، د جوزا ۲۰ مه )   د پاکستان د نفتو وزیر مصدق ملک د ترکمنستان د دولت وزیر او د ګازو شرکت مشر مقتس بابایوف سره، په داسې حال کې چې د افغانستان د حاکم رژیم کوم استازی نه و موجود، د ټاپي پروژې د چارو د چټکیدو تړون لاسلیک کړ.

د دې هوکړې پر بنسټ، دواړو لورو د ټاپي پروژې د جوړولو د چارو د چټکتیا او د هغې د فعالیتونو د څارنې لپاره د همغږۍ کمېټې پر جوړولو خبرې کوي.

د پاکستان حکومت هم ترکمنستان ته بلنه ورکړه چې د چمن له پولې (له افغانستان سره) د ګوادر بندر ته د ګازو د نښلولو او په ګوادر کې د LNG د ترمینلونو د جوړولو لپاره د اروپا او نړیوالو بازارونو ته د LNG د رسولو د اسانتیا په موخه وڅیړي.

د پاکستان لومړي وزیر په یوه اعلامیه کې د ګډ تطبیقي پلان لاسلیک د ټاپي پروژې د بشپړیدو په لور یو مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې دا پروژه د پاکستان او سیمې د انرژۍ د امنیت د لا ټینګښت لپاره اړینه ده.

د خپرې شوې اعلامیې له مخې، شهباز شریف په دې کتنه کې ټینګار وکړ: ټاپي د پاکستان د انرژۍ د امنیت د تامین لپاره زموږ د حکومتونو د لیدلوري یوه حیاتي برخه ده چې نه یوازې په پاکستان بلکې په ټوله سیمه کې به اقتصادي وده او سوکالي راولي. نوموړي د پروژې د ژر پلي کېدو د ژمنې د تازه کولو په ترڅ کې هیله څرګنده کړه، چې دغه پروژه به د ټولو اړوندو اړخونو له شته منابعو څخه په ګټه اخیستنې سره ژر تر ژره بشپړه شي.

د دغې پروژې د کار د پیل تړون په ۲۰۱۶ کال کې د ترکمنستان په عشق اباد ښار کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی و، خو د امنیتي دلایلو له امله یې د جوړېدو چارې پر مخ نه ځي.

د افغانستان د واکمنې ادارې د چارواکو په وینا، له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د ټاپي په نوم د طبیعي ګازو د لېږد لومړنۍ خبرې په لومړي ځل په ۹۰ لسیزه کې پیل شوې وې، خو په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته پای ته ورسېدې. په دې اړه تر 2008 پورې جدي خبرې اترې پیل شوې. هند هم په رسمي ډول په دې پروژه کې شامل شو.

یو شمېر افغانانو ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو واکمني د همدې لپاره غوښته، چې چارواکي به یې ورته تابع وي او د هغوی په غیاب کې به پاکستاني چارواکي د افغانستان په استازیتوب هم د هوکړو او پریکړو حق ولري.

طالب رژيم په دې اړه څه نه دي ویلي.

12 COMMENTS

  1. د کابل د اوسنیو واکدارانو په موجودیت کې هره ورځ داسې شرمونکي او خواشیني کوونکي خبرونه مخې ته را ځي. متاسفانه، چې دا ډله له پیله د پاکستان د ګټو په فکر کې وه، خو بل لور ته پاکستان دوی ته هیڅ اهمیت نه ورکوي او نه هم د افغانستان موجودیت د دوی لپاره مهم دی. پاکستاني چارواکو ته داسې ښکاري، چې اوس هر څه د دوی په واک کې دي، او متاسفانه واقعیت هم همداسې دی. ځکه چې کله د افغانستان د اوسنیو واکدارانو مشکلات له ایران سره د پولې په اوږدو کې رامنځته شي یا هم د اوبو پر سر مشکلات راشي، نو د ديپلوماسي لپاره بیا پاکستاني چارواکي هلته ځي او له هغوی سره د افغانستان پر سر خبرې کوي او اوس دا دی له ترکمنستان سره د پروژې د چټکتیا تړون کوي، چې په ښکاره افغانستان خپل ملکیت بولي. که موږ هرڅومره په اوسنیو واقعیتونو سترګې پټې کړو همدومره به ناوخته وي او د افغانستان قسم خوړلي دښمنان به خپلو موخو ته رسېدلي وي.

      • په ظاهره هند له ټاپي څخه وتلی ښکاري، نو ځکه د دې واک و پاکستان ته پاتې شو، پخوا پاکستان داسې انګېړله چې ګازو ته به چنداني ضرورت پیدا نه شي، خو اوس د دوی اقتصادي وده ټوله د ګازو پر اړتيا ولاړه ده، اوس پاکستان غواړي چي یواځي دا ګاز له ترکمنستان/افغانستان څخه تر پاکستانه ورسيږي، د هند خبره تر دې مهاله دا ګونګه ده.

        که هند له ټاپي څخه پر شا شي، افغانستان به يې چنداني ګټه ونه ویني، چي مشري او د ګازو زبېښونکی به ازلي دښمن پاکستان وي، او پاکستان په سیمه کي پوره لاس لري.

  2. ټولو ته په درناوي،
    که راته په غوسه نه شئ، نو حق لري چې زموږ په حضور/غياب کې له ترکمنستان او يا له بل هر چا سره تړون وکړي. دا ځکه چې :
    کرنيل امام
    د افغانستان د جها داستان
    ۵۶ مخ، وروستی پاراګراف
    هغه کارونه چې مونږ د افغان جهاد کې له ګډونه بايد د پاکستان له پاره کړی وی نه وو شوي. ((د شوروي په خلاف جګړه کې بايد مونږ ته زمونږ حق راکړی شوی وی))، خو مونږ چې ليدل په کابل کې د مجاهدينو له حکومت جوړېدو وروسته هرڅه زمونږ له لاسه ووځي.
    د هغه وخت د آغا شاهي پر وينا چې امريکا له ضياءالحق يو تړون کړی وو چې :
    • وسله به زموږ په لاس توزيع کيږي.
    • زموږ په خوښه به ورکول کيږي [چې چا ته ډېره ورکوو او چا ته لږه].
    • کله چې روسان وځي، نو افغانستان به موږ ته راسپارل کيږي. موږ پوه شه او دوی چې څنګه يې اداره کوو.
    ضياءالحق به ويل :
    • پاکستان په خپل ګاونډ کې خپلسری او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.
    • افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

    پروسږکال له افراسياب خټک سره مرکه وه چې په هغې کې ذبيح الله مجاهد هم برخه لرله وويل چې :
    پاکستان دلته په اسلام اباد کې د ټولو وزارتونو او خفيه ادارو يو ګډ دفتر جوړ کړی دی چې هغې ته ((د افغانستان د کنټرول مرکز يا Afghanistan Control Centre)) وايی اداره کيږي چې په هغې د افغانستان د ټولو ولسواليو استازي دوی مقرر کړي دي، خو مجاهد خپل ببولالې ويلې.
    په هره توګه موږ ډېر هوښيار خلک يو.
    غوږ مو ګټلو، خو سر مو پکې بايلود.

  3. له کومې ورځې چې دا موضوع ما د تاسو په سایټ کې لیدلې پدې اړه د ترکمنستان دولت چارواکو له افغان دولت او هند حکومت سره خبری کړی چې په لاندی ډول دي:
    د هند او ترکمنستان ولسمشرانو پر ټاپي او ټولګدونه حکومت خبرې وکړې
    https://taand.net/?p=206971
    ترکمنستان ته د ټاپي پروژې په اړه سفر؛کانونو وزارت:د ملي پروژو چارې چټکوو
    https://taand.net/?p=214945
    تر راتلونکو شپږو مياشتو د ټاپي پروژې عملي چارې پيليږي
    https://taand.net/?p=210030
    د ټاپي پروژې د پیل په اړه به ترکمنستان کې ژر د اړوندو هېوادونو غونډه جوړه شي
    https://taand.net/?p=214369
    حاکم رژیم: د ټاپي پروژې پيلولو ته چمتو یوو
    https://taand.net/?p=221918
    تر راتلونکو شپږو مياشتو د ټاپي پروژې عملي چارې پيليږي
    https://taand.net/?p=210030
    ځکه ستونزه په افغانستان کې نشته ستونزه پدی کیده چې پاکستان نغواړی د ګازو نللیکه د پاکستان د خاوری څخه هند ته لاړه شي او هند حکومت وایی کچیری په راتلوونکی له پاکستان زما ستونزه پیدا کیږي نو پاکستان به یاده نللیکه باندی برید کوی او یاد ګاز به قطعه کیږی بیا وایی چې دا نامعلومو وسلوالو کار وو نو زما په نظر چې ترکمنستان دا موضوع درک کړی وو نو هغوی نغواړی چې په دومره لویه پروژه کې ورته ستونزی پیدا شی نو کیدای شی دا داسې تړون وی کچیری په راتلوونکې کې کومه ستونزه پاکستان ورته پیدا کوی ټول تاوان به له پاکستان څخه اخلی ځکه خو یی تړون ورسره په تنهایی کې لاسلیک کړ او پدی کې هند او افغانستان لازم نه وي ځکه ستونزه په پاکستان کې پیښيږی د هند او افغانستان ورپکې څه کار؟

  4. داقغانستان دښمنان به هره غلجکه جوړوی دا دامریکایی افغانانو په ګډون. مونږ هیله لرو چی دامریکایانو په ډول به ناکام سی.
    چی له خبری خبر نه یاست نو بیا ولی دافغانستان په ضد خبری کوی. تاسو ته اوس څوک ځیره درکوی چی په حاکمه اداره باندی بد او رد وایاست.
    چی طالبانو ټاپی غوښته پاکستان یی ممانعت وکړ. افغانستان ولی خپه سی. دافغانستان قراردادونه له ترکمنستان سره دی ځکه هغه یی امنیت غواړی او دا دهغوی پروژه ده. نو دا ترکمسنتان دی چی باید خپلو کالو ته خریدار پیدا کړی او بیا یی په امنیت ورورسوی. طالبانو ترکمسنتان ته ډاډینه ورکړی. اوس نو دپاکستان وار دی. کیدای سی دهند لپاره یی دامنیت تصمین غوښتی وی. دا زما خبره ده.
    دا پورته خلک دی اسناد راوړی چی ولی افغانستان ځینی وتلی. که څوک بیا هم ځان هوښیار بولی نو دهغی تعهد نامی متن راوړی جی هغه څنګه دافغانستان په ضرر ده. لیږ خو ددرواع ویلی او تبلیغاتو چل زده کړی.

  5. بلی ثابته په منافقت کښی تاسی اساسی تربیه اخیستی او په دی برخه کښی اوږدی تجربی لرۍ لکه چی په ۱۹۹۵ – ۱۹۹۶ کښی د مونږ سلاح جمع کولو پروګرام سبوتاج کړۍ شو ( د ملی خسی آی اي خلیلزاد په کومک ) ! طبعآ تاسی د امریکا او انګلیس مرودو هدفونو لپاره دوهم ځل بیا په بی شرمانه شکل سره کابل ته راوستل شوۍ ، د تاسی اړیکی د روسیی او ترکمنیتان سره د امریکا په هدایت نیول شوی دی !!!!

  6. بلی ثابته په منافقت کښی تاسی اساسی تربیه اخیستی او په دی برخه کښی اوږدی تجربی لرۍ لکه چی په ۱۹۹۵ – ۱۹۹۶ کښی د مونږ سلاح جمع کولو پروګرام سبوتاج کړۍ شو ( د ملی خسی آی اي خلیلزاد په کومک ) ! طبعآ تاسی د امریکا او انګلیس مرودو هدفونو لپاره دوهم ځل بیا په بی شرمانه شکل سره کابل ته راوستل شوۍ ، د تاسی اړیکی د روسیی او ترکمنیتان سره د امریکا په هدایت نیول شوی دی !!!!

    په اشتباه سره داکار را څخه شوۍ دی او اوس د ډاډ لپاره بیا درلیږم !

  7. غروال صاحب دا ټول د ضیاولحق ناروا زامن دی د پاکستان د ګټی لپاره له وطن او ناموس څخه تیر دی دوی صرف په نوم راغلی او دا د همدی یهود پرسته پاکستان او امریکا کارده چی اسلام نام بدی کړی ایا د دوی کوم کار داسلام په چوکاټ کښی ده که دا مسلمانان وی نو د یو خینزیر چی هیڅ معلوم نه ده چی څوک ده چی ټول اعمال دی غیر مسلمان او داسلام له چوکات نه وتلی دی پیروی کوی نو له داسی خلکو ګله مه کوه چی دخپل ناموس پروا نلری نو دنورو به څه ولری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب