شنبه, جولای 27, 2024
Home+مخالفت مو حق دى خو ښکنځل ناوړه کلتور دى

مخالفت مو حق دى خو ښکنځل ناوړه کلتور دى

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

د تيرو څو لسيزو په اوږدو کې افغانان د خپلو ستونځو په تړاو د پاکستان رول او کريکتر ته د کرکو له زاويې څخه ګوري او متاسفانه د دواړو خواوو ترمنځ د بې باوري ګراف ورځ تربلې لوړيږي. زه په لاندې ليکنه کې  په دغه مسئله باندي تمرکز کول غواړم چې د سمون په موخه سپورې او ستوغې ويل زموږ ترمنځ شته ستونځې د حل کولو پرځاى نورې پيچلې کوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ترينګلتيا له امله د هغوى تګلارې د عيني واقعيتونو او دَ غوره تمدن د پرنسيپونو پر معيار او مقياس برابرې نه ګڼم، خو د دواړو غاړو له اشتباهاتو، ناسمو تګلارو او د ځوانانو  له احساساتي ذهنيت سربيره نور کورني او بهرني عوامل يې هم له پامه نشو غورځولای. البته دومره هم ضرور وايم چې د ګاونډیانو  ترمنځ د اړيکو کچه تر اوسنۍ کچې پورې رسول ناوړه سياست، د ناکامو ستراتيژيو پايله او په هيڅ ډول د هيڅ لوري په ګټه نه ده.

 دَ مخالف اړخ له کړنو او څرګندونو سره د اخلاقي او کلتوري کودونه په چوکاټ کې مخالفت څرګندول د هر چا حق دى خو  په وروستیو کلونو کې د افغانستان په هکله د پاکستان  تګلارو ته په احساساتي ډول   دَ بدرد په ويلو خپله غوسه ښکاره کول

 زموږ د درد درملنه نه کوي، ګټه نه بلکې غبرګونونو ته لاره هواروي او هيواد ته زيان  اړوي. احساساتي او سليقوي چلن زموږ له تمدن او د معاصر سياست له معيارونو او پرنسيپونو سره نه يوازي سمون نه خوري بلکې په افغاني کلتور کې هم ځاى نه لري. بله دا چې د نورو خلکو په تګلارو کې د سمون او بدلون راوستلو په پرتله په خپلو ځانونو فکرونو کړنو او ذهنيتونو کې بدلون او سمون رامنځته کول اسانه کار دى.

 ويښ ولسونه او پياوړي مشران پرديو ته د پړې ګوتې نيولو پرځاى په خپلو نيمګړتياو باندي تم کيږي او مخالف اړخ ته په خپل ولس او هيواد کې د لاس وهنې لپاره شته نيمګړتياوې او فرصتونو له منځه وړي.  د ګاونډيانو ترمنځ هر وخت شخړې او يو بل ته بدرد ويل شهامت نه دى بلکې د ګاونډيانو ترمنځ د د متقابل درنښت، مدنيت او سالم رقابت په چوکاټ کې تعامل شهامت دى.  په معاصره نړۍ کې ګاونډيان له يوه بل سره د اږود مهاله اقتصادي اړيکو جوړولو پر بنسټ نښلول کيږي او بيا هر هيواد دخپلو ګټو د خوندیتوب په موخه  بل هيواد ته د زيانونو اړولو په تړاو نه يوازې ګام نه اخلي بلکې هغه هېواد ته د زيان اوښتلو مخه نيسي چې په اقتصادي توګه له بل سره نښتي وي.

افغانستان او پاکستان دواړه داسې هېوادونه دي چې د پرمختګونو او د ولسونو د خوشحالي لپاره له يو بل سره د وصل کيدلو پراخه امکانات او فرصتونه لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژبنيو، کلتوري، مذهبي او ټولنيزو  مشترکاتو

له شتون سربيره يو بل ته د ترانزيټ اسانتياوو ورکولو، د انرژي د ليږد،  نړيوال تجارت او نورو ګڼو مواردو کې د يو بل ته اسانتیاوې برابرول، د اوږدې مودې لپاره دواړو هېوادونو د ګډو همکاريو په موخه په زړه پورې بنسټ جوړيداى شي. د سيمه ييزو سوداګريو او د انرژي د ليږد  نړيوالو اقتصادي پروژو د بشپړيدو په صورت کې له يوبل سره نښليدلى او په يو بل باندې تکيه کولاى شي.

له نړيوالې انزوا او د بنديزونو د ختميدو په صورت کې اوس مهال د دواړو هېوادونو د پرمختګ په وړاندې پراته خنډونه له منځه ځي، خو متاسفانه داسې ښکاري چې په دغه تړاو د دواړو هېوادونو سياسي مشرتوب د مشترکاتو د لټون پربنسټ د وصل، تړون، پيوستون او په يو بل د تکيه کولو د هڅو نوښت نه کوي او يا  هم د خپلو هيوادونو د ابادي او راتلونکو نسلونو د ښېرازه ژوند لپاره د عملي ګامونو پورته کولو اراده نه لري.

که د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لوړو او ژورو ته له بلې زاويې څخه وګورو او ورباندې خوشبينانه نظر واچوو، نو د ولسونو ترمنځ نسبتاً مثبته ځانګړتیا او د اشتراک ښه نکته چې د  خپلوي له ژور احساس څخه سرچینه اخلي داده چې کله کله واقعيتونو، د يو بل وړتیاو او امکاناتو ته له کتو پرته له يو بل څخه د لوړې کچې توقعات کيږي. البته دغه توقعات يوازې احساساتي اړخ لري او له ځمکنيو حقایقو سره سمون نه خوري.

افغانان ددې پرځاى چې د يو بل په وړاندې د توپک کارولو زيانونه وڅېړي، د هيواد د بربادي مخه ونیسي، د خبرو او تفاهم له لارې خپلو ستونځو ته په کور دننه حل ولټوي، د يو بل اندېښنې درک کړي، ملي ګټې او ملي اجنډا ترتیب کړي، د مخالف اړخ حذف او نفى کول پريږدي، هېواد د ټولو پرګنو ګډ کور وګڼي، په ګډه يې ابادي ته ملا وتړي او بيا له هر هېواد سره له پياوړي ملي دريز څخه د ستونځو د حل لپاره د خبرو ميز ته کښېني، د رسنيو له لارې د  پاکستان تګلارو ته په بدرد ويلو، ښکنځلو او په احساساتي څرګندونو باندي خپله غوسه، کرکه او نفرت څرګندوي او پاکستاني رسنۍ هم متأسفانه په ورته ډول ستونځو ته د حل لارو وړاندې کولو پرځاى  هوا ورکول خپل نصب العين ګڼي.

که زموږ مليونونه هيوادوال د کډوالو په توګه په پاکستان کې ميشت وي،  د ډيرى سياسي واکمنانو فاميلونه په پاکستان اوسيږي او په دغه هېواد کې ملکيتونه ولري،  موږ د واک په سر په خپلمنځي شخړو کې نښتي يو، له پاکستان سره د دوه اړخیزې ديپلوماسي له مخې د خپلو ستونځو د حل د وړتیا د نشتون له امله  په ښکنځلو بسنه کوو نو يوازې خپل ځانونه بد ښکاره کوو او هېواد ته زيان رسوو، خو له پاکستان سره به مو ستونځې شتون ولري.

د پاکستان له چارواکو څخه مو هيله داده چې له لسيزو راپدیخوا د افغانستان په تړاو په خپله ناکامه پاليسي باندي له

سره غور وکړي او خپلې تګلارې د عيني واقعیتونو، سياسي، اقتصادي او ستراتیژیکو اړتیاو له غوښتنو سره سمې عيارې کړي. له افغانستان سره د اړيکو په رغولو او جوړولو کې محتاطانه ګامونه واخلي.  افغانستان د يوه ازاد، خپلواک، خپلو ګټو او نړيوالو تړونونو ته ژمن،  له نړیوالو او ګاونډیانو سره د متقابل احترام او برابري پربنسټ اړيکې درلودونکى او پالونکي هېواد په توګه په خبرو او په عمل کې د زړه له کومي ومني او تر ټولو مهمه دا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د کچې تر لوړيدو پورې د حساسو او جنجالي مسائلو له مطرح کولو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان حکومت هم باید په مسئولانه توګه په خپله جغرافيه کې د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو  اندېښنو ته په جدي توګه خپلو مکلفیتونو ته د يوه ژمن ګاونډي او مسلمان هېواد په ډول د حل لارې په موندلو کې خپل دروند مسئوليت ادا کړي. په افغانستان کې د تېرو څو لسيزو تاوتريخوالي او د نړيوالو زبرځواکونو ترمنځ رقابتونو ته په کتو داسې ښکاري چې دواړه هېوادونه په مسلسل ډول د سياسي مشرتابه د غلطو تګلارو بيه ورکوي او د زبرځواکونو د رقابتونو ډګر ګرزيدلي دي.

ددې لپاره چې په پاکستان کې زيات شمېر افغان کډوال مېشت او هغوى له خپلو خپلوانو سره راشه درشه ته اړتیا لري. ددغې ستونځې د حل لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړونده چارواکو لخوا ميکانېزم ترتيبول، د ويزا په برخه روڼتيا

شفافیت رامنځته کول ، له کرښې څخه د اوښتو په مهال د چارواکو ناوړه چلن، په سوداګريزو توکو باندې د ټيکسونو او ماليو د زياتولو په پلمه د تازه ميوو او سبزيجاتو د خرابيدو ستونځه، د ډيورند کرښې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو لخوا په يو اړخيز ډول له هر ډول خوځښتونو او نوښتونو  څخه ډډه کول په يقيني توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د رامنځته کيدو لامل ګرزي. تجارت او له کډوالو سره ناوړه چلن باید په هيڅ ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي کړکېچ ښکار نشي. پورته نيمګړتياوې په  رسنيو کې د منفي تبلیغاتو لپاره په پراخه کچه لاس په لاس کيږي او د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ دښمني ته لمن وهي.

5 COMMENTS

  1. د ښاغلي عبدالوحید وحید لیکنې تل په مینه لولم ، دوی هرځل د ستونزو د مطرح کولو د هغو د تحلیل او د هغوی د حل لپاره په زړه پورې وړاندیزونه لري .
    که افغانستان د باندېنیو چارو یو فعال وزارت درلودای او یا حد اقل په دې حساس وزارت کې په دیپلوماسي او ملي ګتو پوه وزیر مو درلودای ، نو ستاسو له وړاندیزونو نه به یې ګټه اخیستې وه . زه فکر کوم د نورو لیکنو په شان به هېڅ یو چارواکي هغه نه وي لوستي ، ځکه دوی سیاسي سواد او سیاسي شعورنه لري ، ملي ګټې او ملي ارزښتونه نه پېژني . دوی ته یواځې د پنجاب د ګټو ساتونکي ملایان ارزښت لري او بس .

    • نړۍ مننه جناب هادي صاحب محترمه

      زه ددغې خاورې د يوه عادي فرد په توګه ځان ددغه هېواد مقروض ګڼم. له ځان سره د چارواکو د غوره چلن تمه نه لرم خو په هيواد حتماً خفه کيږم.

      په اسلام اباد کې د افغانستان چين او پاکستان د بهرنیو چارو د وزيرانو ترمنځ په کتنه باندي مې زموږ د بهرنیو چارو له وزير سره د متقابل احترام په چوکاټ کې د چلن نه کولو او افغانستان ته د نورو دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزيرانو په امرانه لهجه او يو اړخيزو غوښتنو باندي مې په يوه پښتو ليکنه کې نيوکه کړې وه. باور وکړئ چې د چين د تر ټولو مشهورې ورځپاڼې ادارى هغه ژباړلې وه او بيا يې راته د معذرت څرګندولو ترڅنګ داسې پيغام استولى وو:
      “بښنه غواړو چې د اسلام اباد په ناسته کې ستاسو د بهرنیو چارو وزير ته د متقابل درناوي په چوکاټ کې احترام نه دى شوى. موږ ته د افغانستان په مسائلو باندې د اګاهانو لخوا ويل شوي وو چې که چين د CPEC پروژه افغانستان ته وغځوي نو طالب مشران به د چين اندېښنې درک کړاى شي، خو دا چې تاسو د متقابل احترام نشتون احساس کړى دى څه فکر کوئ چې طالبان به هم په ياده نيمګړتيا باندي خفه شوي وي که نه”
      حيران شوم چې خپلو ته مې له هيڅ ډول تمې او هيلې پرته څومره زارئ او عذرونه وکړل خو باور وکړئ چې تر اوسه له ګيلو پرته هيڅ ډول اړيکه راسره نه ده نيول شوي. البته زه دغه نيمګړتيا مهمه ځکه نه ګڼم چې دغه خاوره مى ټاټوبى دى او زه د دغه ولس يوه برخه يم. زه د خپل هېواد او ولس په هکله په هره نيمګړتيا باندې اندېښنه څرګندول خپل حق ګڼم.

  2. سلام
    دحاتم طایی په دیوان کې دغه خبره زما ډیره زیاته خوښه شوې ده چې وایی:
    که شرارت پرېښودل دۍتا درد دوا کولای شی نو ولې یې نه پریږدې؟
    ښکنځل ،اهانت،تحقیر ، بې عزتی او سپکاوی ، سپورې اوسپکې زمونږ فرهنګ او کلتور نه دی .رښتیا دې سره په سالمه نیوکه مخالفت یو اهمه موضوع ګڼل کیږی. اوستاحق دی
    الله سبحانه وتعالی فرمایی:
    فاعرض عنهم ودع اذئهم . له خلکو سره دخیر رسونې مینه اوولوله دالهی ډالۍ او بختوره ورکړه ده عبدالله بن عباس داسې وایی:
    الف-په باران خوښیږم ولو که زما ګټه په کې نه وی
    ب-په ټولنه کې عدالت ښه ته ښه او بدو باندی نیوکه کول زما او دالهی حق دی
    ج-دخلکو پوهاوی او له خلکو سره اړیکی نیول زما رسالت او مسئولیت دی
    له پاکستان سره زموږ اړیکی سترې لوړې او ژورې لری . موږ باید له پاکستان سره چې زموږ ګاونډی دی اړیکی ولرو خو دا په افغانانو پورې تر ډیره حده اړه لری په تیره بیا دبهرنیو چارو وزارت له کومه ځایه چې ماته پته شته دربانی له وخته تر ننه پورې داسې سرپرست په دې وزارت نه دی ننوتلی چې دافغانستان تعریف یې له ولس سره په سیاسی ډګرونو کې ښوولی وی.
    دبهرنیو چارو وزارت خپل کورنی کار کې مطلق ناکام دی. تاسې دملګرو ملتو، سیمې اوسفارتونو حال په بهر کې وڅیړی وایی پهلوان زنده خوش است!
    رسمیت پيژندل خو هم اخر تعریف لری دا خبره خو له دوه کلو څخه واوښته نو حکومت مسئولیت لری .
    تاریخ کې تا چیرې لیدلی چې شپون دطبیب کار مخ ته بوولی وی؟ خو اسلامی امارت ښکر ورته کړی دا ناممکن ممکن کوی
    وحید صاحب حیف دوخت او دې ښکلی ولس چې خپل پوهاند بهر ته مجبوره کوو او له روس څخه په اټکل داستادانو غوښتنه کوو؟ داشو دعالی تحصیلاتو مدبر

    • سلامونه او مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه

      يقيناً موږ د ملي ګټو او ملي ارزښتونو لپاره تعریف نه لرو. موږ د ځنګل د قانون له مخې افغانستان هم ځنګل، ولس يې وحشي حيوانات ګڼو او د توپک په زور ورباندي حاکمیت قانوني حق ګڼو. زه هم د لوړو غرونو مدبر ته حيران شوم چې خپل يې وشړل او د کادرونو خيراتونه له دوستو هيوادونو څخه غواړي. دغه وړۍ به کله شړۍ ش.
      په هر صورت موږ ددغه هېواد مقروض يو او ددغه قرض د ادا کولو لپاره به مبارزه جاري ساتو. ناهيلي کيږو به نه

  3. ګرانه خبرې د درستې دی خو که سړی ځناورتوب کوي بیا به څه کوې ؟؟ اوس طالب منافق ته ګوره چې د ښځو حقوق خوري نو له داسې ځناورو سره به څه وکړې ؟؟ زه چې فکر کوم داعمل یې نه دین دی ، نه قانون ! زه نو څه ورته ولیکم ددوی دادې غار غیم !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب