تاند:(شنبه، د جوزا ۲۰ مه) د قرزستان د ملي امنیت شورا منشي مارات ایمانکولوف د بیلاروس په پلازمینه مینسک کې د ګډو امنیتي همکاریو د سازمان د امنیت شورا د سرمنشيانو په غونډه کې د سیمې په ثبات او امنیت باندې د ټینګار په ترڅ کې له خپلو همکارانو وغوښتل چې په سیمه کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د افغانستان پر وضعیت تمرکز وکړي.
د قرزستان رسنۍ “وستی” راپور ورکړی چې په دې ناسته کې برخه والو د ډله ایز امنیت تړون سازمان پر وړاندې د ننګونو او ګواښونو او د مخنیوي لپاره د اړینو اقداماتو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
د دغه رپوټ له مخې، په دغه غونډه کې، ګډونوالو هېوادونو په سیمه کې د خپل پوځي-سیاسي موثریت د زیاتولو لپاره د همکاریو د پراختیا موافقه وکړه.
د ډله ایز امنیت د تړون د سازمان د امنیت شورا د سکرترانو کمیټې هم د سیمه ییزو ترهګرو پر ضد د عملیاتو په اړه نوی مقررات تصویب کړل.
له غونډې څخه په مشخص ډول د افغانستان د وضعیت په اړه د غړو هېوادونو نورې تبصرې نه دي رسنیزې شوي.
په وروستیو کې، سیمه ییز هېوادونه تر ډېره له افغان خاورې د دوی قلمرو ته د تروریستي خطرونو د زیاتیدو اندیښنې څرګندوي.
طالبان بیا دا اندیښنې ردوي او وایي، چې هیچا ته یې له افغان خاورې د تروریستي فعالیتونو او چا ته د خنډ کیدو اجازه نه ده ورکړې.