شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد یوناما مشره مولوي کبیر ته؛ چین او هند نه مو کروندګرو...

د یوناما مشره مولوي کبیر ته؛ چین او هند نه مو کروندګرو سره مرسته غوښتې

تاند:( شنبه ، د جوزا ۲۰ مه ) د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې مېرمن روزا اوتونبایوا د طالبانو د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر ته ویلي، چې له چین او هند څخه یې افغان کروندګرو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

د مولوي کبیر دفتر په یوه اعلامیه کې د نوموړې د دغې څرګندونې نور جزیات نه دي روښانه کړي.

  طالب مقام مولوي کبیر د یوناما مشرې ته د دوی د رژيم د لاسته راوړنو ویلي او غوښتنه یې کړې، چې نړیوالې ادارې دې په افغانستان کې خپل دفترونه پیل او خلکو سره په مختلفو برخو کې مرستې وکړي.

یوناما نه دي ویلي، چې چین او هند له افغان کروندګرو سره د مرستې غوښتنه منلې کنه؟

د سیمې د هېوادونو یو شمېر منتقدین، دغه هېوادونه نقدوي چې طالب رژیم څخه د ملاتړ له ژمنو سره یې بیا هم دغه رژیم او افغانستان سره مرستې په نشت حساب دي.

1 COMMENT

  1. یوناما یوازې خبرې کول واک نه لري. په تېرو څلوېښتو کلونو کې په افغانستان کې هېڅ لاس نه لري. ملګرو ملتونو یوازې په افغانستان کې نړیوالو کارکوونکو ته د لوړو معاشونو ورکولو پیسې لګولې. په افغانستان کې د نړیوالو کارکوونکو لپاره د عاید غوره لارې. په افغانستان کې د افغانانو لپاره کومه ګټه نه ده. که ملګري ملتونه په افغانستان کې واقعاً سوله او ثبات غواړي. په افغانستان کې د نړۍ او بډایه هیوادونو پانګونې ته ووایاست. په افغانستان کې د پانګونې اسانتیاوې لرې. له فقر، اقتصادي بحران، بشري ناورین، بې روزګارۍ، کډوالۍ څخه د افغانانو د ژغورلو یوازینۍ لار دا ده چې شتمن هېوادونه په افغانستان کې همکاري او پانګونه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب