شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د جودو ملي لوبغاړی ازادالحق نایبزاده وژل شوی

د افغانستان د جودو ملي لوبغاړی ازادالحق نایبزاده وژل شوی

تاند:( جمعه ، د جوزا ۱۹ مه ) د افغانستان د جودو د ملي لوبډلې نامتو لوبغاړی ازاد الحق نایبزاده د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.

د بغلان د قریش او سامبو فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جودو دغه تکړه افغان لوبغاړی تېره اوونۍ د بغلان ولایت د بورې له فابریکې څخه نامعلوم ځای ته یووړل شو او نن جمعه ووژل شو.

 نایبزاده په تیرو درېیو کلونو کې د افغانستان د جودو په ملي سیالیو کې دوه د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.

هغه د دې تر څنګ چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د جوډو تر ټولو غوره وزن لرونکی لوبغاړی بلل کېده، د رستمي، کوریش او سامبو په غېږ کې یې هم ډېره مینه درلوده او ډېرې پیسې یې ګټلې.

ازاد الحق نایب زاده په بغلان ولایت او افغانستان کې د جودو، کورش او سامبو یو له غوره لوبغاړو څخه یادیږي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان د سامبو او کوریش ورزشکارانو سره دا ډول زړه بوږنونکې پیښه رامنځ ته کیږي، تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې هم د اسیا او نړۍ د کوریش او سامبو مډال ګټونکی الیاس امینیار په کابل ولایت کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی و.

تر اوسه د دې وژنې لامل او انګیزه معلومه نه ده، خو کارپوهان وايي، چې یو له لاملونو یې بې صحي ورزشي سیالۍ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب