شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهداعش د بدخشان په جومات کې د چاودنې مسوولیت هم پر غاړه...

داعش د بدخشان په جومات کې د چاودنې مسوولیت هم پر غاړه واخیست

تاند:( جمعه ، د جوزا ۱۹ مه )  په بدخشان کې د طالبانو د مرستیال والي له وژل کیدو وروسته، د هغه د فاتحې پر مراسمو په یوه جومات کې د چادونې مسولیت هم داعش وسله والې ډلې ومانه.

  داعش نن جمعه په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا چادونه دوی ترسره کړی ده.

د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس  معز الدین احمدی د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي وو، چې په دې چادونه کې د بغلان پخوانی طالب امینه قومندان صفي الله صمیم وژل شوی دی.

د راپورنو پر بنسټ، په دغې چادونه کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان وو.

د داعش وسله والې ډلې خراسان څانګې د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د جون میاشتي د شپږمې چادونې مسولیت هم منلی و.

په هغې چادونه کې د بدخشان لپاره د طالبانو  سرپرست والي نثار احمد احمدي وژل شوی وه.

دا په داسې حال کې ده، چې نن یو شمېر پاکستاني رسنیو د داعش د خراسان څانګې د مشر د وژل کیدو خبر ورکړی او ویلي، چې نوموړی د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې طالبانو وژلی.

طالبانو بیا دغه خبر رد کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب