HomeخبرونهWFP: له ۱۵ میلیونه وږو افغانانو څخه یوازې ۴ میلیونو سره مرسته...

WFP: له ۱۵ میلیونه وږو افغانانو څخه یوازې ۴ میلیونو سره مرسته کولای شوو

تاند:( جمعه ، د جوزا ۱۹ مه )  د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د بودیجې د کموالي له امله دا اداره یوازې په افغانستان کې له څلورو میلیونو اړمنو خلکو سره مرسته کولای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یاد شوي پروګرام د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې ۱۵ میلیونه وګړي نه پوهېږي راتلونکي خواړه له کوم ځایه ورته راځي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر هم وايي چې افغانستان لا هم د نړۍ په کچه تر ټولو ناوړه بشري ناورین شاهد دی.

اوچا وایي، سږ کال د افغانستان له دوه پر درېیمې برخې نفوس (۲۸.۳ میلیونه وګړي) د ژوندي پاتې کېدو لپاره د نړیوالو مرستندویه کارکوونکو بشري مرستو ته اړتیا لري، ځکه هېواد پرله پسې درېیم کال وچکالي او دویم کال د سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.

د طالبانو رژيم له نړیوالو غواړي، چې افغانستان سره بشري مرستې له سیاسي تبعیض پرته په پراخه کچه وکړي، خو منتقدان یې باور لري، چې له دغو مرستو د طالبانو ناوړه استفاده او لږ ترلږه د دغو مرستو په وېش کې ښځینه کارکوونکو ته د کار کولو اجازه نه ورکول، د طالبانو تېروتنه ده، چې افغانان ورسره د لوږې او ناورین قرباني کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

جانداد جهاني څنگه پښتو ژبه جهاني کوي؟

پوهندوی آصف بهاند لومړی احمدولي اڅکزی او اوس یې بل‌ملگري جانداد جهاني داسې پروژه چې ټول کارکونکي یې له کاره راضي دي (د مورنۍ‌ژبې نړیواله‌ورځ ــ ۲۰۲۶...