Homeخبرونهد امریکا کانګریس حکومت ته له افغانستانه د وتو اسنادو د شریکولو...

د امریکا کانګریس حکومت ته له افغانستانه د وتو اسنادو د شریکولو مهلت ورکړ

تاند:( جمعه ، د جوزا ۱۹ مه )  د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته یوه اونۍ وخت ورکړی چې له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي په اړه بشپړ اسناد وړاندې کړي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که بلنکن په دې اړه د دوی غوښتنه ونه مني، کانګریس ته به احضار شي.

په لیک کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې کې پاتې راغلی چې د کمېټې د څېړنو لپاره له درې برخې غوښتل شویو اسنادو څخه دوه برخې یې برابر کړي.

تر دې مخکې مک کیل له بلنکن سره د دې هوکړې له مخې اعلان کړی و چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو د بیا کتنې د کمېټې ټول غړي به په دې اړه ټولو محرمو اسنادو ته لاسرسی ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له را رسیدو سره، له افغانستانه د دغه هېواد نامسوولانه وتل، یوه مهمه کمپایني ناندرۍ ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...