جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهبازمحمد عابد د ننګرهار عامه کتابتون ته ۸۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل

بازمحمد عابد د ننګرهار عامه کتابتون ته ۸۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل

تاند:(یکشنبه، د غویي ۲۴) مشهور شاعر او ژورنالېست بازمحمد عابد د ننګرهار عامه کتابتون له (راشئ ولولئ) کتابتون سره د ۸ سوه ټوکه بېلابېلو کتابونو مرسته وکړه.

د ننګرهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د فرهنګ آمر امرالله امید عامه کتابتون ته د دغې کتابونو لۀ ورکړې مننه وکړه او پر نورو فرهنګ پالو یې غږ وکړ، چې خپل اضافي کتابونه د عامه لوستنې لپاره دې کتابتون ته پۀ واک کې ورکړي.

د ننګرهار عامه کتابتون مسوول ضیاءالدین همت مل بیا خلک دې کتابتون ته د لوستنې او مطالعې لپاره وبلل او ډاډ یې ورکړ، چې راشئ ولولئ کتابتون دروازې هر وخت د لوست مینوالو لپاره خلاصې دي.

د یادولو وړ ده چې د ننګرهار عامه کتابتون (راشئ ولولئ) کې لۀ ۱۵ څخه تر ۲۰ زرو پورې ادبي، کلتوري، سیاسي، عملي او نور بېلابېل ډوله کتابونه د مطالعې مینوالو لپاره لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...