شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهترکیه کې ټاکنې؛ لومړنۍ پایلې اردوغان ګټونکی ښيي، خو اوغلو وایي ما...

ترکیه کې ټاکنې؛ لومړنۍ پایلې اردوغان ګټونکی ښيي، خو اوغلو وایي ما ګټلې

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۲۴ )  لومړني راپورونه څرګندوي، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغه هېواد نننۍ ټاکنې ګټلي دي.

له دې سره، د هغه مخالفانو تور پورې کړی، چې د اردوغان په پلوۍ په ټاکنو کې درغلۍ شوي دي.

ځينو نا تایید شویو راپورونو کې د اردوغان د ګټلو رایو فیصدي څه باندې ۵۲ سلنه او د اصلي مخالف نوماند کمال اوغلو رایې ۴۱ سلنه ښودلې ده.

په عین حال کې ګومان کیږي، چې ښایي ټاکنې یا دویم پړاو ته لاړې شي او یا د ټاکنو د پایلو موضوع ناندریزه شي.

له بلې خوا په ترکيه کې مېشت افغانان هم د دغو انتخاباتو د برخليک په اړه اندېښمن دي او وايي چې د کمال اوغلو په بريا سره به په دغه هېواد کې د دوى د موجودیت برخليک له ستونزو سره مخ شي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، اوغلو تېر کال د اردوغان د کډوالۍ پالیسي تر پوښتنې لاندې راوسته او ویې ویل چې که ټاکنې وګټي، نو هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې په اسانۍ ترکیې ته ننوځي.

که څه هم په ترکيه کې د مېشتو افغانانو کره شمېره نه ده څرګنده، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د ۲۰۲۱ کال د اپرېل د راپور له مخې، د افغان کډوالو شمېر ۱۲۹ زره اټکل شوی دی.

3 COMMENTS

  1. دومره هزاره هم نه یم چی د پښتو ژبی د زده کړی د ادعا د نڅا ډګر ته د داخلېدو جرئت ونلرم.
    « خو اوغلو وائی ما ګټلی دی ».
    ” ما ” دلته بل مفهوم لری ( دوهم حاضر ضمیر ).
    سمه جمله به داوی:
    « خو اوغلو هم ځان ګټونګی بولی ».

  2. د ترکي ټول ټاکنې دا په ګوته کوی چی د ترکي هیواد او ولس ګټلې ده ځکه چی خلک د خپل برخلک فیصله پخپله کوی.

    بلی خوا تالبی ملایان شپه او ورځ پدی وختونو کی د غرض په سجدو کی غرق پراته دی او داردغان د بریا دوعاګانی کوی خو دا نه ویني چی د افغانستان نه يی خپله یاغیستان جوړ کړی او دولس نه يی د ټولټاکنو حق خو پریږده چی د ټول ژوند حق هم اخستی دی.
    د بجلی ګهر مولانا په خبره چی اوس تالبی ملایان داردغان په وچو غولو تیزونه اچوي.
    پداسی منافیقینو دی دالله لعنت وی. امین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب