پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملا برادر: پر بهرنیو توکیو تعارفه لوړوو

ملا برادر: پر بهرنیو توکیو تعارفه لوړوو

تاند:( جمعه ، د غویي ۲۲ )  د طالبانو د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د صنعت اوونۍ نمانځلو په مناسبت د کابل نړیوال نندارتون پرانیستې مراسمو کې د وینا پرمهال وویل، چې د دوی د رژیم په راتګ سره د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اساسي ګامونه اخیستل شوي دي.

نوموړي د صنعت او تولید لپاره برېښنا اړینه وبلله او ژمنه یې وکړه، چې ژر به په کور دننه د تولید شوې کافي برېښنا څښتنان و اوسو.

ملا برادر زیاته کړه:(( هغه څوک چې په صنعت کې پانګونه وکړي او په خپلو تولیداتو کې اسلامي امارت ته د کمیت او کیفیت تضمین ورکړي، زموږ حکومت به له بهر څخه د هغو شیانو د تورید د مخنیوي او کورني صنعت ته د بازارموندنې په موخه د خودکفایۍ په اندازه تعرفه لوړه کړي.))

 برادر اخوند په بهر مېشتو افغان پانګوالو غږ وکړ، چې خپل هېواد ته راستانه شي او د هېواد د اقتصاد او صنعت په رغونه کې فعاله ونډه واخلي.

هغه وویل، چې د ټولو صنعتکارانو تر څنګ ولاړ دی او هر ډول ملاتړ یې خپل مسوولیت ګڼي.

هېره دې نه وي، چې کابل نړیوال نندارتون کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه جوړ شوی، چې ټول په کې ۵۵۰ تولیدي کارخونو په ۵۵ بېلابېلو برخو کې خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کوي.

6 COMMENTS

  1. د خبر عنوان او متن هیڅ مطابقت نه سره لري.
    د خبر عنوان یو څه دی او د خبر متن او تفصیل بیخي بل څه وایې.
    تانده پام کوه!

  2. صنعت په تولیدي و ایجادي فکر ولاړ وې, حقیقي آزادي همدا اقتصادي خپلواکي چې دساینس او ټیکنالوژي په مټ دبنسټیزو صنعتونو دقیام له لارې ترلاسه کیږې, اوس مهال خو هیواد محتاج ده او امارت په اقتصادي دغرب دکڅوړو کچکول په لاس ملنګ ده

    • دا منافقین خو د سیانس او تکنالوګي ، فکري طبعي ازادي اونورو علمي طبیعي څيړنو کلک مخالفین دي ځکه چې ددوي دیني دیکتاتوري عمر لنډيږي ! په ښځو د تحصیل بندول ددوی مرداره څېره او عقیده ښکاره کوي ! دیوې عالمې مکتبي ښځې زامن او لور ګانې نه غواړي ، ځکه چې هغوی بیا د عرب محمد ددین پیروي په پټو سترګو نه کوي او خپل فکر په کار اچوي تر څو چې د نړۍ په تاریخ او د ادیانو په ماهیت ځان پوه کړي ! ملا خنځير د مکتب سر سخته دوښمن او په مکتب کې د ځان تباهې ویني ! نالت په په ملا او داسې اسلام یې !! دوی منافقین دي له حقیقته سترګې پټوي او اولسونه غلوي !

  3. دا خلتى اشرف غني ته ناروا وى، خو دوى ته روا دي. اوس خو چوپ هم دي.
    د دى خواركي خوله يى وربنده كرى. ده زندان کی یی ورته اتلس کلمه جنی وکره. خلک سختی گالي، خو ده پکی واده وکر. دا عجیبه زندان وو.

  4. ګوړه ګوړه وایه خوله به د خوږه وی.

    خیر دۍ دا یو لس کاله خو موږ هم ورپریږدۍ چه خپل عقل او بخت وازمایو.
    دا د ۵۲ ملکونو له کفارو او د هغو د نا مشروع اولادونو عطا پوف، دوستم، مخقق، ظابت فهیم ، قانونی، قمندان رازق، علی پور یاره کوم یو یې درته یاد کړم.
    کرزۍ ډبل عبدالله خلیلی
    پیدرام.
    له د پورتنیو ټولو طالبان ډیر خراب مزدور او غلامان دی؟؟
    د طالبانو خو بیا هم ادرس معلوم دۍ ستاسو په خیالاتو چه ټول پنجابیان دی. خیر دۍ وخت به یې راشی ورسره ګورو به.
    هغه د چا خبره مدعی د معلوم دۍ.
    ټول شکر سترګې لرو.
    په عمل کی خو دوی له د ټولو ښه خلک دی. هغه په د معنی چه مرګ نشته زور زیاتۍ نشته، غلامی نشته اشغال نشته.
    قسم په الله ج که څوک دا ټوله دنیا هم راکړی او راته ووایې چه ته او ستا ناموس به ستا په خپل پلرنی وطن کی زما په خوښه کښینی او پاڅیږی ته یې منې؟؟ زه خو یې نشم منلۍ.
    زما په یاد دی چه له امریکایی کاروان نه څوک نشول مخته کیدلۍ حتا که ډیر غټ او پړسیدلۍ مزدور به هم وو.
    دا به د کوم افغان ظمیر ومنی؟؟ له هغې نورو خبرو به تیر شو څنګه به دNGO ډمی کور په کور ګرځیدلې او د ( عامه پوهاوی) په پلمه به یې د (امن خونه) له افغانو خویندو ډکولې.
    دا می بیلګې درته راوستی.

    راشۍ وروڼو ورور ته ورور ووایو او تیر شو له دغو پیغور ورکولو.

    نور څه نه غواړم صرف چه وطن او وطندار لږه ستومانی وباسی.
    دا زخمی زخمی وطن او دا دردیدلۍ ملت لږ آرام ته پریګدۍ.
    که یوه نیمه ډالر ایورو مو پری لوریږی راشۍ چکر ته
    مینه راوړۍ خوشحالی راوړۍ مصرف یې کړۍ.
    له شرقه تر غربه بیا له شماله تر جنوبه مزې کوه.
    ژبنی قومی تعصوبونه ختم دی ورورولی ده.
    د اغیارو خبری به نه منو
    پینځه کاله مخکی د قوشتیپی کانال سره له دومره (علمی کادرونو) او ډالرو یو خوب او خیال وو خو نن په دومره بی وسۍ او مجبورۍ کی مخ په تکمیل دۍ.
    دا چه د کابل شهروال ملا دۍ که اکاډیمیک شخصیت دۍ ځما پرې څه کار زه عمل ته ګورم.

    بیا هم لږ حوصله وکړۍ د تعصب عینکې له سترګو لرې کړۍ.
    خیر دۍ که ستاسو په څیر نه یو.
    مړتت منافق او تختیدلی جمهوریتی ټامیان یې د لوستلو حق نلری

    • احمقه د عربو ښځې د غوایې په دود روانه ایدیالیسته بې عقله ! داچې ته کارونه کوې د خپل ځان او نوم لپاره یې کوې ، خو زه خپل د تعلیم حق غواړم !!
      زه د سرک او بندونه څه کوم چې زه پکښې بی علمه او بی پوهې یمه !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب