جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهیونیسف : زرګونه افغان ماشومان د مرستو د نشتوالي له امله خطر...

یونیسف : زرګونه افغان ماشومان د مرستو د نشتوالي له امله خطر سره مخ دي

تاند:( جمعه ، د غویي ۲۲ )  د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې د مالي بحران له امله زرګونه خوارځواکۍ ځپلي افغان ماشومان د نابودۍ له خطر سره مخ دي.

یونیسف پر خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې د روغتیايي اسانتیاوو او د ژوند ژغورنې درملنې لپاره د اضافي بودیجې پرته ښايي زرګونه نور افغان ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته شي.

یونیسف زیاتوي، چې د ماشومانو له خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره په طبي او روغتیايي مرکزونو کې د تیارو خوراکي توکیو کوچنۍ کڅوړې ورکوي.

دغه سازمان وايي چې اوس د دې خورا اغیزمنو کڅوړو د چمتو کولو لپاره هم بودیجه کمه ده.

دغه سازمان وړاندوینه کړې چې سږ کال به شاوخوا یو میلیون افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم وايي چې د بشردوستانه عملیاتو لپاره بودیجه په کمیدو ده.

دغه بنسټ په افغانستان کې د بشردوستانه چارو لپاره د کافي او پر وخت تمویل غوښتنه کړې ده.

 شنونکي باور لري، چې نړیواله ټولنه او طالبان دواړه د افغانستان د بشري ناورین ځپلو په تړاو سیاسي او ظالمانه چلند کوي، چې د بدو پایلو مسوولیت به ور د غاړې وي.

دوی طالبان د نړیوالو پر وړاندې په افراطي پریکړو او دریځ او نړیوال د طالبانو د فشار لاندې راوستو لپاره افغان ناورین ځپلو ته په لږې پاملرنې تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب