شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د پاسورډ ځای «پاس کي» نیسي

د پاسورډ ځای «پاس کي» نیسي

تاند- ګوګل د (پاس کي) په نوم له یوې نوې ټکنالوژۍ څخه په کار اخیستو دې ته نژدې شوی چې د پاسورډ اړتیا پای ته ورسوي.

ډېر خلک له پاسورډه په دې په تکلیف دي چې هیریږي یې او یا یې دومره ساده جوړوي چې نور يې په اسانه موندلی شي.

له کله چې ایمیل رامنځته شوی خلک له دوو نومونو پاسورډ او یوزر سره بلد شوي. ځینې خپل پاسورډونه په یو ځای کې لیکي خو ځینې دومره ساده پاسورډونه انتخابوي چې هکران یې په اسانه موندلی شي.

اوس ګوګل د خلکو د دې ستونزې د کمولو لپاره د یوې نوې ټکنالوژۍ په وسیله د هکرانو او درغلګرو مخه نیولې ده.

که تراوسه پورې مو له پاسورډ څخه کار اخیست، له دې ایسته به له پاس کي څخه کار اخلو.

پاس کي څه شی دی؟

دا هغه سینسور ته ورته دی چې په ځینو موبایلونو کې شته او د ګوتې په نخښه موبایل پرانیستل کېږي. خو په دې کې توپیر دا دی چې یوه نخښه د کاروونکي په وسیله (موبایل، کمپیوټر، لپټاپ، آی پاډ) کې داونلوډ کیږي او کاپي یې په ګوګل کې اپلوډ کیږي.

دې ټکنالوژۍ ته د اپل، ګوګل او مایکروسافټ له لوري په ګډه انکشاف ورکړل شوی دی او اوس د پې پال، او اې بې په شان ځینې کمپنۍ ورڅخه کار اخلي.

ویل شوي چې یوې مودې ته اړتیا ده چې دا ټکنالوژي عامه شي او ټول خلک ورڅخه کار واخلي.

خو ګوګل وايي چې دا نوې ټکنالوژي یا پاس کي د پاسورډ د پای ته رسیدو معنا لري. د ګوګل پر اساس، کي پاس کي لا په لومړیو پړاوونو کې دی او یوه موده وخت غواړي چې په ټولو اپلیکشنونو او ویب سایټونو کې په پراخه پیمانه وکارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب