چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهملایعقوب د طالبانو په اړه د پاکستاني لیکوال تازه کتاب ته غبرګون...

ملایعقوب د طالبانو په اړه د پاکستاني لیکوال تازه کتاب ته غبرګون وښود

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۲۱ )  د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد نن د خپل پلار ملاعمر مجاهد د مړینې په لسمه تلین غونډه کې د وینا پر مهال د طالبانو په اړه د پاکستاني لیکوال حسن عباس تازه کتاب ته په ضمني ډول غبرګون وښود.

نوموړي پرته له دې، چې د حسن عباس او کتاب نوم یې واخلي وویل، دوی خپله تېره جګړه د چا له اغېزې پرته د شریعت په امر ترسره کړې وه.

ملایعقوب وویل، چې اوس ځینې خلک د پردو په اشاره په دوی پسې مقالې لیکي او د ځینو لوریو تر اغېزې لاندې يې ښيي، خو دا واقعیت نه لري.

یعقوب مجاهد د حسن عباس له نوم اخیستو پرته دا ډول کړنې د طالبانو خلاف د استخباراتي شبکو تبلیغات وګڼل.

حسن عباس، چې د امریکا په ملي دفاعي پوهنتون کې استاد دی، په خپل تازه اثر کې د جمهوري نظام خلاف د طالبانو جګړه د پاکستان تر قوماندې لاندې ګڼلې او ادعا یې کړې، چې د ملا یعقوب، امیرخان متقي او نورو په ګډون د طالبانو د ګڼو مشرانو کورنۍلا هم پاکستان کې ژوند کوي.

طالبانو په یوه رسمي اعلامیه کې هم دغه کتاب رد کړی، خو منتقدانو یې پوښتنه ورڅخه کړې چې که د دوی د مشرانو کورنۍ په پاکستان کې دي نو چېرته دي او ولې ملت ته ځواب نه وایي.

4 COMMENTS

  1. نو د ملا یعقوب کورنۍ چیرته ده, بچیان او دپلارني کهول یې چیرته ده

  2. که دا کوم دليل کيدلۍ شى نو د اشرف غنى کرزى عبدالله محب صالح کورنۍ هم په خارجى هيوادونو کى اوسيدلى او اوس هم اوسيږي دا خو کوم منطقى دليل نشى کيداى

  3. دا قدیانی روزل شوی وحشیان او د پنجابی پاکستان غلامان تر اوسه پوری افغان ملت په مرداړو ږیرو او کلیمو ویلو باندی غولوی او افغان ملت باید د غفلت خوب څخه راپاڅی او ددی ملی او اسلامی خائینینو پر ضد راپورته شی !!!!!

  4. د ملا یعقوب مجاهد دغه خبره چی د طالبانو لومړنی مشر ملا محمد عمر مجاهد او ډلی یی د چا له اغیز پرته خپلی چاری مخ ته بیولی تر یوه بریده پځای خبره ده او زه ددغی خبری شاهد یم. د امریکا د حملو دمهال په را نیژدی کیدلو سره د پاکستان جګپوړۍ پلاوۍ ( د آی ایس آی مشر، د افغانستان لپاره د پاکستان دهغه مهال سفیر او د یوه مذهبی تنظیم مشر) راغلل او ملا عمر څخه یی امریکا ته د اسامه بن لادن د سپارلو غو ښتنه وکړه مګر ملا عمر هغوی په ډیره غوصه وویل چی (تاسو خپل ملک او ځانونه وساتۍ او زه به تاریخ وساتم). او بله یی هماغه د ډیورند د استعماری کرښی د منلو اړوند وه چی بیا هم طالبانو او په سر کی یی ملاعمر ورته وویل چی دا زموږ د تحریک د توان نه لوړه خبره ده او دا په اولس پوری اړه لری. په هغه مهال ملا محمد یعقوب مجاهد (اوسنۍ د دفاع چار سمبالۍ وزیر) ممکن یو کلن به وو!؟ بیا هم ملا محمد عمر یو ملنګ مزاجه سړۍ وو ، د دنیا او پیسو چندان شوقی نه وو او د دنیایی چارومطالعه یی هم نه درلوده،د طالبانو د تحریک تر مخه د کندهار پنجوایی ولسوالۍ په سنګسار سیمه کی دلاکو خیلو په کلی کی د جومات ملا امام وو او آخرینۍ جهادی وسله (کلاشینکوف) یی هم د جمیعت (ملا فیض الله ) وو چی بیرته یی ورته سپارلۍ وو.خو زما اصله خبره داده چی ملا عمر د خپل کلیوالی سوچ له کبله افغانستان د تباهۍ کندی ته ور واچولو، نوموړی یوازی د افغانی دود او دستور (پښتونولی او میلمه پالنی) په بنسټ د خپل رعیت (۳۲ میلیونه افغانانو) له ژوند سره لوبی وکړی چی زیان یی ټول هیواد او پڅانګړی توګه پښتنو ته ورساوه، دۍ حتی پدی هم نه پوهیده چی پاکستانۍ د آی ایس آی مسول (کرنیل امام چی اصلی نوم یی سلطان امیر تارړ دۍ) د ده په هکله څه سوچ لری ؟ همدی سلطان امیر تارړ پخپلو خاطراتو کی (د افغانستان د جهاد داستان) کی لیکلی دي چی ملاعمر لغړ رنۍ هلک لرلو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب