۹مه برخه
د هېواد شمال، د يوه سياسي او پوخي ډګر په توګه؟
د تاريخ په اوږدو کې له لوې لوبې نه راواخله تر سړې جګړې پورې تزاري روسيې او شوروي چارواکو، افغانستان د برېتانوي ښکېلاک پر وړاندې، د مينځنۍ اسيا هېوادونو لپاره يو دېوال او مورچل ګاڼه، د شوروي اتحاد د مشر برژنف او د افغانستان د ولسمشر محمد داود تر مينځ د لفظي شخړې يو لامل هم د افغانستان په شمال کې د برژنف په اند د لوېديځوالو پانګونه وه.
نو په همدې بنسټ روسانو نه غوښتل دغه اوسپنيز دېوال د طالبانو لخوا مات شي ، نو ځکه خوروسانو له شمالي ټلوالې سره دوسلو اوپیسومرسته کوله .
همدا ډول ايراني چارواکو هم له احمد شاه مسعود، جنرال عبدالرشيد دوستم او د وحد ت ګوند له مشرانو سره د طالبانو پر وړاندې دوستانه اړيکې درلودې ، نو ځکه دواړو هېوادونو د طالبانو پر وړاندې له شمالي ټلوالې سره هر اړخيزې مرستې کولې.
د سيمې هېوادونو په دې لړ کې روسيې او ايران داسې انګېرله، که چېرې طالبان په ټول افغانستان په تېره د هېواد په لوېديځ او شمال لوېديځ کې د يوه پياوړي ځواک په توګه ځواکمن شي اسلامي بنسټپالنه به د دوی تر لمنې پورې ورسېږي.
د شمال د پېښو په تړاو د پاکستان او د امريکا د متحده ايالاتو هېوادونه هم بې توپيره نه ول، دوی هم خپلې ګټې درلودې ، دغو دواړو هېوادونو کوښښ کاوه چې طالبان له عبدالرشيد دوستم سره پدې موخه نږدي کړي چې ګنې د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر د بيا راتګ لپاره په يوه خوله شي.
طالبانو د خپل پرمختګ په سر کې داسې ګړنجوله چې طالبان حکومت نه غواړي، بلکې غواړي چې له زورواکو نه وسله راټوله کړي.
د افغانستان ډېرو کسانو داسې انګېرله چې طالبان د پخواني پاچا محمد ظاهر لښکر دی، ولې وروسته څرګنده شوه چې دا پر ځای انګېرنه نه وه ، که څه هم پاکستان د همدې موخې لپاره سردار ولي پاکستان ته را وباله.
حکمتيار په خپل کتاب کې کښلي دي:
«د دوستم جنبش، د طالبانو له جنبش سره د پاکستان له لارې تفاهمات درلودل، د طالب ضد جګړو کې يې له برخې اخستلو نه ډډه کوله… هر چا دا انګېرله چې پاکستانيانو او امريکايانو دا دواړه جنبشونه په خپلو کې سره جوړ کړي.»[1]
ښايي جنبش به په دې هڅه کې وه چې له طالبانو سره د پاکستان په منځګړيتوب داسې يو جوړ جاړي ته ورسېږي چې له يوې خوا د جنرال دوستم واک او ځواک خوندي وي او له بلې خوا له طالبانو سره د يوه واحد افغانستان په توګه ښې اړيکې ولري، لکه څرنګه چې وروسته د طالبانو او جنرال مالک تر مينځ په څو ټکو ګډه ژمنه وشوه.
د طالبان پر وړاندې د هېواد په يو شمېر سيمو کې د خلکو پرلپسې پاڅونونو طالبان او د هغوی ملاتړى پاکستان ووېروه نه چې د دغه پاڅونونو لړۍ د هېواد نورو سيمو ته وغځېږي نو همدا لامل وه چې طالبانو او پاکستاني سلاکارانو کوښښ کاوه چې د مسعود پر وړاندې له جنبش سره يوه ګډه ژبه پيدا کړي.
د جنبش مشر جنرال دوستم له احمد شاه مسعود نه هم ښه زړه نه درلود څو وارې يې ورسره سوله وکړه، ولې بيا هم يو د بل پر وړاندې ودرېدل.
هغه مهال چې طالبانو کابل ونيو، دوستم، د نظار شورا مشر مسعود ته وويل:
بګرام هم د طالبانو تر ګواښ لاندې دی، ښه به وي چې دغه الوتکې د مزار هوايي ډګر ته ولېږدوو، ولې هغه وروسته خپلو جهادي ملګرو ته ويلي ول چې له دوستم نه بيا هم طالب ښه دی چې دغه الوتکې دوی ته پاتې شي، نه دوستم ته، هر څه چې ول، وو به، خو کله چې جنرال مالک له طالبانو سره يو ځای شو، د هېواد په شمال کې د پېښو يوه نوې پاڼه را واوښته.
جنرال مالک او طالبان:
طالبانو لکه څرنګه چې کندهار، فراه، هرات، زابل، غزني، پکتيا، ميدان، لوګر، خوست، ننګرهار، لغمان او کابل يو د بل پسې ونيول، دا رنګه دوی فکر کاوه چې پروان پنجشېر او د هېواد شمالي سيمې به هم لکه د هغو ولايتونو په څېر پرته له کوم سخت خنډ او ځنډ ترلاسه کړي.
ولې کله چې طالبان د احمد شاه مسعود د زوکړې سيمې د پنجشېر تنګي ته ورنېږدې شول، له سخت ګواښ سره مخ شول.
له یوې خوا د پروان خلکو پاڅون وکړ او د طالبانو د پرمختګ مخه يې د يوه لنډ مهال لپاره ډب کړه، او له بلې خوا د بادغېس نيول هم ورته د هرات په څېر اسانه ځکه نه ول چې دلته د عبدالرشيد دوستم وسلوالو مورچلې نېولې وې او خلک يې د طالبانو له سخت دريځه چلند نه وېرول.
ويليام ميلي په خپل کتاب کې چې د څو مقالو ټولګه ده د بادغيس د پېښو په تړاو داسې کښلي دي:
«د مزار شريف کړکېچ د نوو پېښو پيل وه چې په ۱۹۹۷ کال د مۍ په ۱۴ نېټه عبدالرحمن حقاني د ناڅرګندو کسانو لخوا ووژل شو. موږ د ده له وژلو دوه اونۍ وروسته د داسې پېښو شاهدان وو چې طالبان د افغانستان شمال ته په ګڼ شمېر کې را ننوتل.»[2]
رېښتيا هم د عبدالرحمن حقاني د وژلو پېښې چې دی د جنرال عبدالماک له پلويانو څخه و د شمال روان کرکېچ چټک کړ.
عبدالمالک او د ده اوه تنو وروڼو داسې انګېرله چې يو څوک شته چې غواړي دوی يو د بل پسې کمزوري کړي.
د رسول پهلوان وژل د دوی د زوال او ځوړتيا لومړی ګواښ وه چې نږدې يو کال د مخه ووژل شو. جنرال مالک او وروڼو يې د ده او د عبدالرحمن حقاني د وژلو پړه پر جنرال دوستم ورچپه کړه.
د دې په څنګ کې غفار پهلوان، عبدالرشيد دوستم ته ښه نيت نه درلود، ده په څرګنده د دغه ټولو پېښو تر شا د دوستم لاس ګاڼه، چې ګنې غواړي د رسول پهلوان کورنۍ او پلويان له پښو وغورځوي.
دا اوازې او انګازې په ټول جنبش کې خورې ورې شوې، ان د دوستم تر غوږو هم ورسېدې ، چې دوستم له يوې خوا پر احمد شاه مسعود بشپړ باور نشي کولای او له بلې خوا ورته د لستوړي مار يانې جنرال مالک خوله وازه کړې .
که څه هم د روسانو او د مينځنۍ اسيا هېوادونو په مينځګړيتوب د اکتوبر په ۱۳ نېټې شمالي سالنګ ته څېرمه په خنجانو کې يوه غونډه جوړه شوه چې دغه ناسته د هغې غونډې لړۍ وه چې د مينځنۍ اسيا هېوادونو د روسيې د صدراعظم په ګډون د قزاقستان په الماتا کې د طالبانو د ګواښ په موخه جوړه کړې وه.
د خنجانو په غونډه کې احمد شاه مسعود، جنرال عبدالرشيد دوستم او د وحدت ګوند په استازيتوب کريم خليلي يوه ګډه ټلواله اعلان کړه ، چې د طالبانو پر وړاندې به غوڅ چلند کوي.
له دې ناستې وروسته د مسعود وسلوالو طالبان شاتګ ته اړ کړل، له چاريکارو يې ووېستل ان تر حسين کوټ پورې يې پر شا وتمبول.
دوستم هم د مسعود په ملاتړ د کابل پر شاوخوا سيمو هوايي بريدونه وکړل، خليلي هم پر باميانو، مزار او د غزني په ځينو سيمو کې يو شمېر ځوانان وسلوال کړل او کومې وسلې او پیسې يې چې له ايران نه ترلاسه کړې وې په خپلو پلويانو ووېشلې… ولې د طالبانو لخوا د پروان بيا نيول، په بادغيس کې د طالبانو پرمختګ، د جنرال دوستم او جنرال مالک تر منځ بې باورۍ دا هر څه بدل کړل.
د ټلوالې دوه غړو په افغانستان (مسعود په پنجشېر او خليلي په باميانو کې) د ناستې ځای درلود ، خو دوستم د رسول پهلوان د وروڼو له لاسه نشو کولای چې ځان د طالبانو له ګواښه وژغوري نو ځکه خو يې د تېښتې لاره غوره وګڼله.
هغه وخت چې د طالبانو د پرمختګ لاره ډب شوه پاکستان کوښښ وکړ چې له رشيد دوستم سره اړيکې ټينګې کړي، نو هغه وو چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير نصيرالله بابر، د اسلامي جمعيت العلماوو مشر مولانا فضل الرحمن په بېړنۍ توګه کابل ته راغلل، لومړۍ يې په کابل کې له طالب چارواکو ملا محمد حسن او ملا محمد غوث سره وليدل او بيا مزار شريف ته لاړل، هلته يې له دوستم سره خبرې اترې وکړې. په پای کې کندهار ته او له هغه ځايه پاکستان ته را ستانه شول.
دوی د شمالي ټلوالې او طالبانو استازي په داسې مهال اسلام اباد ته وبلل چې د کابل په ښار ځمکني او هوايي بريدونه (۱۹۹۶ کال په وروستيو کې) روان ول، خو بيا هم د اسلام اباد وروستۍ غونډه پرته له کومې پايلې په ۱۹۹۷ کال د فبرورۍ په مياشت کې پای ته ورسېده.
له دغې ناستې نېږدې دوه مياشتې وروسته په ۱۹۹۷ کال چې د ۱۳۷۶ کال د ثور د مياشتې له ۲۸ نېټې سره برابره وه عبدالرشيد دوستم خبرتيا ترلاسه کړه چې جنرال مالک د ده ټول قومندانان په يوې غونډه کې بې وسلې کړي دي او بيا يې له طالبانو سره يوځای هغه سيمې يو د بل پسې ونيولې چې د دوستم د پلويانو په ولکه کې وې.
جنرال مالک د خپل باور د پياوړتيا لپاره تورن محمد اسماعيل له (۷) تنو سره يو ځای طالبانو ته وروسپاره.
دا چې ولې مالک په ناڅاپي توګه طالبانو ته ور واووښت ښايي يو لامل به د رسول پهلوان او عبدالرحمن حقاني وژل وو، ولې له بلې خوا په مزار کې د پاکستان د قونسلګرۍ هڅې هم د پام وړ وې.
کله چې د اسلام اباد غونډه کومې پايلې ته و نه رسېده داسې اوازې وې چې آی اس آی د ګمرک رييس دوست محمد له لارې په جنرال مالک او غفار پهلوان کار وکړ او هغه يې دېته وهڅول چې له طالبانو سره خپل پيوستون اعلان کړي.
دوی کولای شي هغه واک چې دوستم درلود، بيا يې دوی ترلاسه کړي ، خوکله چې مالک له طالبانو سره يو ځای شو، نو ده او غفار پهلوان شبرغان ته خبر ورکړ چې دوستم کولای شي چې له هېواد نه ووځي او کنه د طالبانو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
د دوستم تېښته،
د طالبانو بری د هېواد وروستۍ غميزې
پاکستاني چارواکو هڅه کوله چې د طالبانو لپاره د افغانستان په شمال کې د پښې ځای پيدا کړي. عبدالرشيد دوستم هم د خبرو په مهال له طالبانو سره د جوړ جاړي لپاره خپل چمتووالی ښودلی وه، ولې دې پايلې ته نه وو رسېدلی چې کوم ډول جوړ جاړی؟ خو بيا هم پېښې د ده سر ته را ورسېدې.
د دوستم د سختې ورځې دوستان او متحدين، جمعيت اسلامي او وحدت اسلامي هم د دې وړتيا نه درلوده چې له نوموړي سره پوځي او سياسي مرسته وکړي چې دی له ورپېښ ګواښ نه وژغوري.
نوموړي چې د جنرال مالک او غفار پهلوان غبرګونونه وليدل، نو وروستۍ هڅه يې دا وه چې يو شمېر قومي مشران د روغې جوړې لپاره د رسول پهلوان وروڼو ته واستوي.
که څه هم جرګې کومه ګټوره پايله ترلاسه نکړه، بيا هم دوستم په خپلو متحدينو، په برهان الدين رباني او کريم خليلي غږ وکړ چې خپل وسلوال شبرغان ته ور ولېږي.
په داسې حال کې چې د عبدالرشيد دوستم ډېر وسلوال، له ملک او غفار پهلوان سره يرغمل ول. بيا هم ګڼ شمېر جنګيالي د دوستم ملاتړ ته چمتو شول.
جنرال مالک او جنګياليو يې داسې پتېيلې وه چې دوستم به وتښتي او د جنبش ټول ځواک به د دوی تر رهبرۍ لاندې راشي، له هغه وروسته به بيا له طالبانو سره پخپلو کړو وړو له سره کتنه کوي.
ولې کله چې يې د دوستم د پلويانو جګړه ييزه وړتيا وليده او دايې هم وليدل چې جنرال دوستم پخپله د جګړې لومړۍ کرښې ته راغلی دی نو بيا يې په طالبان غږ وکړ چې د جګړې مهمې پولې ته خپل جنګيالي واستوي.
دوستم چې د پېښو جاج واخېست پدې پوه شو چې يا به تسليمېږي او يا به مري خو نه يې غوښتل د مزاري په برخليک اخته شي نو ځکه يې له جګړې نه پښې سپکې کړې او ځان يې شبرغان ته ورسوه.
نوموړی په شبرغان کې له لږ تم کېدو نه وروسته د څرخي الوتکې په وسيله مزار ته لاړ، له هغه ځايه حيرتانو ته او په پای کې ازبکستان ته واوښت .
دی د ترکې د هېواد په بلنه هلته لاړ او د ده د ځواکونو مهم پلاز شبرغان د طالب ځواکونو په ولکه کې پرېووت .
د هرات والي ملا عبدالرزاق، جنرال مالک او غفار پهلوان له يو شمېر جنګياليو سره ځانونه مزار ته ورسول.
د شمال د پېښو پر مهال چې د ملګرو ملتو او د پاکستان د قنسليټ غړي چې اسلام اباد ته بلل شوي ول، بېرته هغه مهال را ستانه شول چې طالبانو د می په مياشت بېرته، جوزجان، ميمنه، سرپل، او تر مزار پورې سيمې ونيولې.
ورپسې جوخت د پاکستان سفير، د بهرنيو چارو وزير ملامحمد غوث، د بانکو رئيس احسان الله احسان او د طالبانو يو شمېر نور چارواکي مزار ته ولاړل.
د مي په ۲۵ نېټې (۱۹۹۷ ز کال) پاکستان په ناڅاپي توګه په يو مطبوعاتي کنفرانس کې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژنده. پدې تړاو داسې انګېرنې وې چې د اسلام اباد له دغه عمل سره جوخت به د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه د طالبانو واکمني په رسميت وپېژني، ولې يوازې عربستان او عربي متحده امارت په رسميت وپېژنده او بس.
دويمه انګېرنه دا وه چې ګني طالبان خو د دوی لاس پوڅي دي، هر څه چې ورته وايي هغوی به يې په پټو سترګو مني، چې موهمه موخه يې د ډېورنډ د کرښې منل وو، ولې هغسې ونشول.
د مزار شريف نيول په بصير سالنګي هم اغېزه وکړه، نو ځکه خو يې طالبانو ته د سالنګ لاره پرانېسته او د هغوی وسلوال چې شمېر يې زرګونو ته رسېده، په داسې حال کې چې سپکې او درنې وسلې هم ورسره وې، پلخمري ته ورسېدل.
پخوا تر دې چې طالبان ورسېږي بشير بغلاني دولتي او حکومتي ادارې چور کړې او بيا يې ځان طالبانو ته تسليم کړ. طالبانو يو شمېر وسلوال مخ په سمنګان او يو شمېر نور يې د کندوز په لوري ولېږل.
په کندوز کې ملا غلام، عارف خان او يو شمېر نور د طالبانو په ملاتړ پاڅون کوي، مېر علم خان تښتي او طالبان پرته له کومې سختې جګړې کندوز ته رسېږي.
په تخار کې هم د طالبانو په ملاتړ سپين بيرغونه جګېږي، رباني او سياف له ډېرې وېرې د شپې ناوخته له خپلې پوځي قرارګاه وځي او مخ په بدخشان حرکت کوي.
د سمنګانو لور ته هم، وسلوالو د طالبانو په پلوۍ سپين بيرغونه هسک کړل او دوی يې ريښتيني مسلمانان وګڼل. ان دا چې د ايبکو يوه نامتو مولوي قدوس نه يوازې د طالبانو ملاتړ وکړ بلکې دوستم يې په کفر تورن کړ. طالبانو هم د خلکو سلا را ټوله کړه او بيا يې مخ مزار ته واړوه.
ولې په مزار شريف کې د طالبانو پر وړاندې يو شمېر داسې غبرګونونه را مينځته شول چې تر شا يې ډېرې خونړۍ پېښې په ميراث پرېښودې.
دغو سترو غميزو کورني او بهرني لاملونه درلودل چې څو بېلګې يې داسې دي: ( نوربیا )