شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+رنګونه او اغېز یې | دوکتور لعل پاچا ازمون

رنګونه او اغېز یې | دوکتور لعل پاچا ازمون

څلورمه برخه

۲ ـ۴ـ ۲:  زېړ رنګ

زېړ (ژېړ) په طبعیت کې هغه رنګ دی چې لومړی د لیدونکي سترګې د لمر وړانګو ته ور ګرځوي. وړانګې له خپلې څټې یا ذاته را بېلېږي، دنیا رڼوي. د لمر د وړانګو شور د ژوند مانا ښندي. ژوند د هجر په غیږ کې دی. بیرته نه را ګرځي، لار وهي. زېړ رنګ د سرور، مستۍ او خوشالۍ لپاره دی. نهیلي او خفګان لري کوي او هوس راپاروي، د زېړ رابطه له سره، سره ده، د سکون دغه رنګ ځان په راښکونکې او جذابه جامه کې وړاندې کوي. (( امام قرطبي رحمه الله وايي چې ابن عباس رضي الله عنها فرمايي ژېړ زړه خوشحالوي او په ژېړو بڼو اغوستلو باندې ټینګار کوي. نقاش د ابن عباس څخه دا روایت کړی او تعلبي د علی بن ابي طالب رضي الله عنه څخه داسې نقل کوي چې هغه فرمايي، ژباړه: چا چې ژېړې پڼې واچولې، د هغه غمونه به کم وي، ځکه الله (ج) د غوا د رنګ په اړه فرمايي چې غوا به ډېره ژېړه وي چې کتونکي خوشحالوي.)) ( السقاعید، ډاکتر محمد، د رنګونو رازونه، ۱۳۹۲ل، ۲۴م)

ارواپوهانو د دغه رنګ اغېزناکتوب په ذهني پياوړتیا کې ویني او وايي چې دغه رنګ د هوښیارتیا او ذکاوت کچه لوړوي. روغتیا پالان یې بیا د نري رنځ، شکرې، ځیګر او هضمې لپاره اغېزناک بولي. (السقاعید، ډاکتر محمد، د رنګونو رازونه، ۱۳۹۲ل، ۵۴م)

په هند کې زېړ رنګ کولتوري او مذهبي بنسټ لري، زېړ رنګ د زعفرانو په څېره کې ځان داسې راښيي چې روح خوښونکې او تسکینونکی برېښي. په هند کې اواره شاعر شیدا :

(( … د هند د سکاڼو نجونو زېړه رڼايي څو ځایه یاده کړې ده او د بسنت (پسرلی، د هندوانو پسرلنی اختر) په وخت چې زېړ ګلونه بوټېږي، د زېړو جامو هندوې داسې یادوي:

د زېړو ګلو دستې رنګینې

یعنې بسنت دی نشان یې وینې

چې انتظار کا د زعفرانو

سترګې لباس کړې په کاته سپينې

شاعر وايي چې زېړ ګلونه د پسرلني اختر (بسنت) د رارسېدو نخښه ده او سترګې د زعفراني لباس د مېرمنو لیدو ته بې صبرې دي. د یادولو ده چې د بسنت په جشن کې چې د هندي پنجاب په فیرزوپور کې ډېر نمانځل کېږي، اوس هم جینکۍ د طبیعت د ښکلا د قدردانۍ په خاطر د زېړ رنګ د مختلفو ډولونو جامې اغوندي. (ویکیپېډیا: Vasanta) په اردو کې (بسنتي پوش) هغه چا ته وايي چې زېړې جامې یې اغوستې وي. ( اردو فیروز اللغات)

دا هم د شیدا وینا ده:

څرنګ ودري خندا د تازه ګلو

یا سرور نه کا ابنا د دې روزګار

چې لباس د دلبرانو زعفراني شو

وسره د بهار سیل مددګار

په پخواني ادب کې زعفران د زېړوالي یو اعلی مثال دی او بل دا چې که یې څوک وخوري نو خندا به ورځي او خوشحالي به احساسوي. شیدا وايي. پسرلی دی او نجونو د زعفران د رنګ جامې واغوستلې او همدا وجه ده چې ګلونه خاندي او خلک خوشحاله دي.)) ( غضنفر، اسدالله، جادوګر هنر، ۱۳۹۳ل، ۱۷۲ـ ۱۷۳م م)

په بودېزم کې دغه رنګ د سکون او خوښۍ لپاره کارول شوی دی.

ځکه بودا له زېړرنګ سره مینه لرله، ده ته دغه رنګ د خوښۍ او خوشبختۍ رنګ دی. په عیسوي مذهب کې Sunday د لمر ورځ د عیسویانو د رخصتۍ او آرام ورځ ګڼله کېږي. په افریقايي هېوادونو کې دغه ورځ د ودانۍ او آبادۍ سېمبول ګڼله کېږي، نو د مور ورځ یې بولي. دلیل دا راوړي چې : (( د هګۍ زېړ، زېړ رنګ لري او په هګۍ کې بچي روزل کېږي.)) ( ببرکزی ځدران، حبیب الله، د رنګونو نړۍ، ۲۰۱۰م، دانش خپرنځی، ۲۶۶م)

زېړ رنګ د وارخطایۍ په مفهوم هم کارېږي.

په بام ولاړه یې زنګېږې وه لیلو

دا رنګ دې ولې زېړ دی جانانه

دلته زېړ رنګ د عاشق وارخطايي ښيي.

( زېړ سترګی) په پښتو هغه ژبنی مفهوم دی چې د یوه نامنونکي، بې غیرته او کوزګوري څېره سترګو ته دروي.

په موسمونو کې منی یا خزان له زیړ رنګه پيژندل کېږي، د مني سړه څېره او رنګ شنې پاڼې توږي ، او وجود یې زېړ زبېښلی کېږي، زیړ رنګ له منفي اغیز سره سره د خوشالۍ حس هم را پاروي.

په کولتوري مفاهیمو کې زېړ رنګ د هرې ټولنې  ذوق او اغېزناکتوب راښیي. زیړ ګل یو سیمبولیک توصیفي ترکیب دی .

زیړو ګلو باغه!

غوټۍ دې ګل شه چې زه سیوري ته درځمه

(زېړو ګلو باغه) د ژوند نا ارامۍ او هجر مفهوم ښندي، هغه باغ چې د رنځ او هجر باد پرې تېر شوی دی . د سمسور تیا او شنه کېدو لپاره يې پرې غږ کېږي، دا ډاډ او هیله ورکوي، چې غوټۍ به يې ګل کېږي، غوټۍ ګل کېدل، د سره رنګ په څېره د ژوند انځور ښودل دي.

دا ته چې ځې اخر به لاړ شې

د زېړو ګلو باغ پر چا سپاري مینه

د زېړو ګلو باغ یو داسې سیمبولیک ترکیب دی چې د عاشق او معشوقې تر مڼځ د رازو نیاز دنیا ابادوي، دوی په همدې سیمبولیک ژبه یو بل پوهوي .د زېړو ګلو باغ د هیلو او راز دنیا ښيي.

رنګ مې په تا پسې زېړېږي

کمعقله مور مې د زېړي علاج کوینه

دلته (رنګ زېړېدل )  بېلښت او هجر ښيي.

چې په رګ مې ګوتې كېږدي رنګ يې زېړ شي

طبيبان مې به په سو د رنځ علاج كا (‍۱)

دلته (زېړ) د وارخطایۍ لپاره کارول شوی دی، دغه کارونه په ژبه کې په طبیعي بڼه شته، ( چې زه یې ولیدم رنګ یې زېړ شو، زېړ زېړ راګوري.

خلك راته وايي رنګ دې بيا زېړ شو، عاشق شوې

هېڅ منكري نه كړم، خلكه، شومه، شومه، شوم /خوشال، کلیات،  (۹۲)

په دې بیت کې (زېړ) د عاشق لپاره سېمبول دی.

هلک میېن شو رنګ یې زېړ شو

مورې ته بانې کئ (کړي) چې زېړۍ تبې کومه

د هلال شینواري د زېړ رنګ انځور دغه لاندې شعر یوه هنري تابلو ده چې د لوستونکي ذهن د کلمو رنګین او انځوریز بیان ته اړوي، زېړ سترګې په پښتني ګړدود کې د یو بې ننګه، خجل، کوزګوري په مفهوم کارېږي، خو زېړې سترګې دلته تحقیر نه بلکې د رنګونو د زېږون دی، د ژوند بېلابېل مخونه راښيي، د ژوند د وروستۍ شېبې انځور وړاندې کوي، شنې زرغونې سترګې د آبادۍ، سوکالۍ او ارامۍ لپاره سېمبول دی. زېړی غاټول او زېړۍ تبې دوه بېلابېل مفاهیم دي، زېړی غاټول د شاعر د تخیل په دنیا کې داسې راټوکېدلی چې د مخ سوروالی، ښایست او قوت یې ختم شوی دی، د ځنکدن پر برید ولاړ دی، زېړۍ تبې ولسي ژبه ده، دا هم هغه تبه ده چې دبدن سره خوري:

زېړې سترګې

بخملي کمیس په غاړه

شنې زرغونې سترګې راوړه

ورانې، خلاصې زلفې واچوه په ټال کې

چې اسمان د قهرجنو

سترګو ګاټي،

په ژړا ژړا کړي ستړي

د باران له وړو څاڅکو ازادي واخله غوړېږه

چې د وران وطن په دښتو

کې رېدی سر په زنګون دی

او د دوو کلیو په منځ کې

نرۍ لیکه د سپین خوړ ده

سپین او تور، سُرمایي ګاټي

ځای په ځای په اوبو خړ دي

یو زېړی غاټول یې غېږ کې، دی زېړۍ تبې نیولی

چې بورا د ګل په څانګه، اخري ساه په داو کېښوه

شرابي مچکې مړې شوې

نن د وران ګودر په غاړه

مرغاوۍ له سړو رېږدي

د چنار له بورو زلفو

زېړې سترګې را توېږې

په سرو وینو لمبېدلې

توره چاغه ښارو مړه ده

او د توت د زړه سراخ کې، خامه خوله بچي چڼېږي

د زړې کوټې په مورګې

د لالټېن زاره چاودي ده

خوفزده ځلبلي وړانګې

یې په پورې دېوال ناستې

او د خیال په ګلستان کې،

د نَورسې پېغلې زلفې

د ګمنام یوسف کوهي ته نه غځېږي، نه ټیټېږي

د سپین ږیري جومات خوا کې

ـ د زړې ژرندې سلګۍ دي

بېګاني سېلاب ترې وړی، ژرنده ګړی بېچاره دی

د جومات ملا خپه دی،

د حلوا قحتي راغلې

شین سهار په ښېرو سر دی

تشه شوې یې کاسۍ ده

وږې نس په دېوال ناسته ـ تکه توره پیشوګۍ ده

نن د وران ګودر په غاړه مرغاوۍ له سړو رېږدي

د چنار له بورو زلفو زېړې سترګې را توېږي

ژېړې ژېړې ژړا ګانې

لکه په غشي  ویشتل شوې  دوه  کوترې

څومره ژر مو د یوبل د ځنکدن په نندارې کې ویښته سپین شول

څومره ژر دې په خوږې او تنکۍ زنې

د آسمان  په تازه ګوتو  رسم شوی شینکی خال

لکه کنګل د چا د خولې په تاو   اوبه شو

کله کله پیړۍ څنګه لکه ستا  ددې تازه مچکو خرَپ  یوې شیبې باندې بدلیږي

 * * * **

پرون دلته یو ریدی تک سور  ولاړ  و  خو  اوس  نشته  وفات شوی

د ویالې خوږې اوبه هم کمې شوي

هلته ګوره ! د رڼا له تک سپین لاس نه

ناببره ډيوې لویږي .

اې !

 دغنمو په موسم کې د خپل درمند سرو لمبوته ، لکه بوره ، ناسته یاره !

 ماهم یو باغ د نارنجو  ژیړې  ژیړې  ژړا ګانې دي راوړي

زمانې زموږ زخمونه را جوړ ، نه کړل

زمانې موږه   زخمو سره عادت کړو

زمانې موږه دوکه کړو

زمانې لکه لوګي د تازه عودو

 د خوشبو په پلمه باد ته وسپارلو

زمانی دهغه باغ تاوان ورنه کړ چې نازکې بنفشې یې وې هاتیانو قتلې کړې

نو خوږ لاس دی ماته راکړه

ستا لاسونو کې شیبې ابدي کیږي

ستا په لاس کې زمانې ډبرې کیږي

او شیبه لکه په ځغاسته  د سرو زرو  مسته اسپه

که وغواړې ستا د دنګې خندا کړَس ته په شا کیږي او دریږي

د وربل هر یو سپين تار ته  دې  جلا جلا  زه ومرم

اې د عشق ښکلې مرغۍ

زه به مې زوړ  ویلون را واخلم

ته له سره  هیرې شوې شنې سندرې  بیرته پیل کړه

په لوړ ستوني دومره لوړې چیغې وکړه

چې له ښاره د غره سر ته، تښتیدلې ونې

بیرته راستنې شي

ژیړې ژړاګانې دلته د ژیړ رنګ په مرسته د ژړا ډول او دروني حالت ښودل شوی دی. ژېړې ژېړې ژړاګانې د ژړا هغه وروستی برید ښيي چې د نارنج په رنګ کې را څرګند شوی دی، ژېړې ژېړې ژړاګانې د نهیلۍ سېمبول دی. دغې ژړا تور وېښته سپین کړل، سپین وېښته د بوډاتوب نښه ده، (وېښته سپينېدل) د عمر تېرېده او خواري ښيي. (سر سپينول) دغه ګړنه د پښتني کولتوري ژوند هغه انځور راښيي چې یوه جنۍ د پلار په کور عمر تېر کړي او واده و نه کړي. یا یوه کونډه خپلو ماشومانو ته کېني. (شینکی خال) یو داسې توصیفي ترکیب دی چې د خال رنګ راښيي، دغه رنګ د آبادۍ، خوښۍ، سمسورتیا او پسرلي لپاره سېمبول دی. شینکی خال د سکون، ارامۍ، ښېرازۍ او آبادۍ مفهوم ښندي. (سپین لاس) دغه ترکیبي نوم د رڼا او لمر لپاره سېمبول دی چې سپين د رڼا رنګ  او لاس د وړانګو لپاره مستعارله دی،  اوږدوالی یې وجه جامع ده. دا یو استعاري ترکیب هم دی، د ډیوې لوېدل یې قرینه ده. ( شنې سندرې) په دې ترکیب کې شین رنګ د را ټوکېدو او سمسورتیا لپاره نښه ده، دغه نښه سندرې راپېژني، هغه سندرې چې د ژوند، آبادۍ، سمسورتیا او را ټوکېدو لپاره دي.

له سپين لاسه په یوې کږنه کې بیا دا انګېرنه ده چې: بعضي علاقو کې د اختر په شپه د زنانه و نکریزې نه کیښودل او سپین لاسونه ګناه سپيره او منحوس ګڼلی شي.(صایم ، فضل معبود، کرکې او ګږنې (توهمات ) ۲۰۲۱ ع، ۷۸م)

(زېړې): زېړې هنري صفت دی، دغه ستاینوم د رنګ په واسطه موصوف راپېژني.

که سپرلی زرغون لباس کړي را په غاړه

که مې زېړه کړي ناترسه باد د مني ( درانی، دروېش، کردګلو، ۲۰۱۸ع، ۱۲۹م)

پسرلی له زرغون او منی له زېړ رنګه پېژندل کېږي. منی د پسرلي د طبیعت رنګ داسې بدلوي چې زرغونه جامه ترې تروړي او زېړه جامه ور اغوندي، زېړه جامه د هجر او بېلتانه ده، توکي له طبیعت سره مخه ښه کوي، د مخې حالت د خفګان او هجر دی، هجر مستي او خوښي دواړه تروړي. د طبیعت دغه انځور د انسان په څېره کې هم کتلای شوو. له انسانه چې کله ساه وځي، نو غونه یې زېړېږي. په طبیعت کې د ژوند دغه ټول پړاوونه د توکیو په څېرو او یو له بله سره په اړیکه کې راڅرګندېږي.

د سین په ایینه کې د خپل ژوند څپې شمارمه

زېړی لمر یم ورو ورو ځم تورو غرونو ته یوازې

ازمون

شاعر دلته د خپل ژوند پایښت د لمر په څېره کې راښکاره کوي. له طبیعت سره د خپلې طبعې او ژوند کیسه تړي.

رنګونه او اغېز یې / ل ـ ازمون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب