دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد قطر صدراعظم د خپل امیر له پيغام سره کندهار ته تللی

د قطر صدراعظم د خپل امیر له پيغام سره کندهار ته تللی

تاند:( جمعه ، د غویي ۲۲ )  د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د هغه هېواد د استخباراتو رئیس عبدالله الخلیفي او مل پلاوي یې کندهار ته د سفر پر مهال د طالبانو له رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند او مل پلاوي سره یې لیدلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په دغه لیدنه کې چې د کندهار په ولایت کې ترسره شوه، د قطر هیواد لخوا له افغانستان سره د اړیکو په پیاوړتیا، د اعتماد لا ډیروالي، په تعلیمي، صحي او اقتصادي برخو کې د همکاریو ژمنه وشوه.

سرچینه زیاتوي: ملا محمد حسن اخند د قطر له پخوانیو او اوسنیو همکاریو، ښه نیت او اخلاص څخه مننه وکړه او له افغان ولس او نظام سره یې د قطر په لا ډیرو همکاریو ټینګار وکړ.

د طالبانو ویاند زیاتوي:« په لیدنه کې د قطر هېواد د محترم امیر له پیروزوینې ډک پیام څخه قدرداني وشوه او هغه هېواد دې ته وهڅول شو چې د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمینځ د باور په پیاړي کولو کې لاډیر رول ولوبوي.»

طالبانو نه دي ویلي، چې د قطر امیر ورته څه پيغام راوړی او څه پکې ویل شوي و.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره ډېری بهرني استازي کندهار ته په دې هیله سفر کوي، چې ګواکې د طالبانو له مخ پټي مشر ملا هبت الله اخندزاده سره به ولیدای شي، خو تراوسه هیڅ یو ظاهراً په دې کار نه دی توانیدلی.

6 COMMENTS

  1. د طالب مخ پټی مشر هماغه د ای اس آی جنرال دی چي د مخ په ښکاره کولو سره به رسوا او ‌ذلیل شی.

  2. وایی : د ملا نصرالدین کره غله ورغلي وو. د ملا ښځې ورته وویل ، چې پاڅه وملا غله راغلي دي .
    عالي قدر ملا صاحب ورته ورفرمایل ، پرېږده که دوی کوم شي زمونږ په کور کې پیدا کړي ، بیا به یې ترې واخلو.
    نود قطر صدراعظم او یا نور محترم مېلمانه که زمونږ په هېواد کې دا مخ پټی « شرموک » ملا غائب پیدا کړي ، د افغانستان ولس به هم خوشحاله شي .

  3. نو ولي سي له چیشي غواړۍ سره یې لیدلي له هیبتو سره ونسوائ کولائ؟ دا خو الحمدلله شیخ ده کافر خو نه ده ؟ هیبتو مخکې مردار سوئ 🐖😡

  4. خلیل زاد به تل ویلی چی اوس طالبان بدل شوی ریښتیا هم اوس په چوکیو کینی، عکس اخلی، تلویزیون یی ډیر خوښیږی، لکه جمهوریتیان یو نیم کار چی کوی افتتاح ته یی قیچی رااخلی او پټۍ پرې کوی آن داچی څوروځی مخکی یی د دوه ټکسیانو مخکی دهغوی درنګ په خاطر پټۍ پریکړه، هغه بله دوره کی ی ویل چی پټۍ پریکول او چوکی باندی کینستل او تلویزیون د پیغمبر وخت کی نه و دا بدعت او کفری کارونه دی اوس عصری شوی دی دا چی افغانستان د پاکستان غلامی کی ساتی او تعلیم او ترقی یی له منځه یووړه دا خلیل زاد ته مهمه نده د خلیل زاد او امریکی یو داسی مفت لښکر پکار دی چی کله روسیه کله ایران او کله چین ورباندی وویروی او تروریزم ور صادر کړی ، هغه مفت لښکر همدا دی

  5. تر څو چې د اسلام ددین په لومه کې انسانان بند وي نو ټول وخت به درواغ وایې ځکه چې ددوی دین په خپله یو بي منطقه در واغجن بنسټ لري او د دين د پلې کولو لپاره یې په ډار او ترسه ورڅخه خره جوړ کړي دي ! دین له دولته جلا غواړو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب