تاند:( جمعه ، د غویي ۲۲ ) د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي دغه هېواد ته د یوه اوونیز سفر په پای کې وویل چې اروپايي ټولنه به په کابل کې خپل ډیپلوماتیک حضور وساتي.
توماس نیکولسن پرون افغانستان ته د خپل یوه اوونیز سفر په پای کې یوه اعلامیه خپره کړه او اعلان یې وکړ چې له یو شمېر طالب چارواکو سره په کتنه کې یې د اروپایي ټولنې دا دریځ بیا روښانه کړی، چې د دوی خلاف د وسله وال مقاومت سیاسي او اقتصادي ملاتړ نه کوي.
توماس نیکولسن ادعا وکړه چې د افغانستان د خلکو یوه برخه د طالبانو هغه ادعا تاییدوي چې وايي په دې هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې او له دې فرصته د خبرو او تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کوي.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي زیاته کړه، چې د دوحې په ناسته کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د یوه جامع حکومت پر جوړېدو ټینګار شوی او له طالب مشرانو سره یې په لیدنه کې هم دغه موضوع تکرار کړې ده.
توماس نیکولسن له داعش سره د طالبانو د مبارزې په اړه د خوشبینۍ په څرګندولو سره وویل چې د دغې ډلې چارواکو ورته په یوه غونډه کې ویلي چې د داعش پر وړاندې مبارزې ته هوډمن دي.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي همداراز په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو او له زده کړو او کار څخه د ښځو د وتلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار ممانعت د ملګرو ملتونو د منشور له څو مادو څخه سرغړونه ده.
د ده په وینا، طالبان په داسې حال کې، له ملګرو ملتونو څخه د افغانستان د استازیتوب څوکۍ ورته غواړي، چې د ملګرو ملتونو د منشور خلاف کړنې ترسره کوي.
توماس نیکولسن په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ډیپلوماټیک حضور په اړه وویل چې نړیوال شریکان او یو شمېر افغانان په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ډیپلوماټیک حضور پر دوام ټینګار کوي.
د توماس نیکولسن په بیان کې راغلي: “له ټولو هغو افغانانو څخه چې موږ ورسره خبرې وکړې، او همدارنګه د نړیوالو شریکانو څخه، موږ د اروپايي اتحادیې څخه په افغانستان کې د خپل ډیپلوماتیک شتون د ساتلو لپاره قوي غږ واورېد.”
نیکولسن زیاته کړه چې له طالب چارواکو سره یې په لیدنه کې له هغوی څخه اورېدلي چې طالبان به ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.