جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهچین په کابل کې د ویزو وېش بیا پیلوي

چین په کابل کې د ویزو وېش بیا پیلوي

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۱۰ )  په کابل کې د چین سفارت د مۍ له ۳مې د ویزو صادرول بیا پیلوي.

د طالبانو د رژیم بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د یادو ویزو غوښتونکي په انلاین ډول د یاد شوي سفارت په وېب پاڼه کې خپلې غوښتنې جمع کولای شي.

چین او ډېرو نورو هېوادونو د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، په کابل کې د خپلو سفارتونو له لارې د ویزو وېش درولی و.

یو شمېر خلکو، په ځانګړي ډول سوداګرو د چین د ویزو په بیا پيل خوښي ښودلې ده.

د طالبانو د رژیم د نه په رسمیت پېژندل کیدو له امله، ډېرو هېوادونو افغانانو ته د ویزو ورکړه ودرولې، چې خلک یې ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

2 COMMENTS

  1. مینه په تلو راتلو زیاتیږی
    کله راځه کله به زه درځم مینه
    د چین د کور ودان وی. دوی ته هم په ډیر درنښت زموږ وطن ته د راتلو بلنه ورکوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...